کور / تازه خبرونه / دفاع وزارت : د ٧ طالبانو د وژلو او ٥ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړ

دفاع وزارت : د ٧ طالبانو د وژلو او ٥ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړ

د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر څخه په په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په تېرو څو ساعتونو کي يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کي اووه تنه وسلوال طالبان وژلي او پنځه تنه نور شکمن کسان يې نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي د ا عمليات د بګرام او ائتلافي ځواکونو د ځانګړو قطعو له لوري د کندهار ولايت په ژيړۍ ، د پکتيکا په زرمت او زابل په شاه جوى ولسواليو کي ترسره سوي دي . په خبرپاڼه کي همدا ډول ويل سوي چي په دې عملياتو کي د ملي اردو دوه سرتيري ژوبل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي .