کور / تازه خبرونه / برازيل : يو اېرانى د ١١ کسانو د وژلو د امر ورکولو په تور نيول سوى

برازيل : يو اېرانى د ١١ کسانو د وژلو د امر ورکولو په تور نيول سوى

په برازيل کي يو اېرانى په تېرو څو کلونو کي د يوولسو تنو د وژل کېدو د امر ور کولو په تور نيول سوى دئ . نوموړى کس فرهاد مارويزى نوميږي چي د برازيل په شمال ختيځ کي نيول سوى دئ او چارواکو تورن کړى چي د يوې جنايتکاري ډلي مشري يې کوله چي په غيرقانوني ډول يې الکترونيکي توکي قاچاقول . امنيتي چارواکي وايي چي نوموړى همدا ډول د يوولسو کسانو د وژني په امر هم تورن دئ او ګمان کيږي چي نوموړي ، ياد کسان له دې امله وژلي وي چي د ده د ډلي پټ رازونه رسوا نه کړي . همدا ډول چارواکي وايي چي د نوموړي سره يې دوه تنه پوليس هم چي ګمان کيږي د د ده سره يې د يادو کسانو په وژنه کي مرسته کول نيولي دي .