کور / تازه خبرونه / کندهار : د ماين چاودني دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار : د ماين چاودني دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ د ارغنداو په ولسوالۍ کي د يوه ځاى پر ځاى سوي ماين د چاودېدو له امله يو تن ملکي وګړى وژل سوى او يو بل ژوبل سوى دئ . په خبرپاڼه کي راغلي چي ژوبل سوى کس د درملني په موخه د کندهار ښار ميروېس روغتون ته لېږدول سوى چي اوس يې حالت د ډاډ وړ دئ .