کور / تازه خبرونه / د افسر په ګډون د ملې پوځ څلور سرتيرې چاودنې ټپيان کړل

د افسر په ګډون د ملې پوځ څلور سرتيرې چاودنې ټپيان کړل

دبغلان ولايت دامنيت يوتن امردنوم دنه ښوولو په شرط لراوبرته ومنله چې پرون د اګست پر ١٤ مه لس بجې دبغلان کهنه اوبغلان جديدترمنځ سېمه کې دملې پوځ يوعراده ګاډې دوسلوالوطالبانولخوا دريموټ کنټرول ماين ښکارشو، چې په پايله کې دملې پوځ ديوافسرپه ګډون څلورنورټپيان شول. خودوسلوالوطالبانو وياندذبيح الله مجاهد دبريد دمسووليت منلوترڅنګ ادعاء کوي چې په ياده پيښه کې 4 تنه عسکروژلې او3 نورېې ټپيان کړيدي. همدارنګه سرچينه زياتوي چې دبغلان کندوزپه لويه لاره دګرداب اوجرخشک په سېمه کې دصفر5 کنډک يوعراده موټر داوښتوله امله دوه تنه عسکر ټپيان شول چې يوتن ټپې دسختوټپونو له کبله بيا په روغتون کې ساه ورکړاوهمدغه رازسرچينه زياتوې چې دبهرنيوځواکونوپه تيلوباريوعراده ټانکرپه همدغه سېمه کې تخريب شوي خوپه کندوزميشت بهرنيوځواکونولاتراوسه په دي اړه خپل نِظرندي څرګندکړي ، خووسلوال طالبان بيا واېې چې دوي دبهرنيو ځواکونو پراکمالاتې کاروان په ګرداب کې ترسره کړې ددغې ډلې يوتن وياند ذبيح الله مجاهد لروبرته ويلې چې په دغه بريد کې دوه دتيلوټانکرونودويجاړيدوترڅنګ ګن شمير ساتونکې وزلې يا ټپيان کړي دي. سربيره پردې وسلوالو طالبانو نن يوه بجه دکندوزعلي اباد ولسوالۍ په ودانۍ بريد وکړچې دکندوز دامنيت امرسمنوال عبدالرحمن اقتاش په خبره( دغه بريد نيم ساعت دوام درلوده چې وروسته دپوليسولخوا په شاه وتمبول شو،ددغه بريد په پايله دهغه په وينا دجرمونوسره دمبارزې يوتن مدير عبدالزميل ووژل شومګر اقتاش د دولت مخالفينوته دوراوښتې زيان په اړه دمګړې څه ونه ويل. خودعلې ابادولسوالۍ امنيه قومندان عبدالمنان بياددوه وسلوالوطالبانودوزلوخبره کوي.