کور / تازه خبرونه / کورنيو چارو وزارت : د ملاطره خېل په اړه مو کوم ثبوت نه دئ موندلى

کورنيو چارو وزارت : د ملاطره خېل په اړه مو کوم ثبوت نه دئ موندلى

د کورنيو چارو وزارت وايي چي د ملاطره خېل کوچي په اړه مو تر اوسه کوم ثبوت نه دئ موندلى . پر ملاطره خېل باندي د وژل سوو کسانود تور لګولو شاوخوا درې اوونۍ په پوره کېدو دي مګر د نوموړي دوسيه تر اوسه پاى ته نه ده رسېدلې . په ملاطره خېل کوچي باندي تور دئ چي د يوې ترافيکي پيښي وروسته يې امنيتي ساتونکو پر عامو وګړو ډزي کړي چي په پايله کي يې دوه تنه ووژل سول او اووه نور ژوبل سول . خو ملاطره خېل وايي چي په دې وخت کي دى د پيښي په ځاى کي نه بلکي په کوم بل ځاى کي په يوه خبري غونډه کي ؤ . د کورنيو چارو وزارت د څارنوالۍ رئېس تورن جنرال عبدالحليم وايي چي د ملاطره خېل څخه په دې اړه د دوى له لوري هره ورځ پوښتني رواني دي خو تر اوسه يې کوم داسي ثبوت نه دئ موندلى چي له مخي يې د ملاطره خېل موجوديت د پيښي په سيمه کي په کوته کړي .