کور / تازه خبرونه / کندز : په يوه چاودنه کي څلور تنه ژوبل سول

کندز : په يوه چاودنه کي څلور تنه ژوبل سول

په کندز ولايت کي د يوې چاودني له امله څلور تنه چي درې يې ماشومان دي ژوبل سول . نوموړې چاودنه په يوه بايسکل کي د ځاى پر ځاى سوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته سوې . د دې ولايت امنيه قوماندان ياده پېښه تائيدوي او وايي چي چاودنه په يوه بايسکل کي د ځاى پر ځاى سوو چاودېدونکو توکو له امله چي د ليري ځاى څخه د ريموټ په وسيله کنټرولېدل هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله د سيمي څخه د پوليسو يو رېنجر موټر د تېرېدو په حال کي ؤ . نوموړى وايي چي پوليسو ته پکښي کوم مالي او ځاني زيان نه دئ اوښتى .
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د يادي پيښي مسئوليت پر غاړه اخستى او وايي چي په دې چاودنه کي يې څلور پوليس وژلي او د هغوى رېنجر موټر يې په بشپړه توګه له منځه وړى .