کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کې ملت جوړونه

په افغانستان کې ملت جوړونه

ملت جوړونه یوه داسې مسله ده، چې ټول ورسره دلچسپي لري، خو په مفاهیمو او پوهېدو کې یې توپیرونه شته دی .

ملت یوې داسې ټولنې ته ویل کېږي چې اوسېدونکي یې د یوې ځانګړې جغرافیې دننه د یو واحد دولت تر کنټرول لاندې په یوه داسې سیاسي ټولنه کې ژوند کوي، چې په ګټو او زیان کې ګډ وي؛ او شریک ارزښتونه ولري او ویې وپالي . په ملت جوړونه کې دولتونه،؛ ولسونه او خلک سره یو ځای کوي او په داسې ډول ترې یو ملت جوړوي، چې په اوږده موده کې ددغه هیواد د ثبات سبب شي . په ملت جوړونه کې ټولنیزه هماهنګي او اقتصادي وده ډېر مهم ګڼل کېږي .

پخوا یې د ملت متشکله عناصر یوه قومي او نژادي منشه، شریک مذهب، ګډه ژبه، شریک کلتور، واحده جغرافیه او شریک تاریخ ګڼل، چې دا ټول په يو وخت کې نه پخوا او نه اوس د نړۍ په ملتونو کې پیدا کېدای شي، خو هر یو یې تر یوه حده رول لري .

که دا ټول عناصر حتمي وي، نو ممکن په نړۍ کې ډېر کم ملتونه موجود وي . د نړۍ له نژدې ۲۰۰ هیوادونو په یو کې هم یوازې یو قام ژوند نه کوي،همدا راز په دغو ۲۰۰ هیوادونو کې یوازې ۱۳ هیوادونه دي، چې یوازې یوه ژبه پکې ویل کېږي او یوازې په یوه کوچني هیواد کې چې یوه جزیره ده یوازې یو مذهب لري او په نورو ټولو هیوادونو کې تر یوه د زیاتو قومونو او ژبو خلک او د بېلابېلو مذهبونو پیروان ژوند کوي . کلتور، تاریخ او جغرافیه هم د تاریخ په اوږدو کې بدل شوي او حتمي نه ده چې یو څوک پخوا په کومه جغرافیه کې اوسېدلى، نو اوس دې هم ضرور یو ځای شي، تاریخي پیښې هم بدلېدونکي دي، ځینې وختونه یوه تاریخي پېښه یوه ملت ته حماسه؛ خو عین پېښه ورته بل وخت عار ښکاري . له بلې خوا زیاتره هیوادونه د بېلابېلو کلتورونو له مجموعې نه جوړ شوي دي او کلتوري رنګارنګي د ملت جوړونې په وړاندې نه؛ بلکې په ګټه یې ده. له دې نه معلومېږي، چې د ملت جوړونې جوړونکي عناصر ثابت نه و او نه دي او د هر هیواد د ځانګړو شرایطو، جوړښتونو او مقتضیاتو سره سم ټاکل کېږي .

په یو ځانګړي عنصر پورې ډېر نښتل مشکل نه حلوي، بلکې لا یې زیاتوي . د ملت جوړونې اساسي عناصر اوس زیاتره دادي : یوه واحده جغرافیه کې یو واحد دولت، یوه راټولوونکې ملي عقیده یا ایډیالوژي، او ګډې اقتصادي ګټې .

افغانان ډېر مشترکات لري او باید د مشترکاتو په تقویه کولو پسې وګرځي او. د یو بریالي ملت ـ دولت (Nation-state) ټينګولو ته چې له پخوا جوړ دی؛ مټې راونغاړي. موږ ګډ تاریخ لرو او له زرونو کلونو راهیسي زیاتره د ګډ سرنوشت خاوندان وو. طبیعي جغرافیه مو هم کله تر دې اوسنۍ پراخه او کله همدا ډول شوې، خو د زیاترو تاریخي افتخاراتو مرکز همدا سیمې وې، چې اوس د افغانستان په چوکاټ کې شاملې دي . په افغانستان کې د ورونو تر منځ ځېنې ګیلې ګوذارې شته، چې دا طبیعي دي . باید دغو ټولو ته په پوره غور، سړه سینه او مسولانه ډول غوږ ونیول شي، او ورته عادلانه او معقولې د اواري لارې ولټول شي .

تر ټولو مهم عنصر چې موږ د یو واحد ملت په شان راټولوي، هغه د اسلام سپیڅلی دین دی، چې کابو ټول افغانان مسلمانان دي . ګډ کلتوري ارزښتونه هم د افغانانو تر منځ مشترک دي، ټول افغانان باناموسه، میلمه پال، د بیوزلو ملګري، زړور او قانع خلک دي . د ژبو رنګارنګي د بشري کلتورونو په باغ کې د ښکلو ګلانو شتوالى دی . مهاجرتونو او په نوو فرصتونو پسې د انسانانو د منډو ترړو په نتیجه کې دا ناممکنه شوې ده چې په یوه خاوره کې دې اوسیدونکي ټول د یوه قام غړي او یا یوې ژبې ویونکي واوسېږي . دا نه ضرور ده او نه ګټوره، چې قومي عنصر ته د تقدس په سترګه وکتل شي او د ځان د شریف او دبل د نه شریف ثابتولو ببولالې تودې شي . انسانان د پیدایښت له مخې ټول یوه منشه لري او زموږ په دین کې، خو موږ ټول له بابا آدم نه او بابا آدم له خاورو پیدا شوی دی . انسان ته کرامت ورکړل شوی او په دې کرامت کې کوم محدودیت نه دی ښودل شوی . هغه بېله خبره ده چې د خدای په وړاندې غوره والی په تقوا کې دی . ددې خبرې ژور مفهوم هم دا راوځي چې د خدای له وېرې د هغه له بنده ګانو سره مینه او د هغوی خدمت وشي. د انساني کرامت عمومیت ته نور بشریت په شلمه پیړې کې ورسېد او ایله په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو دبشر د حقوقو اعلامیې په لومړۍ ماده کې راغلل چې انسانان په شرافت او کرامت کې مساوي دي . زموږ معنوي ملت جوړونه د ملي هویت او ملي ایډیالوژۍ مسله ده. موږ باید د ملي هویت ټینګولو ته پام وکړو او د اسلام لوړ ارزښتونه، عالي میراثونه له خپلو تاریخي ویاړونو سره یوځای او خپل ملي هویت ژوندی وساتو او پیاوړی یې کړو. موږ ته ضرور ده چې د افغانستان او افغان په نوم ټینګ او راټول شو او اسلام خپل معنوي هویت وګڼو. ځینې کسان د افغان هویت یوازې په پښتون پورې منحصروي، خو دا کسان یا د ناپوهۍ او یا د غرض له مخې دا کار کوي . د نړۍ په مخ ټول هیوادونه له یوه شي نه خپل نوم اخلي . د امریکا په باب یو نظر دادی چې د یو شخص له نوم نه اخيستل شوی دی او په دغومره ګڼ نفوسه او ټولنیز ډول مغلق هیواد کې پرې توافق راغلی چې ملي هویت یې امریکايي شي، نو موږ څه ستونزه لرو؟.

موږ نه شو کولای تردې هویت ښه بدیل پیدا کړو چې نژدې سل فیصده خلک مو پرې موافق دي . خپل ملي اتلان باید ونمانځو، هر څوک ملي اتلان لري او نمانځي یې، که څه هم هغه نورو ته اتلان نه وي، خو لا هم بشریت د تکامل دې مرحلې ته نه دی رسېدلی، چې دغسې ویاړنې او نمانځنې ونه کړي . دا که سمبولیکې هم وي، خو ملت پرې روحیه اخلي او پرې راټولېږي. د ګډ کلتور مشترکات هم موږ ساتلی او ښه ځلولای شو.

موږ د ملي هویت د ټینګولو لپاره ضرورت لرو چې له نړۍ او خپلو ورونو ګاونډیانو سره هم ځینې پولې او حدود وټاکو او د خپل مستقل تشخص او پېژندنې سرحدونه ورسره معلوم کړو. زموږ ملي اتلان، تاریخي ویاړونه او ملي حماسې باید تر دوی توپیر ولري . دا سمه ده چې د سیمې او اسلامي نړۍ په کچه به د نورو هیوادونو سره هم زموږ ځینې مشترکات موجود وي، خو په دې کې به د حمزه شینواري دا وینا خپل لارښود ګڼو چې که د هیوادونواو ملتونو د یووالي ځنځیر جوړېږي، نو باید زموږ کړۍ پکې معلومه وي .

له نورو څخه د پېژندلو یوه مسله ملي ټرمینالوژي هم کېدای شي . متاسفانه په افغانستان کې ملي ټرمینالوژي په رسمي ډول نه ده تعریف شوې، خو د ولس او خلکو په منځ کې ځینې کلیمې شته چې د هغوپر ځای نورې کارول خلک له حیرانتیا سره مخامخوي . دا یوازې ژبنۍ مسله نه ده، ملي هویت پورې هم اړه لري . که تاسو وګورﺉ، تجارتي کمپنۍ هم د خپلو تولیداتو لپاره ځانګړي نومونه ږدي او وایي چې ددوی تولید باید له نورو څخه توپيرشي . انګرېزان وايي موږ به له امریکایانو سره خپل هر څه شریک کړو، خو خپله انګلیسي به ورسره شریکه نه کړو، ددوی په انګلیسي کې ډېر لږ توپیر دی، خو دوی غواړي، خپل تشخص په ژبه کې هم وساتي . په افغانستان کې یو حساسیت داسې ښودل کېږي، چې ګویا د یوې ژبې ویونکي د خپلې ژبې د برترۍ لپاره دا مسله راولاړوي، خو بنیادي وړاندیز دادی، چې ملي ټرمینالوژي کې دې د هرې افغاني ژبې (کم تر کمه د پښتو او افغاني دري) کلیمې وي، خو چې د ګاونډیانو سره پرې زموږ مستقله پېژندنه وشي . په افراطي ډول ایراني او نورې کلیمې رااخيستل زموږ لپاره کومه ګټه نه لري، خو هویت مو لړزانده کوي .

د ملي وحدت جوړول د عملي برخې بېلابېلو پوهانو په مختلفو ډولونو څېړلي دي او لاندې عناصر ورته لازم ګڼي، لکه :

§   د خود ارادیت لرونکي یو موثر دولت جوړول .

§   د ملي حالاتو او کلتور سره سم د یو خوځند او فعال اقتصاد رغول .

§   د سختو ټولنیزو ستونزو حلول .

§   د نورو دولتونو سره د راشه درشې په چوکاټ کې خپل هدفونه لاس ته راوړل .

§   د چاپیریال او طبیعي زیرمو ښه کنټرول .

§   د کلتور د دوام او بدلون تر منځ د توازن ساتل .

ډاکټر اشرف غني په خپل کتاب (د عادلانه نظام لار) کې په افغانستان کې د ملي هویت او ملت جوړونې پر مخ کې پرتې ستونزې په دې ډول په نښه کړي دي: ۱). مهاجرت، ۲). محرومیت، ۳). ژبنۍ ستونزې، ۴). قومي سیاست،۵). د قانون نشتوالی، ۶). د سیاسي احزابو نشتوالی او ۷). بې روزګاره ځوانان، او د ملت جوړولو لپاره يې لاندې چوکاټ وړاندې کړی، چې په نهو ستنو ولاړ وي‎: ۱). اسلام، ۲). اغېزمن دولت، ۳). د پوهنې بنسټي کول، ۴). اغېزمن نړیوال روابط، ۵). نړیوالې اقتصادي مرستې، ۶). بشري پانګه، ۷). مارکیټ جوړونه، ۸). سیمه يیزه همکاري او ۹). دسیمه يیزې همکارۍ پیش شرط، چې هماغه اغېزمن دولت دی .

ملت جوړونه له بهره بریالۍ نه وي او که څوک یې تجربه هم کړي، نوتعهد، دوام، د مرستو تضمین او قانونیت یې تل تر پوښتنې لاندې راځي . ملت جوړونه باید له داخلي نوښتونو نه سرچینه واخلي او د ملت خلک پخپله پخپلو کې د اړیکو په توازن، د منابعو په عادلانه وېش، د سیاسي نماینده ګۍ په عدالت او د ملي هویت په اصلي مفاهیمو توافق ته ورسېږي .

د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر او د هغه وخت سناټور جوبایډن وړاندیز کړی و؛ چې د افغانستان او ګاونډیانو په اقتصادي او ټولنیزو اړیکو کې دې بدلون راشي او د افغانستان د بیا آبادۍ لپاره دې د اروپا دبیا آبادۍ (مارشال پلان) ته ورته یو پلان جوړ او عملي شي او په دې هیواد کې دې ملت جوړونه وشي، خو نورو امریکایانو ورته ویل چې افغانانو له روسانو سره جهاد د دې لپاره نه کاوه چې ازاد مارکیټ، دموکراسۍ، لیبرالیزم او مډرنیزم ته لار اواره کړي، چې د بایډن او لویدیځ لپاره د ملت جوړونې اصلي هدفونه دي . افغانان د بهرنیانو مرستو ته اړ دي، خو د ملت جوړولو فرموله باید پخپله جوړه کړي . زموږ ملت جوړونه باید افغاني او اسلامي وي او اساسي چوکاټ یې زموږ له خپلو فکرونو او مغزونو راوټوکېږي .

تر جګړې وروسته هیوادونو کې د ملت جوړونې په پروسه کې د باکیفیته پوهنې او صنعتي علومو رواجول دوه برخې دي، چې ملت جوړونه چټکوي، دې تجربې په جاپان او جرمني کې بری ښودلی دی . البته د جاپان او جرمني په پېښو کې د دوی ايډیالوژیو هم ماته خوړلې وه، خو په افغانستان کې د دولت مخالفین اوس هم ځان د غازي یا شهید په نامه يادوي، چې د دوی د موجودیت واقعیت په پام کې نیول پکار دي . د ملت جوړولو لپاره د ملي اردو او ملي پوځ لرل حتمي دي، خو څوک به دې پوځ ته انګېزه ورکړي او کوم پوځ چې د جګړې او دفاع لپاره انګېزه ونه لري، د يو ملت او هېواد ساتنه نه شي کولای، او ملت جوړونه هم ټکنۍ کوي .

اوس د پخوانیو تنګو چوکاټونو پر ځای ملت- دولتونه جوړېږي او هغه ملتونه پياوړي وي، چې ټولنيزې- اقتصادي زېربناوې يې پياوړې وي .

 

افغانان کولاى شي په ډېرو اساسي مشترکاتو راټول او خپل ملي هويت پياوړى او د ملت جوړولو پروسه چټکه کړي . لوی مشترکات په دې ډول دي :

۱ – اسلام: تر ټولو پياوړى فکټور دى، چې له بادغیسه تر کونړه او له بدخشانه تر هلمنده ټول افغانان د ورورۍ په يوه ټينګ مزي تړي . نژدې ټول افغانان مسلمانان دي او اسلام د اعتدال، زغم او پوهاوي، مرستې، تعاون او مرستې د پياوړيو بنسټونو پر اساس دغه ملت واحد ساتلى شي .

 

۲ – ګډ تاريخ او ګډه جغرافيه : نن دفعتاً افغانستان ګڼ قوميز نشو. له زرګونو کلونو را په دېخوا موږ په دې خاوره کې اوسېږو او په ګډه مو د خوښۍ او ستونزو وختونه سره تېر کړي دي . وروستيو مهاجرتونو وښودله، چې هر افغان تر بل هر ځای په خپل کور افغانستان کې ډېر واکدار، باعزته او کوربه دى او هېڅکله په ګاونډيو، تش په نامه وروڼو اود نورې نړۍ په “بشردوستو” هېوادونو کې کوربه نه دى .

 

۳ – ټولنيز عدالت : د ټولنيز عدالت تامين هغه اوبه دي، چې د ملت باغ خړوبوي او د بوټو اومیوو د ودې او پياوړتيا سبب کېږي يې . که د انکشافي منابعو په وېش کې د مساوات او عدالت مراعات وشي او په سياسي نماينده ګۍ کې د هر افغان مساوي حق تضمين او عملي شي، د ملي هويت او ملت جوړونې يون غښتلى او چټکوي .

 

۴ – فرصتونه : هر افغان ته بايد د مساوي فرصتونو داسې زمينې جوړې شي، چې ځان د افغانستان اصلي، حقيقي او د مساوي حقوقو او مساوي وجايبو او مکلفيتونو لرونکى غړی وګڼي؛ او په دې ډاډه کړای شي، چې له يو عادي پوست نه تر ولسمشر کېدو پورې هر مقام ته د رسېدو معقولې او قانوني لارې ورته خلاصې دي . هر افغان ته بايد خپل وروستني پوټيشنل ته د رسېدو زمینې خلاصې پریښودلې شي .

 

۵ – متوازن انکشاف او د اقتصادي ودې زمينې : سيمې او ولايتونه دې داسې ګروپ بندي شي، چې مستحق ترين، مستحق او نسبتاً پر مختللي معلوم شي او تر هغه وروسته دې انکشافي پلانونه په دې ډول جوړ شي، چې د لومړيتوبونو تر ټاکلو او تر ټولو مستحق ته تر ټولو لومړى اصل په پام کې ونيول شي . همدا راز په هر کار کې بايد د ملت عمومي مصلحت او عمومي ملي پراختيا په نظر کې وي .

۶ – کلتوري وده او پوهنه : د ټولو ژبو معقولې، متوازنې او عملي ودې ته دې پام وشي . ټولې دې د افغان ګډ کلتوري ميراث او د ټول بشريت د کلتوري پانګې د يوې برخې په توګه درنې وګڼل شي . د ټولو افغانانو مثبت رواجونه دې تقويه او له منفي هغو سره دې مبارزه وشي. ښوونه او روزنه دې عامه، با کيفيته او حاصل ناکه شي او په افغان نسلونو کې دې ملي هويت، د ملت له لوړو ګټو سره مينه، د تاريخي وياړونو او تاريخي اتلانو درناوى، د ټول بشريت پر وړاندې مسووليت او د زغم او پوهاوي فرهنګ او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د همدردۍ او ورورۍ فرهنګ وروزي . که هر افغان په دې هېواد کې ځان د مساوي حيثيت، مساوي حقوقو خاوند وګڼي او پوه شي، چې تر ټولو لوړ مقام او خپل وروستني پوټينشل ته رسېږي؛ نو خپل ملي وجايب او مسووليتونه به درک او د ملي هويت او ملت جوړونې پروسه به ګړندۍ او پياوړې شي . د ګډ ملي فرهنګ د تقویې لپاره یوه جامع ستراتیژي پکار ده، چې واحد تعلیمي سیستم پکې ډیر مهم رول لوبولای شي .

۷. ګډ کلتور : افغانان زیات کلتوري ارزښتونه لري، چې دغه ارزښتونه له شمال نه تر جنوبه او له ختیځ نه تر لویدیځه یو شان پالل کېږي او مراعاتېږي .

لنډيز:

1.  د ملت جوړونې پخواني مفهوم اوس تغیر میندلی او د وینې، ژبې، دولت او خاورې یا جغرافیې ټول عناصر په یو ځل په ځان کې نه شي راځایولای .

2.  اوس ملت د ولسونو هغې کتلې ته وایي چې په یوه سیاسي جغرافیه کې د یوه واحد دولت تر سیوري لاندې په خوښه او رضا د ټولنیزو قرادادونو په چوکات کې په یوه سیاسي ټولنه کې ژوند تېروي، مساوي فرصتونه ورته برابر او مساوي مسولیتونه ولري.

3.  دا ممکنه نه ده چې د یو هیواد ټول وګړي همدا اوس په فزیکي ډول د یو مور و پلار اولاد شي، خو په معنوي ډول ټول انسانان سره ورونه کېدای شي او ځکه د انساني ورورولۍ خبرې په غوږونو ډېرې خوږې لګي او باید زموږ د ژبې لومړنۍ خبرې وي .

4.  د نړۍ نژدې ټول ملتونه له متعددو نژادي منشولرونکې، د بېلابېلو مذهبونو له پیروانو او د بېلابېلو ژبو له ویونکو جوړ شوي او داسې ملتونه به په استثنایي ډول کم او یا هیڅ نه وي چې یوه نژادي منشه، یو مذهب او یوه ژبه ولري، خو دا واقعیت تر اوسه په بشریت حاکم دی چې لا هم د انسانانو د افرادو، ټولنیزو ګروپونو او سیمو تر منځ د انکشافي منابعو او سیاسي واک په وېش کې ځینې بې عدالتۍ رامنځته کېږي او دا باید اصلاح شي .

5.  انساني نسل لا تر اوسه د تکامل دې مرحلې ته نه دی رسېدلی چې ملي او جغرافیوي پولې په پام کې ونه نیسي، څو د نړۍ د هر ګوټ انسانان په آزاد ډول هر ځای او هر هیواد ته لاړ شي او د ښه ژوند فرصتونه ولټوي . نو ځکه لا تر اوسه ملي پولې، ملي ګټې، ملي هویت، ملي حاکمیت او ملي تړونونه موجود دي او انسانان یې په جدي ډول په پام کې نیسي .

6.  افغانان د یو ملت په توګه د ګډ ژوند لپاره کافي مشترکات لري، چې باید دغه مشترکات پیاوړي او د افتراق او نفاق سببونه تشخیص او ځېلې یې وچې کړي .