کور / تازه خبرونه / هرات : يو تن د وسلو سره ونيول سو

هرات : يو تن د وسلو سره ونيول سو

په هرات ولايت کي يو تن چي په وسله سمبال ؤ د امنيتي ځواکونو له لوري نيول سوى . نوموړى کس د هرات ولايت په غرب د انجيل په ولسوالۍ کي تېره شپه نيول سوى . د هرات ولايت د ا منيه قوماندان وياند نورخان نېکزاد د ياد کس نيول تائيدوي او وايي چي نوموړى يې د تلاښي په وخت کي د يو لړ وسلو ، چاودېدونکو توکو او يو رسمي يونيفورم سره نيولى . نوموړى وايي چي د نيول سوي کس څخه تحقيقات روان دي تر څو ورڅخه نور معلومات په لاس راسي .