د انګلستان د دفاع وزارت لږ شېبه مخکي اعلان وکړ چي یو انګریز عسکر د خپلو هغو زخمونو څخه مړ سو چي یوه اوونۍ مخکي د هلمند په نهرسراج کښي طالبانو ویشتلئ و . دا د برتانوي پوځ ۳۳۱م پوځي دئ چي خپل آرام ژوند په نا آرام مرګ سره بدلوي .
د یو بل خبر له مخي چي د اسټرالیا « ۳ ـ نیوز » شبکې ورکړ ، ویل کیږي چي نن د کندهار ولایت په شمال کښي د خاصو ځواکونو یو افسر د طالبانو لخوا وویشتل سو او وروسته د زخمونو څخه مړ سو . دا اتلسم اسټرالیایي پوځي دئ چي په افغانستان کښي یې خوږ ژوند په تریخ مرګ سره اوړي .