کور / تازه خبرونه / پولینډی پوځیان د تفریح په خاطر کورونه چاودوی

پولینډی پوځیان د تفریح په خاطر کورونه چاودوی

پولینډی خبری شبکه ( دِ نیوز ) راپور ورکوی چی په افغانستان کی پولینډی پوځیان د خپلو ساعتیریو لپاره د خلکو کورونه په چاودېدونکو موادو سره الوزوی . د دې کړنو یوه صحنه یو خبریال ثبت کړې ده او هغه وایی چی پولینډیان کله کله د تفریح او لوبو په خاطر د افغانانو کورونه په دې ډول لوټی لوټی کوی .
دغسی کړنی د جنیوا د کنوانسیون له مخی په کلکه بند دی . یو پولیندي متقاعد جنرال وویل چی هغه چاودېدونکي مواد چی د دغسی کورونو د ورانولو لپاره استعمالیږی ، ډیر ګران دي او باید ضایع نسی . د سور صلیب او بشری حقوقو څانګو دغه اعمال په کلکه غندلي دي .
پولیند په افغانستان کی ۲۶۰۰ پوځیان لری .