کور / تازه خبرونه / د ملکي کسانو مرګ ژوبله ٣١ فيصده ډېره سوې ده

د ملکي کسانو مرګ ژوبله ٣١ فيصده ډېره سوې ده

د ملګرو ملتونو د يوناما ادارې ويلې په روان کال کي د ملکي کسانو مرګ ژوبله ٣١ فيصده زياته سوې ده.
د يوناما ادارې پر په جنګ کي ښکېلو غاړو ږغ کړئ چي د ملکي کسانو ژوند ته کلکه پاملرنه وکړي. راپور وايي د تېر کال په نسبت د طالبانو په ماينونو او د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کي د ولسي وګړو په مړينه کي ډېر زياتوب راغلى چي اکثره قربانيان يې کوچنيان او ښځي دي.
بلي خوا ته د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو د دې راپور پخلى او ملاتړ کړئ او پر طالبانو يې ږغ کړئ چي خپلو اهدافو ته د رسېدو په خاطر له سياسي لارو چارو کار واخلي.
د ولسمشر کرزي وياند وحيدعمر نن ماپښين خبريالانو ته وويل چي طالبان دي د هغو کړيو چي په غوښتنه د ملکي کسانو له وژني لاس واخلي چي په افغانستان کي سوله اوثبات نه غواړي.