کور / تازه خبرونه / دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

پنتاګون اعلان وکړ چی وړمه ورځ د افغانستان په « اختر محمد خان » کی طالبانو یو امریکایی عسکر وویشت او ځای پر ځای یې ووژﺉ ( خو واضح یې نه کړه چی اختر محمد خان د کوم ولایت مربوط دی ) . پنتاګون زیاتوی چی یو بل امریکایی عسکر وړمه ورځ طالبانو د کندهار په ژړۍ ولسوالي کی د مخامخ جنګ په ترڅ کی وویشت او وروسته د زخمونو څخه مړ سو .
په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۲۲۱ ته ورسېدل چی ۷ یې د اګسټ په روانو لسو ورځو کی وژل سوي دي .