کور / تازه خبرونه / هلمند : د ايساف يوې الوتکي بېړنۍ ناسته وکړه

هلمند : د ايساف يوې الوتکي بېړنۍ ناسته وکړه

د هلمند ولايت په ګريشګ ولسوالۍ کي د ايساف ځواکونو يوې نظامي الوتکي د نظامي مرکز د يو برج سره د ټکرېدو وروسته بېړنۍ ناسته کړې ده . خو د طالبان بيا ادعا کوي چي ياد الوتکه د دوى له لوري راغورځول سوېده . د هلمند د والي وياند داود احمدي د يادي الوتکي رالوېدل تائيدوي او وايي چي د نوموړي الوتکي د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې ده . نوموړى وايي چي د الوتکي د عملې څخه يو تن ژوبل سوى او نور کوم زيان نه دئ ور اوښتى . د ايساف ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړي الوتکي نن سهار شاوخوا ٠٤:٣٠ بجې هغه وخت بېړنۍ ناسته وکړه چي کله يې و پوليسو ته د اکمالاتي توکي لېږدول . نوموړې سرچينه همدا ډول وايي چي په الوتکه څلور نپره سپرلي موجود ول خو هيچاته پکښي کوم زيان نه دئ اوښتى . بل لور ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د يادي الوتکي راغورځول د دوى د ملګرو کار بولي او وايي چي په الوتکه کي سپاره ټول کسان يې وژلي .
د يادوني وړ ده چي تېره اوونۍ هم په پنجوايي کي د ناټو په وينا چي الوتکي يې بېړنۍ ناسته کړې خو وروسته يې بيا ومنله چي ياده الوتکه د طالبانو له لوري راغورځول سوې وه .