کور / تازه خبرونه / کندهار: د PDC يا ولايتي پرمختيايي غونډه جوړه سوه

کندهار: د PDC يا ولايتي پرمختيايي غونډه جوړه سوه

ياده غونډه نن تر غرمې مخكي د كندهار ولايت مقام د غونډو په تالار كي دکندهار والي پوهنوال ډاکترتوريالى ويسا په مشرى جوړه سوه. په نوموړې غونډه كي د ولايت مقام مرستيال عبدالطيف اشنا د سکتوري ادارو رئيسانو،ديوشمېر باندنيو مرسته کوونکو ادارو استازو هم ګډون کړي وو.

په غونډه كي لمړى د ولسمشر دهغه ځانګړي فرمان سره سم د ټولو دولتي او غيري دولتي ادارو څخه وغوښتل سول ترڅو په خپلو ادارو كي دخپلو توليدنكو توكو څخه استفاده وكړي او د دفترونو هغه لوازم چي دلې جوړيداى سي هغه دي د باندني هيوادو څخه نه واردوي.

په غونډه كي دكندهار ښار وال غلام حيدر حميدي د IRD موسيسې د مسؤلينو څخه غوښتنه وكړه چي په ښار كي دي د خپل سري كارونه څخه ډډه وسي لكه دښار په دوهمه ناحيه كي د كشمش خانو جوړول.
ښاروال حميدي وويل(( موږ په ښار کي کشميش خانو ته نه بلکي سړکونو ،پلونو ، لارو او دې ته ورته نورو د بيا رغوني کارونو ته اړتيا لرو چي بايد زموږ سره يې په ترسره کولو کي مرسته وسي.))

کندهاروالي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا هم د IRD موسيسې د مسؤلينو څخه غوښتنه وکړه او وويل (( ټولي هغه پروژې چي تاسي يې پلى كوى بايد د خلګو د غوښتني او ضرورت پر اساس وي.))

همدا رنګه د نشه يې توكو پرضد د مبارزې رئېس ګل محمد شكران وويل(( مرسته كوونكي اداري بايد يوازي د زراعت رياست سره مرسته ونه كړي دوى بايد د ټولو هغه بزګرانو سره مرسته وكړي چي په سيمه كي يې د كوكنارو د كركيلي څخه لاس اخستى وي.

دكندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا د IRD موسيسې مسؤلينو ته توسعه وكړه چي يوازي د يو شمير كشمش خانو په جوړولو سره د ټولو بزګرانو ستونزي نه هواريږي بلكي دوى د ميوو د ساتلو لپاره عصري COLD STOR ته ضرورت لري چي هغه بايد ورته برابر سي.

د IRD موسيسې مسؤل وويل(( موږ دا هڅه كوو چي ډېر ژر په خپلو کارونه نظم راولو او ددې ورسته به هغه كارونه ترسره كړو چي افغان دولت او ولسي خلګ يې غواړي.
په غونډه كي د ښوونكو او ښوونځيو پرستونزو باندي هم بحث وسو او د ټولو مرسته كوونكو ادارو څخه وغوښتل سول چي په دې برخه كي خپله توجه زياته كړي ترڅو د ښووني او روزني په برخه كي يو ښه او اساسي ګام پورته سي.
د غونډي په پاى کي کندهاروالي پوهنوال ډاکتر توريالى ويسا د ټولو سکتوري ادارو د رئيسانو او مرسته کوونکو ادارو د مسئولينو څخه وغوښتل او وويل(( هر څوک چي کومه پروژه لري هغه بايد د PDC يا ولايتي پرمختيايي غونډه کي مطرح كړي .))