کور / تازه خبرونه / د ملکی تلفاتو په اړه د طالبانو د ویاند سپارښتنی

د ملکی تلفاتو په اړه د طالبانو د ویاند سپارښتنی

د ملکی تلفاتو په هکله لر او بر ته د طالبانو د ویاند لاندینۍ سپارښتنی را رسېدلي چی متن یې دا دی :

دملکي تلفاتود څيړنې په اړه داسلامي امارت دویندوي سپارښتنې
دافغانستان دروان بحران داړوندو موضوعاتو له جملې څخه یوه هم دملکي زیانونو حساسه مسئله ده چې په بیابیا په نړیوالومطبوعاتو کې راپورته کیږي اوترډیره بشری حقوقو او انساني کرامت ته دژمنتیا په ځای دلویدیځو رسنیو لپاره دیوې تبلیغاتي سوژې کارترینه اخیستل کیږي په دې وروستیو کې سره له دې چې دبهرنیو ځواکونوپه ړندو فایرونواو بمباریوکې دولسي مرګ ژوبلو کچه خپل وروستي حدته رسیدلې بیاهم بیلابیلې غربي رسمي اونارسمي ادارې ددې موضوع په اړه ناسم او یوطرفه راپورونه خپروي اوپه یواړخیزه توګه ;کوښښ کوي چي دملکي تلفاتو اصلي عامیلینو ته برآت ورکړي ،دبشري حقوقواونوروسازمانونو دداډول یوجانبه راپورونوپه تعقیب څو ورځې وړاندې په کابل کې دملګرو ملتونو استازي دفتر(یوناما)هم په دې اړه یوراپورخپور کړ او په بېساري توګه یې دمطلق اکثریت ملکي زیانونو پړه داسلامی امارت دمجاهدینوپه اوږه ورواچوله .
څرنګه چې دملکي زیانونو دمهمې مسئلې اړونددنړیوالو ادارو داډول یوجانبه راپورونو او څیړنوپه افغانستان کې بهرني ځواکونه نورهم دملکي افغانانو په وژلو او زورولو کې زړورکړي اود غمیزي دکمیدو پر ځای یې شدت اختیارکړی ،دافغانستان اسلامي امارت په دې اړوند دهراړخیزسپيناوي او حقائقو درابرسیره کولو لپاره لاندې مادې وړاندیزوي .
۱: داسلامي كانفرانس ، ملګرو ملتونو اودبشر دحقوقودکمیټې باصلاحيته غړیواو داسلامي امارت دمجاهدینو او بهرنیو ځواکونوداستازوپه ګډون دې یوداسې کمیسیون تشکیل شي چې دافغانستان په لراوبرکې دملکي تلفاتو په اړه بشپړاو دقیق تحقیقات وکړي .
۲ : دغه کمیسیون ته دې وخت ورکړل شي چې ټولو متاثرو سیموته ورشي ،اغیزمن ملکي افغانان له نږدې وویني ترڅو دټولو پیښو په اړه دقیق جزیات راټول کړي اوپه بې پرې ډول یې اعلان کي .
۳: که چیرې دملګروملتونو سازمان او نورې نړیوالې ادارې دیوې بې طرفه او رښتیني څيړنې دترسره کولو لپاره داسلامي امارت دغه وړاندیزته هم اعتناء نه کوي نودابه دامعنا ولري چې یادسازمانونه دملکي افغانانو لپاره هیڅ بشري حق هم په رسمیت نه پیژني او نه یې دحال اخیستلو نیت لري او له بیابیا خپریدونکو غیرواقعي راپورونو څخه یوازې دلویواوتمویلونکوقووتونوپه پلوی تبلیغاتي ګټه اخیستل کیږي اوپه لوی لاس دافغانستان مظلوم ولس نورهم داورسوزونکي بټۍ ته ور ټیل وهل کیږي اوقاتیلینوته یې لازیات جرات ورکول کیږي .
که چیرې دملګروملتونو سازمان او نور اړوند اړخونو دملکي زیانونودحساسې موضوع رښتیني ارزونې ته ژمن وي هیله ده داسلامی امارت ددې وړاندیز په اړه خپل مثبت غبرګون وښیي کنه په دې برخه کې به دلاویجاړیدونکي حالت مسؤلیت هم ددوی په غاړه وي .
والسلام
دافغانستان داسلامي امارت ویندوي
ذبيح الله مجاهد
۱۴۳۱/۹/۳- ۱۵ ـ ۲۰۱۰/۸/