کور / تازه خبرونه / پر څلورو بېلابېلو انتخاباتي دفترونو بمي بريدونه شوي

پر څلورو بېلابېلو انتخاباتي دفترونو بمي بريدونه شوي

د سهيلي پښتونخوا د مستونګ په سيمه کښې د دوو خپلواکو کانديدانو انتخابي دفترونه په بم چاودنه کښې والوزول شول  خو پدې پېښه کښې کوم چاته د سر زيان ندۍ اوښتۍ ، د پوليسو د وينا تر مخه چاودنه په مستونګ ښار کښې دتېره ورځ ه د اغا فيصل داود او مير مجيب الرحمان د ګډ انتخابي دفتر ومخته وشوه ، په چاودنه کښې د انتخابي دفتر ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده او شاوخوا ودانيو ته هم زيان رسيدلۍ دى ، پوليس پدغه هکله نورې پلټنې کوي.
 


بله خوا په خضدار ښار كښې دانتخابى دفتر ومخته بم چاودنه كښې دپنځو خبريالانو په شمول 13 تنه ژوبل شول دپوليسو دوينا ترمخه چاودنه پراّزادى څلور لارې باندې دانتخابى دفتر ومخته وشوه پدغه ځاۍ كښې  دقومي اسمبلۍ لپاره خپلواك كانديد محمد عثمان او دصوبائى  اسمبلۍ كانديد سردار اسلم بزنجوګډدفتردى او دپېښه هغه محال رامنځته شوى چې كله د لږ ځنډ وروسته كانديدانو مطبوعاتي كنفرانس د وېنا لپاره چمتوالۍ نيولۍ د قومي اسمبلۍ كانديد عثمان ايډو كيټ تورلګولۍ دى چې پدغه كاركښې د استخباراتي شبكو لاس كيدلې شي ولې چې د پلويانو د نيولو لپاره يې هڅې روانې او ودته په خپله هم ګواښونه كيږي.