کور / تازه خبرونه / ولسمشر حامد کرزي اوباما ته ليک استولى

ولسمشر حامد کرزي اوباما ته ليک استولى

افغان ولسمشر حامد کرزي د يو ليک له لاري د اوباما څخه غوښتي چي د ترهګرۍ په وړاندي د مبارزې په ستراتيژي کي د سره غور وکړي . يوې باوري سرچينې چي نه يې غوښتل نوم يې خپور سي وويل چي دغه ليک د رواني اوونۍ په پيل کي استول سوى . د يادي سرچينې په حواله په ياد ليک کي د نورو خبرو تر څنګ په فوځي عملياتو کي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي د مخنيوي په اړه ټينګار سوى دئ . د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر هم د ياد ليک د استولو پخلى کوي او وايي چي د دې ليک په اړه به تفصيلات وروسته رسنيو ته ور کړل سي .