کور / تازه خبرونه / کابل : په شمال کی د نفتو لوی کان کشف سو

کابل : په شمال کی د نفتو لوی کان کشف سو

رویټر د کابل د معادنو وزارت په حواله خبر ورکوی چی افغانی او خارجی کارپوهانو د هېواد په شمال کی ستره نفتی زېرمه کشف کړې چی ښایی ۱٬۸ بلیونه بیرله تیل ولری . دا نفتی ساحه د بلخ او شبرغان تر منځ کشف سوې او ویل کیږی چی تېل به یې د بلیونونو ډالرو ارزښت ولری .
مخکی هم د امریکا د دفاع وزارت د ۱ ـ ۳ بلیونو ډالرو په ارزښت د مختلفو کانی موادو د کشفېدو خبر ورکړی و . خو دغه تازه کشف به افغانستان ته نور اهمیت هم وبخښی او ښایی استخراج یې څو کاله وروسته ( د امنیت د سمون په نتیجه کی ) پیل سی .