کور / تازه خبرونه / طالبان : په بګرام کی ۶ بهرني استخباراتیان ووژل سول

طالبان : په بګرام کی ۶ بهرني استخباراتیان ووژل سول

طالبان خبر ورکوی چی نن سهار یې د بګرام د هوایی اډې لویدیځ لور ته په درېیمه دروازه کی د خارجی استخباراتی ایجنټانو پر دریو کروزین ډوله موټرو مځکنی ماین وچاوداوه چی له امله یې دوه موټر تباه او پکښی ناست ۶ بهرني استخباراتی ګومارلی ووژل سول .
د یو بل خبر له مخی چی رویټر او طالبانو ورکړ ، نن طالبانو د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ پر مرکز او څو پوستو باندی یوه شدیه او غافلګیره چریکی حمله وکړه چی له امله یې د ولسوالۍ او پوستو تعمیرونه له منځه ولاړل او څلور داخلی او شپږ خارجی عسکر پکښی ووژل سول او دوه طالبان هم له منځه ولاړل او درې نور ټپیان سول .