کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / له ژوند سره لوبې مه کوئ (غوث الدين فروتن)

له ژوند سره لوبې مه کوئ (غوث الدين فروتن)

 


زه له پرونه (جمعه) راهيسې د کندوز د ملکي روغتون په جراحي وارډ کې بستر شوی يم، ما ته مخامخ د مصطفی په نوم يو ځوان له پرون غرمې راهيسې بستر دی، دواړه پښې يې پلستر شوي، له پرونه راهيسې بې هوښه دی او د اکسيجن له لارې ژورې ژورې ساه ګانې اخلي.


ددې ځوان مور له پرون راهيسې ځي او راځي، دې ځوان ته ودريږي په چيغو چيغو وژاړي بيا يې د وارډ موظف ډاکټر له وارډه وباسي، خو دا غريبه لومړی ډاکټر ته زارۍ وکړي چې له خپل زوی سره يې پرېږدي خو کله چې يې ډاکټر ونه مني او ورته ووايي چې دلته نور ډاکټران له ناروغانو ليدنه کوي او ته بايد هرو مرو بهر ته ووځې، بيا نو زړه نازړه روانه شي او خپل زوی ته تر شا شا ګوري.



تېره شپه لس بجې زما اپريشن وشو او تر سهاره ويښ وم. نژدې دوه بجې وې چې همدا مور بيا د خپل زوی ليدو ته راغله او د زوی سر ته ودرېده، په تندي، سترګو او پښو به يې ښکل کړ. زويه بلا دې واخلم، ستا سترګې قربان شم بچيه، ستا په پښو کې ومرم زويه او…….  په سلګو سلګو کې او په ژړغوني اواز يې همدا نارې وهلې. د دې مور ژړا دومره دردوونکي چې ما هم ورسره وژړل او کله چې د پېشلمي په وخت کې د ناروغانو پيوازان وارډ ته راننوتل نو هغوی هم ورسره اوښکې توی کړې.


ما ورته وويل چې مورې مه ژاړه د خدای ج دربار ډېر لوی دی، له خدايه مرسته وغواړه او ناهيلې کېږه مه. مور په ژړغوني اواز راته وويل: هی زويه ته څه خبر يې چې دا څنګه هلک و، له ماشومتوبه تر اوسه يې ما کومه بدي نه ده ليدلې، چې له کوره به وتو هم له ما به يې اجازه اخيسته خو اوس……


کله چې مې وروسته د ناروغ له پلاره د هغه د زوی د ټپي کېدو علت وپوښت. هغه راته ټوله کيسه وکړه چې نور يې هم ودردولم. پلار يې ويل چې زموږ خلک د ژوند په ارزښت نه پوهيږي، هيڅ قدر يې نه کوي او له ژوند سره لوبې کوي.


هغه ويل چې زما زما زوی د خان اباد په سړک په موټر سيکل سپور وو له شا يې بل ملګری په فلنګ کوچ ګاډي کې ورپسې را روان او کله چې زما زوی ته رارسيدلې نو د ټوکو او ساعت تيري په ډول يې موټر پرې ورکاټ کړی دی او له دې سره موټر بې کنټروله شوی او زما يې وهلی دی. د مصطفی پلار ويل چې له ټکر وروسته د موټر د ډېر سرعت له امله زما زوی تر څو مترو پورې همدې موټر له ځانه سره کش کړی دی.


پلار يې ويل چې که موټر چلوونکی د ژوند په اهميت پوهېدلی او داسې لوبه يې کولې نو اوس به زما د زوی دا حال نه و.


له دې ليکنې څخه مې يوه موخه دا وه چې بايد د ژوند قدر وکړو او د خدای ج ددې لوی نعمت شکر ادا کړو. موټر سيکل، موټر او نور عراده جات بايد د لوبو شی ونه ګڼو او له خپل ژوند سره لوبې ونکړو.


بله دا چې د دې ځوان د دردېدلې او کړېدلې مور په خاطر د هغې زوی ته دعا وکړئ خو اوس مازيګر يې د تره زوی راغی او ويل يې چې مصطفی وفات شو. راځي په ګډه سره دعا وکړو چې خدای ج دې ددې ځوان شهادت قبول، مور او ټولې کورنۍ ته دې جميل صبر او عظيم اجر ورکړئ.


خدای ج دې زموږ هېوادوالو ته د ژوند په ارزښت د پوهېدو ځواک ورکړي او خدای ج دې په راتلونکي کې له داسې پېښو وساتي امين.


د لراوبر يادونه :


ددرنو لوستونکو د ډاډ لپاره بايد زياته کړو چي ښاغلي فروتن په هغه شخصي برېښناليک کي چي ددې ليکني سره يې لراوبر ته لېږلی په روغتون کي د ځان د بستر کېدو لامل ( اپينډيساټس) يا په عامه اصطلاح پنډيسي ښوولی دی ،  بيا هم دې ځوان ليکوال او فرهنګپال ته د زړه له کومي دعا کوو چي د پوره روغتيا سره ډير ژر له روغتونه رخصت سي .