کور / اسلامي / د روژې شپږمه ډالۍ

د روژې شپږمه ډالۍ

معززو دوستانو ، السلام علیکم !

هیله ده چی د روژې دغه ډالۍ یعنی د پند او عبرت د کیسو لړۍ ګټوره وی . او دا هم د دې پرله پسې قصو څخه د د شپږمی روژې لپاره شپږمه برخه [ ن . صمد ] :

درې امتحانی قیفونه :

یوه ورځ د یو ډیر لوی عالِم کوم ملګري هغه ته وویل چی ما ستا د فلاني دوست په باره کی یو څه اورېدلي دي . عالم ورته وویل چی یوه شېبه صبر وکړه . مخکی له دې چی یو څه راته ووایې ، زه غواړم امتحان یې کړم چی هغه د درو قیفونو څخه د تیرېدو ازموینه ده .

سړي ورته وویل چی څنګه درې امتحانی قیفونه ؟ پوه ورته وویل : مخکی تر دې چی د هغه سړي په باره کی یو څه راته ووایې نو لومړی باید وګورو چی هغه خبره یا ادعا یا آوازه تر دغو قیفونو تیرېدای سی که یا .

لومړنیً قیف « حقیقت » دی ، آیا ته مطلقأ ډاډه یې چی کومه خبره چی راته کوې ، رښتیا ده ؟ سړي ورته وویل چی زه نه پوهیږم خو صرف اورېدلي می دي . عالم ورته وویل چی ته اصلأ خبر نه یې چی هغه به صحیح وی که یا ! اوس به دوهم قیف ته راسو ، او هغه « ښه والی » دی ، آیا هغه څه چی ته یې ما ته ویل غواړې ښه خبره ده ؟ سړی ورته وویل چی زه نه پوهیږم . عالِم ورته وویل چی د هغه څه په باره کی چی ته یې راته وایې مطمیًن نه یې چی هغه دې غوره یا بهتر وی . اوس به درېیم قیف ته راسو چی هغه « ګټه او فایده » ده . آیا هغه څه چی ما ته یې وایې ، ګټه راته لری یعنی په درد می خوري ؟ سړي ورته وویل چی نه پوهیږم .

عالِم هم داسی ورته وویل : نو نتیجه دا سوه چی ما ته داسی خبره ویل غواړې چی نه رښتیا ده ، نه ښه ده او نه هم ګټه لری ، نو ولی یې راته وایې ؟ سړﺉ سرځوړﺉ او متوجه سو او بس پر همدې ځای اصلاح سو .

د قرآن د الحجرات سورت دوولسم آیت د همدې غیبت ، تهمت ،شک او پس ګویی په هکله ارشاد فرمایی چی کونکی او ویونکی یې د سخت عذاب سزاوار دی .

هو ، که هر مسلمان د قرآن د هدایاتو سره همدغسی عمل وکړی او د چا پر بی نتیجه خبرو غوږ و نه نیسی نو مقابل طرف به پخپله اصلاح سی او جامعه به له مصیبته خلاصون ومومی ، که نه هرڅه به هغسی وران وی له فعلأ چی دي . والسلام ، ( ن . صمد )