کور / تازه خبرونه / هلمند:ناټو د طالبانو د مهيم قومندان د نيولو ادعا کوي

هلمند:ناټو د طالبانو د مهيم قومندان د نيولو ادعا کوي

د ناټو لخوا لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي نن سهار وختي د هلمند په نهري سراج کي د طالبانو يو مهيم سيمه ايز قومندان چي د ناټو په وينا د ۱۰۰ نفرو مشري يې کوله د عملياتو په ترڅ کي نيول سوی دی ، په خبرپاڼه کي راغلي چي د ناټو پوځونو ددې کس د نيولو لپاره ټول کلی کلابند کړ ، په لوډسفيکرونو کي يې د عامو خلکو څخه دکورونو څخه د وتلو غوښتنه وکړه او وروسته يې د طالبانو دغه قومندان د خبرپاڼي له مخي د پاکستانۍ روپيو او مجلو سره يو ځای نيولی دی .

په خبرپاڼه کي د نيول سوي قومندان نوم نه دی څرګند سوی ، خو ناټو يې په اړه خوښي څرګنده کړې ده ، دا په داسي حال کي ده چي نن په دې ولايت کي د پوليسو پر يو رينجر موټر باندي د طالبانو لخوا ښخ سوی موټر ور برابر سو چي په موټر کي سپرو پوليسو ته يې مرګ ژوبله واړوله .