کور / سپورټي / ننګرهار: هارډ بال کرکټ ټورنمټ مارکوشهرا لوبډلې وګټئ

ننګرهار: هارډ بال کرکټ ټورنمټ مارکوشهرا لوبډلې وګټئ

په ننګرهار کې د هارډ بال ټورنمټ چې پرون یې پای لوبې وي مارکوشهرا لوبډلې شینواري۱۱ ته ماتې ورکړه او ددې ټورنمټ ګټونکي شو.
پرون د ماسپښین ۳:۰۰ بجې پچه شینوارې۱۱ وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، په ۱۷ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ۱۳۱ منډې هدف مارکوشهرا لوبډلې ته وټاکه.
له اوبو څښلو دمې وروسته مارکوشهرا لوبډلې په توپ وهنه پېل وکړ، ټاکلی هدف یې مخالف لوبډلې ته په ۱۴ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوزیدو پوره کړ او ټورنمټ ګټه یې د خپل ځان پسې ولیکله.
د پای لوبې غوره لوبغاړی د مارکوشهرا لوبډلې تکړه لوبغاړی تاج ولي شو چې په ۳۱ توپونو يې ۵۳ منډې وکړي.
د ټول ټورنمټ غوره لوبغاړی هم د همدې لوبډلې تکړه توپ اچونکی شهنواز شو چې په ټول ټورنمنټ کې ۱۳ د مخالفو ډلو لوبغاړي سوزولي و.
پای لوبې ته پرون د دې ولایت لوړپوړي چارواکي او په دې ولایت کې د کرکټ بورډ د امر مسؤل عزیز قرار هم ورغلی و.
د ننګرهار د هارډ بال ټورنمټ مسؤل او اداره کوونکي تاحصیل خان شینواری وايي چې په دې ټورنمټ کې تکړه لوبغاړو خپل استعداد وښوولو، په ننګرهار کې د کرکټ بورډ د مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې په راروانو ولایتي سیالیو کې د ننګرهار لوبډله له تکړه لوبغاړو جوړه کړي.
د ټورنمټ مالي لګښت ډاکټر رحمت ګل شینواري ورکړی و، پرون ښاغلي شینواري په خپل لاس د ټورنمټ ګټونکو لوبډلو،لوبغاړو او نورو مستحقینو ته کپونه ورکړل.