کور / تازه خبرونه / کندهار : ١٢٠ ګونۍ المونيم نايټريټ نيول سوي

کندهار : ١٢٠ ګونۍ المونيم نايټريټ نيول سوي

دکندهار ولايت د دامان ولسوالۍ د ترنک په سيمه کي تېره ورځ د پوليسو له لوري ١٢٠ ګونۍ د المونيم نايترېت په نامه کيمياوي مواد چي په دوو تراکتوورونو کي ځاى پر ځاى سوي ول د امنيتي پوليسو له لوري ونيول سول . د دامان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد رسول د يادو کيمياوي موادو نيول تائيدوي او وايي چي ياد کيمياو ي توکي د بلوچستان ايالت د چمن ښارګوټي څخه د کندهار پر لور د کوچيانو له لوري په دې موخه وړل کېدل چي په چاودېدونکو توکو کي ورڅخه کار واخلي د دوى د امنيتي کسانو له لوري ونيول سول . نوموړي همدا ډول وويل چي د دې توکو سره د تړاو په تور يې په تراکتورونو کي ناست کسان نيولي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې ډول موادو په دې وروستيو کي د حکومت له لوري بنديز لګول سوى دئ . د حکومت په وينا چي د دې توکو څخه په چاودونو کي کار اخستل کيږي .