کور / تازه خبرونه / هلمند : لس تنه بنديان ازاد سول

هلمند : لس تنه بنديان ازاد سول

د هلمند ولايتي مقامات وايي د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د حکم سره سم يې د روژې د مبارکي مياشتي د درناوي په موخه د دې ولايت د ملی امنيت رياست څخه لس تنه هغه بنديان چی شکمن او د سپکو جرمونو لرونکی ول له بنده خوشی کړل .
د هلمند د ملي امنيت رئيس ډګروال نظر علي وايي چي په دې ولايت کي جرمونه ځکه ډېر دي چي د دې ولايت د زده کړي کچه ټيټه ده . نوموړى وايي چي په دې ولايت کي بايد زده کړي ته توجه وسي او زده کړي ته بايد وده ورکړل سي .
د دې ولايت والي ښاغلى ګلاب منګل وايي چي په دې ولايت کي د ټولو هغو بنديانو چي واړه جرمونه يې ترسره کړي دوسيې وڅېړي او وروسته به يې د آزادېدو هڅي وکړي او په وينا يې چي تر اختره پوري به ډېر داسي بنديان خوشي کړي . د هلمند ولايت له مقام څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي آزاد سوي کسان ډېر خوښ ښکارېدل او د جرمونو لامل يې د نورو هڅونه وبلل او وايي چي تر دې وروسته به بيا داسي کړني نه ترسره کوي چي د ټولني او قانون خلاف وي .