کور / تازه خبرونه / غزنى : د ٤ ماين ښخوونکو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

غزنى : د ٤ ماين ښخوونکو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د غزني ولايت د واغظ ولسوالۍ په سيد ولي سيمه کي د ايساف ځواکونو په بمبار کي د څلور تنو ماين ښخوونکو د وژل کېدو خبر ورکړل سو . د غزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خيال باز شېرزى ياده پېښه تائيدوي او وايي چي دغه کسان تېره ورځ وژل سوي دي .
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم د خپلو څلورو ملګرو د وژل کېدو خبره تائيدوي او وايي چي نورو ملګرو يې په د قره باغ په ولسوالۍ کي د ملي اردو يو ټانګ موټر له منځه وړى دئ .