کور / سپورټي / د افغانستان ملي لوبډله په سکاټلینډ کې په تمرینونو بوخته ده

د افغانستان ملي لوبډله په سکاټلینډ کې په تمرینونو بوخته ده

د افغانستان ملي لوبډله په سکاټلینډ کې د انټرکانټینټل څلور ورځینیو سیالیو ته چې په ۱۱ د اګست پېل کیږي په تمریناتو بوخته ده.
د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی راشد لطیف د لوبډلې سره په سکاټلینډ کې دی، لطیف وایي چې په لوبغاړو کې ورځ په ورځ ښه والی او پیاوړتیا لیدل کیږي، ټول لوبغاړي د سکاټلینډ د هوا سره اشنا شول او هیله ده چې ښې لاسته راوړنې به ولرو.
د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی وايي چې لوبغاړي په تمرینونو بوخت دي، هر توپ وهونکی لوبغاړی نیم ساعت توپ وهي او هر توپ اچونکی لوبغاړی نیم ساعت توپ اچونه کوي، په همدې ترتیب لوبډله ټوله ورځ په تمرینونو بوخته وي.
په لوبډله کې خالقداد نورې او عزت الله دولتزی تر اوسه نشته، د انګسلستان سفارت لا انګلستان ته د تللو ایجازه نه ده ورکړی.
که خالقداد نوري او عزت الله دولتزی د انټر کانټینل څلور ورځینیو سیالیو ته ونه رسیږي په لوبډله کې به په تیز توپ اچونکو لوبغاړو فشار ډیر وي.