کور / تازه خبرونه / نن يو ځل بيا يو زورور سيلاب د دوکلام دواړه خواوې وځپلې

نن يو ځل بيا يو زورور سيلاب د دوکلام دواړه خواوې وځپلې

نن سې شنبه څلورنيمې بجې شا وخوايوبل زورور سيلاب په کونړ کي د لراوبر دواړه خواوې وروسته له هغه په بشپړه توگه تخريب کړې، چې د پل برنۍ برخه له لرګو او لويو ډبرو ډکه شوه. که څه هم دا لومړنى سيلاب نه دى چي په ياده سميه کي سخت مالي زيانونه اړوي بلکي تيره اونۍ هم همداسي يو زورو سيلاب ياده سميه ځپلي وه.
هيره دي نه وي چي د نن ورځي سيلاب د دوکلام پله دواړه خواوي په بشپړه توګه تخريب او له منځه وړي دي چي په لسګونو دوکانونو او دهستوګنې کورونوسربېره يې جوماتونه هوټلې او p.c.o گانې هم له نشت سره برابرې کړې.
په همدې توگه د دوکلآم پل چې لراوبر سره دواړه لوري سره نښلوي اوس د خوړ په منځ کې واقع او تگ راتگ پرې امکان نه لري چې د سيمې هستوگن يې له گڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخ کړي اوکه چېرې ځايي چارواکي اوخيريه ټيمونه په خپل وخت سيمې ته ونه رسېږي امکان لري چې ستونزې يې د وه برابره شي.