کور / تازه خبرونه / د څرخي پله د زندان څخه ١٤ تنه بنديان خوشي سول

د څرخي پله د زندان څخه ١٤ تنه بنديان خوشي سول

د څرخي پله د زندان څخه څوارلس تنه بنديان چي په بېلابيلو جرمونو تورن ول نن سهار خوشي سول . لوى څارنوال محمد اسحق الکو نن په کابل کي خبريالانو ته وويل چي ياد بنديان لومړى په پروان او بيا د څرخي پله په زندان کي بنديان ول چي د سولي د ملي مشورتي جرګې د غوښتتنه سره سم د بنديانو د دوسيو د څېړلو کمېسيون په هڅو له بنده خوشي سول . نوموړي د خوشي سوو بنديانو څخه وغوښته چي عام ژوند پيل کړي او نور د دا ډول کړنو څخه لاس په سر سي .
د يادوني وړ ده چي تېره اووني هم شل تنه بنديان د نوموړي کمېسيون د اصولو سره سم د بګرام د زندان څخه خوشي سوي ول .