کور / تازه خبرونه / پکتيکا : پر ګياني ولسوالۍ بريد سوى

پکتيکا : پر ګياني ولسوالۍ بريد سوى

د پکتيکا ولايت پر ګياني ولسوالۍ وسلوالو طالبانو وسلوال بريد کړى . نوموړى بريد نن سهار اته بجې د ګياني ولسوالۍ پر ودانى ترسره سو . د ياد ولايت د والي وياند مخلص افغان ياد بريد تائيدوي او وايي چي لومړى يوه ځانوژونکي د ودانۍ مخي ته ځان والوزاوه چي په وينا يې يوازي دى پکښي ووژل سو ورسته د نورو وسلوالو طالبانو او حکومت تر منځ نښته وسوه چي يوه ساعته يې دوام وکړ چي په پايله کي يې شپږ وسلوال طالبان ووژل سول . نوموړى همدا ډول وايي چي په دې نښته کي د دوى لوري ته کوم زيان نه دئ اوښتى .
بل لور ته د طالبانو وياند ادعا کوي چي په دې بريد کي يې دوه بهرني او شپږ کورني سرتيري وژلي دي .