کور / کیسه / وړوكى تور كب

وړوكى تور كب

يوه شپه په سيند كې زاړه كب، خپل دوولس زره بچيان او لمسيان ټول كړي وو او دوى ته يې كيسه كوله:

(وو نه وو. يو وړوكى تور كب و چې په يوه لويه وياله كې يې، له خپلې مور سره ژوند كاوه. دا وياله، د ډبرين غره له لمنو څخه مخكښته درې ته روانه وه.

وړوكى توركب او مور يې د يوې تورې ډبرې شاته اوسېدل او هملته تر شنو مرغو لاندې بيدېدل. وړوكي توركب ډېره هيله درلوده چې سپوږمۍ – كه څه هم چې د يوه ځل له پاره وي _ پخپل كور كې وويني!

مور او زوى به له سهاره تر ماښامه، يوازې او يا له نورو كبانو سره يو ځاى، ورو يا ګړندى په يوه لويشت ځاى كې ګرداګرد تاوېدل. وړوكى تور كب د مور يو زوى و. مور يې لس زره هګة اچولې وې چې له ټولو څخه يوازي همدا يو تور كب روغ رمټ راوتلى و.

له څو ورځو راهيسي وړوكى تور كب په فكرونو كې ډوب و او خبرې يې كمې كړې وې. زړه نا زړه به ورو _ ورو روان و او تر خپلې مور به وروسته پاتې كېده. مور يې فكر كاوه چې د زوى ستوماني به يې ژر له مينځه لاړه شي… خو وړوكي توركب يو بل رنځ درلود!

يوه ورځ سهار وختي چې لمر لا نه و راختلى، وړوكي تور كب خپله مور راويښه كړه او وې ويل:

– مورې! له تا سره څو خبرې كوم!

مور يې خپلې خوبولې سترګې وغړولې او وې ويل:

– ګرانه، د سترګو توره! په دې شنه سهار كې څه ويل غواړې؟ اوس به ووځو دباندې خبرې به بيا بل وخت كوو.

وړوكي كب وويل:

– نه مورې، زه نور د باندې نه ګرځم. زه له دې ځايه ځم!

مور يې وويل:

– ته ځې؟ ولې؟ چېرې؟….

وړوكي كب وويل:

– هو مورې … زه بايد ولاړ شم.

مور يې وويل:

– ګرانه بچيه، ته په دې شنه سهار كې چېرې ځې؟

وړوكي تور كب وويل:

– ځم چې د ويالې پاى پيدا كړم. ته پوهېډې مورې، زه له څو مياشتو راهيسې په دې فكر كې ډوب يم چې د ويالې پاى به چېرته وي؟ خو تر اوسه په هېڅ نه يم پوهېدلى. تېره شپه تر سهاره ويښ وم او د ويالې د پاى په فكر كې ډوب وم. اوس مې پرېكړه كړې چې ولاړ شم او د ويالې پاى پيدا كړم. زه غواړم په دې پوه شم چې په نورو ځايونو كې څه خبرې دي؟

مور يې وخندل او وې ويل:

– زه هم چې كوچنة وم، دا خبرې به مې كولې. ګرانه، د زړه سره، بچيه، وياله سر او پاى نه لري، وياله همدغه ده چي ته يې ويني! سر او پاى يې نشته، وياله تل روانه وي او بهيږي.

وړوكى تور كب وويل:

– مورې هر شى پاى لري… شپه پاى لري، ورځ پاى لري… اونۍ.. مياشت… كال… ژوند … هر څه …

مور قهرجنه شوه او وې ويل:

– دا اپلتې بس كړه. نور… ځه چې د باندې لاړ شو. اوس د ګرځېدو وخت دى، نه د خبرو!

وړوكي تور كب ځواب وركړ:

– نه مورې زه نور له دې ګرځيدو نه ستړى شوى يم. زه ځم چې نور ځايونه ووينم. ښايي چې هلته نوې خبرې وي. ګوره مورې ته به داسې فكر كوې چې ګواكې دا خبرې به بل چا راښودلې وي، خو نه، زه اوس په ډېرو خبرو ښه پوهېإم. له څه مودې راهيسې په فكر كې ډوب يم… له نورو څخه مې هم ځينې شيان زده كړي دي. د مثال په توګه په دې پوهېږم چې ډېر كبان د زوړوالي په وخت كې له ژونده ګيلې كوي او وايي چې ژوند يې عبث تېر شوى دى. زه غواړم پوه شم چې ژوند همدا دى؟ په يوه لويشت ځاى كې ځه او راځه، ګرځه – راګرځه. تر هغه چې زوړ شې او بس. يا دا چې په دنيا كې بل راز ژوند هم شته؟…

د وړوكي تور كب تر وينا وروسته د هغه مور وويل:

– بچيه! ليونى شوى يي؟ دنيا؟…. دنيا!…. نوره دنيا يعنى څه؟ دنيا همدغه ده چې موإ پكې ژوند كوو او ژوند هم همدغه دى چې موږ يې لرو…

دا وخت يو لوى كب د دوى د كور خوا ته نژدې شو او وې ويل:

– ګاونډۍ، ولې دې له زوى سره ناندرۍ وهې ؟.. لكه چې نن ويالې ته نه ځي؟

د وړوكي تور كب مور د ګاونډي كب په درناوي، له كوره ووته او وې ويل:

– زمانه خرابه ده! (له ما نه وشوې آخر د ما د مور ميړه شوې)، اوس – اوس اولادونه خپلو ميندو ته نصيحت كوي!

ګاونډي كب وويل:

– څنګه؟

د وړوكي تور كب مور وويل:

– ته ګوره چې دغه لويشتينك ما پرېږدي او ځي! وايي ځم چې په نوره دنيا كې څه خبره ده!

ګاونډي وويل:

– كمكيه! ته خو عالم او فيلسوف يې. ارمان چې موږ دې نه پېژنو؟!

وړوكي تور كب وويل:

– اكا! زه نه پوهېږم چې ته چا ته (عالم او فيلسوف) وايې؟ زه دلته ستومانه شوى يم. يو وخت به ستاسو په شان زوړ وم او لا به هم همداسې په غوږو كوڼ او په سترګو ړوند كب وم چې اوس يم.

ګاونډي وويل:

– عجب !.. دغه ده ژبه!

د وړوكي تور كب مور وويل:

– ما هېڅ فكر نه كاوه چې زوى به مې دومره بې لارې شي. خداى ښه پوهېږي چې چا زما ګلالى زوى بې لارې كړى دى؟!

وړوكي تور كب وويل:

– هېچا مورې، هېچا. زه سترګې لرم او هر څه وينم او عقل لرم او په هر څه پوهېږم.

ګاونډي كب د وړوكي تور كب مور ته ووي:

– خوركۍ! هغه اسماني پشۍ(ګوك) دى يادېږي؟

د وړوكي توركب مور وويل:

– هو … هو …، همغه زما له زوى سره ګرځېده، خدايه ته خير مه وركوې!

وړوكي تور كب وويل:

– بس كه مورې. هغه زما ملګرې وه.

مور يې وويل:

– د كب او اسماني پشي ملګرتوب؟.. په چا يې منې؟

وړوكي كب وويل:

– زه بيا د كب او اسماني پشۍ دښمني هم نه شم منلاى. تاسو هغه بېوزله په اوبو كې ډوب كړه او ومو وژله.

ګاونډي وويل:

– پخوانۍ خبرې مه يادوه.

وړوكي كب وويل:

– تاسو پخوانۍ خبرې يادوئ.

مور يې وويل:

– هغه بايد وژل شوې واى! په ياد دې نه دي چې څه خبرې يې كولې؟؟

وړوكي تور كب وويل:

– نو ما هم ووژنئ، ځكه چې زه هم همغه خبرې كوم.

لنډه دا چې د دغه دريو كبانو په خبرو نور كبان هم راغونډ شول. وړوكي تور كب د ټولو اعصاب خراب كړل. يوه وويل:

– ګوره هلكه پر تا به رحم ونه كړو!

يو بل كب وويل:

– غوږونه يې بايد تاو شي!!

د وړوكي كب مور وويل:

– پام! چې زما په زوى لاس پورته نه كړې!

يوه كب وويل:

– تا چې خپل زوى سم نه دى روزلى، اوس بايد دواړه سزا ووينئ.

ګاونډي كب وويل:

– ارمان چې زما كور خو ستاسو په څنګ كې نه واى. زه په تاسو شرمېږم.

يوه بل كب وويل:

– اوس هم لا وخت دى، ژر يې زړې آسماني پشۍ ته واستوئ.

كبان په وړوكي تور كب راوڅرخېدل؛ خو ملګرو يې چاپيره كړ او د قهرجنو كبانو له كړۍ څخه يې ويست. د وړوكي تور كب مور په كرېږو ژړل او ويل يې:

– الله! بچى مې وژل كېږي. څه وكړم؟ څه خاورې په سر واړوم؟

وړوكي تور كب وويل:

– مورې! زما له پاره مه ژاړه، د دغه بېوزله زړو كبانو په حال وژاړه…

يوه كب له ليرې څخه چيغې كړې:

– سپكې سپورې مه وايه لويشتينكه!

يوه بل وويل:

– كه ولاړې او پښېمانه شوې بيا به دلته نه راځې!

دوهم كب وويل:

– هلكه د ځوانۍ په خبرو مه غولېږه، مه ځه!

درېيم وويل:

– دا ډېر ښه ځاى دى!

څلورم:

– دنيا همدغه ده چې موږ يې وينو، بله دنيا مونيا نشته، مه ځه!

پنځم:

– شاباس، هوښياري وكړه او مه ځه.

شپږم:

– ته همدلته لوى شوى او اوسېدلى يې، خپه به شې!

مور يې وويل:

– په ما رحم وكړه، مه ځه! بچيه مه ځه!…

خو وړوكي تور كب خپله پرېكړه كړې وه. په ډېره مېړانه روان شو او څو همزولو بدرګه كړ، وړوكى كب د خداى پاماني په وخت كې خپلو همزولو ته وويل:

– ملګرو، د بيا ليدو په هيله، ما مه هيروئ.

– ملګرو وويل:

– څنګه به تا هيروو، تا له خوبه راوېښ كړو او په ډېرو خبرو دې پوه كړو. اوس موږ ښه او بد پېژنو، هوښياره او زړه وره ملګريه په خير ولاړ شې!

وړونكي تور كب د ويالې په پاى كې د يوه كوچني ځړوبي (آبشار) له لارې حوض ته ورولوېد. لومړى لږ وارخطا شو؛ خو ژر يې لامبو پيل كړه.

وړوكي تور كب په خپل ټول ژوند كې دومره ډېرې اوبه نه وې لېدلې. هلته د څينګښيو په زرهاوو كوچنيو بچيانو لمبل چې پلن- پلن سرونه او اوږدې -اوږدې لكۍ يې درلودې. د څينګښې بچيانو پر وړوكي تور كب وخندل او وې وېل: ته څوك يې؟… قوارې ته يې وګوره!

وړوكي توركب په ويره ورته وكتل او وې ويل:

– هيله كوم چې سپكې سپاندې مه وايئ. زما نوم وړوكى تور كب دى. تاسو هم خپل نومونه واخلي چې سره وپېژنو.

د څينګښې يوه بچي وويل:

– موږ يو بل ته پلن سري وايو.

يوه بل وويل:

– ښه اصل او نسب لرو.

بل وويل:

– په ټوله دنيا كې موږ ښكلي يو.

څلورم وويل:

– ستا په شان بدشكله نه يو.

وړوكي تور كب وويل:

– الله، تاسو څومره ځان خوښي ياستي؛ خو خير زه به تاسو وبښم؛ ځكه چې نه پوهېږئ!

د څينګښې بچيانو وويل:

– څه؟ … څه … يعنى چې موږ ناپوه يو؟!

وړوكي توركب وويل:

– كه ناپوهـ نه واى، هرو مرو به پوهېدلي چې په دنيا كې ډېر داسې كسان شته چې خپله څېره يې ډېره خوښېږي.

وړوكي تور كب ډېرې خبرې وكړې، له همدې امله د څينګښې بچيانو سره له دې چې په غوسه شوي وو، په نرمه وويل:

– ته ډېر بې ځايه په غوسه شوې. موږ هره ورځ له سهاره تر ماښامه په دنيا كې ګرځو؛ خو تر خپل ځان او خپلو ميندو او پلرونو پرته بل څوك نه وينو. دا ځينې واړه- واړه چينجيان خو هېڅ د يادونې وړ نه دي!!

وړوكي تور كب وويل:

– تاسو خو له دې ګرداوې څخه نه شى وتلى؛ نو په كومه دنيا كې ګرځئ؟

د څينګښې يوه بچي وويل:

– له دې ګرداوې څخه پرته، بله دنيا هم شته؟

تور كب وويل:

– تاسو فكر وكړئ چې دا اوبه له كومه ځايه څخه دلته راځي او له اوبو څخه د باندې څه شى دي؟

د څينګښې بچيانو وويل:

– له اوبو څخه د باندې.. هـ.. هــ.. موږ يې نه پېژنو !… هغه كوم ځاى دى؟… هـ.. هــ هــ.. هــ ليونى شوې يې هلكه!؟

وړوكي تور كب وخندل او د څينګښې له چوچيانو څخه يې پوښتنه وكړه:

– ستاسو مور چېرې ده؟

ځينګښې چې د ګرداوي پر څنډه، په يوه ډبره ناسته وه، اوبو ته ټوپ كړل او وړوكي تور كب ته يې وويل:

– زه دغه يم، څه وايې؟

تور كب وويل:

– ادې ، سلام!

څينګښې وويل:

– ځان مه ښكاروه، ورك شه، كم اصله… بې نسبه! ماشومان غولوې! زه په خپل ټول ژوند كې همدا اوس پوهېدلې يم چې دنيا همدا ده!… ښه به دا وي چې له دې ځايه ولاړ شې او زما اولادونه بې لارې نه كړې.

وړوكي تور كب وويل:

– كه سل ځلې نور هم ژوند وكړې، بيا به هم يوه ناپوهـ څينګښه وې.

څينګښه په غوسه شوه او په كب يې ټوپ كړل؛ خو وړوكي تور كب د برېښنا په شان وخوځېد او د خورو ورو شنيليو په مينځ كې آلونيه شو.

له هغه ځاى څخه لږ ليرې، اوبه په يوه ټيټه دره كې روانې وې.

په يوه ځاى كې يوه لويه ډبره د اوبو مينځ ته لوېدلې او اوبه يې په دوو برخو وېشلې وې. په همدې ډبره باندې يوه توره څرموښكۍ (شلند) پرته وه او ځان ته يې لمر وركاوه. څرموښكۍ هغه لوى چنګاښ (خرچنګ) ته كتل چې د ساحل په شګو ناست و او د ښكار شوي څينګښې غوښې يې خوړلې.

وړوكي تور كب چې چنګاښ وليد، ډېر وبېرېد او سلام يې وكړ. چنګاښ كاږه – كاږه ورته وكتل او وې ويل:

– څومره باادبه كب!… راشه دلته كوچنيه!.. آفرين .

وړوكى كب وويل:

– زه ځم او په ټوله دنيا ګرزم، ته غواړې چې ما وخورې؟… هـ.

– چنګاښ وويل:

– وړوكيه، ته ولې دومره بېرېږې؟

كب ځواب وركړ:

– زه نه ويرېږم، زه د خپلو سترګو په ليد او د خپل عقل په وينا ايمان لرم.

چنګاښ وويل:

– ښه، ستا سترګې او ستا عقل زما په هكله څه وايي. زه نه غواړم چې تا وخورم!

وړوكي تور كب وويل:

– ته ښه پوهېږې چې رښتيا نه وايې!

چنګاښ وويل:

– هلكه! ته دې څينګښې ته ګورې او فكر كوې چې تا هم خورم. نه… نه… مه ليونى كېږه! زه له څينګښو سره دښمني لرم، ځكه يې خورم. څينګښې فكر كوي چې دنيا د دوى ده او دوى ډېرې نيكمرغه دي؛ خو زه به يې په دې پوه كړم چې دنيا د چا په واك كې ده؟ نو ته مه وېرېږه ګرانه! او راځه وړاندې.

چنګاښ ورو – ورو د وړوكي كب په لور روان شو. وړوكي تور كب له خندا نه شين شو او وې ويل:

– بېوزله، ته چې خپل تګ دې سم نه دى زده، په دې څه پوهېږې چې دنيا د چا په واك كې ده؟!

وړوكى تور كب ورو وخوځېد. دا مهال څرموښكۍ پر چنګاښ ورټوپ كړ او په يوه ګوزار يې څو پښې ورماتې كړې. وړوكى تور كب ورو د اوبو له څنډې څخه مينځ ته وخوځېد، ځكه چې يوه كوچني شپانه، ده او چنګاښ ته په ځير – ځير كتل او رمې يې اوبه څښلې.

كله چې رمې اوبه وڅښلې او ولاړې، وړوكي تور كب بېرته راستون شو او څرموښكۍ ته يې وويل:

– ګرانې څرموښكۍ! زه يوه وړوكى تور كب يم چې غواړم د ويالې پاى پيدا كړم. زه فكر كوم چې ته هوښياره او پوه يې، ځكه له تا څخه دا پوښتنه كوم.

څرموښۍ وويل:

– پوښتنه وكړه.

كب وويل:

– په لاره كې ډېرو كسانو زه له سقاوك مارغه، اره ماهي او كب خوړونكي نه بيرولى يم، دا څوك دي؟ ته يې پېژنې؟…

څرموښكۍ وويل:

– اره ماهى او كب خوړونكي دلته نه شته. اره ماهي په دريابونو كې ژوند كوي؛ خو سقاوك مارغه ښايي چې په همدې نژدې ځايونو كې پيدا شي. پام! چې ونه غولېږې او په كڅوړه يې ور د ننه نه شې.

وړوكي تور كب وويل:

– كڅوړه؟!…

څرموښكۍ ځواب وركړ:

– هو، سقاوك يو لامبوزن مارغه دى چې تر ټټر لاندې يوه كڅوړه لري. كبان كله نا كله دغې كڅوړې ته ننوزي او د سقاوك مارغه خېټې ته ځي. كه سقاوك موړ وي، كب په خپله كڅوړه كې ساتي او د لوږې په وخت كې يې خوري.

وړوكي تور كب وويل:

– ښه، كه كب دې كڅوړې ته ننووت، بيا نه شي وتلاى؟

څرموښكۍ ځواب وركړ:

– يه، د وتلو لار نه شته. پرته له دې چې كڅوړه څيرې شي. زه به تا ته يوه وړه توره دركړم. كه چېرته د سقاوك په كڅوړه كې ښكېل شوې، هغه پرې څېرې كړه.

دا مهال څرموښكۍ خپلې خونې ته ننوته او يوه كوچنۍ؛ خو تيره توره يې راويسته.

وړوكى تور كب توره واخسته او وې ويل:

– څومره مهرباني دې وكړه، ډېره- ډېره مننه!

څرموښكۍ وويل:

– كور ودان. زه په سلګونو او زرګونو تورې لرم. هر كله چې وزګاره وم د بوټو له پاڼو څخه تورې جوړوم او ستا په شان هوښيارو ته يې سپارم.

وړوكي تور كب وويل:

– نور كبان هم له دې ځايه تېر شوي؟…

څرموښكۍ وويل:

– هو، په لس ګونو او سل ګونو!… هغوى اوس يوه لويه ډله جوړه كړې او كب نيوونكي سړي يې له ستونزو سره مخامخ كړي دي.

وړوكي تور كب وويل:

– بښنه غواړم چې له خبرې څخه خبره پيدا كېږي. كبانو څنګه كب نيوونكي له ستونزو سره مخامخ كړي دي؟

څرموښكۍ ځواب وركړ:

– دا ځكه چې دوى ټول سره يو موټى شوي دي. يو ځاى د كب نيوونكي په جال ورننوزي او جال له ځانه سره د اوبو تل ته وړي.

دا مهال څرموښكۍ د ډبرې په يوه كوچني سوري غوږ كېښود او وې ويل: زه نور ځم چې بچيان مې ويښ شوي دي.

څرموښكۍ ولاړه او وړوكى توركب روان شو. وړوكى مغز يې له راز – راز پوښتنو څخه ډك شوى و: آيا د ويالې اوبه په سيند ورګډېږي او كه نه؟ كه له سقاوك سره مخامخ شم؟… وړوكى كب په هره لويشته لاره كې له نويو شيانو سره مخامخ كېده او نوې – نوې خبرې يې زده كولې. تر دې وخته پورې له وړوكي كب نه ښه لامبوزن جوړ شوى و، كله نا كله به د اوبو له تل څخه د اوبو سر ته جګېده او لمر ته به يې لكۍ ښوروله.

يو ځاى له يوې ښكلي هوسۍ سره مخامخ شو. هوسۍ اوبه څښلې.

– سلام، هوسۍ! ولې دومره بېړه كوې؟

هوسۍ ځواب وركړ:

– ښكارزن راپسې دى، په مرمۍ يې ويشتلې او ټپي يم.

وړوكي تور كب ټپ ونه ليد؛ خو د هوسۍ په ګوډ- ګوډ تګ پوه شو چې رښتيا يې ويلي دي. يو ځاى څو كيشپه (سنګ پشت) لمر ته ناست وو او بل ځاى د زركانو د كټارې انګازو دره ډكه كړې وه. په هوا كې د غرنيو وښو وږم خور و.

تر غرمې وروسته وړوكى توركب د اوبو اوارې برخې ته ورسېد او هلته له ډېرو كبانو سره مخامخ شو. ده ډېره موده كبان نه وو ليدلي، كبان پرې راټول شول او وې ويل:

– پردېس يې، هـ؟

وړوكي توركب وويل:

– هو، پرديس يم او له ليرې څخه راغلى يم.

كبانو وويل:

– چېرته ځې؟

وړوكي تور كب ځواب وركړ:

– ځم چې د سيند پاى پيدا كړم.

كبانو وويل:

– كوم سيند؟

وړوكي تور كب وويل:

– همدغه… چې تاسې پكې لامبي.

يوه كب وويل:

– سقاوك مارغه به دې وخوري.

يوه بل كب وويل:

– ته پوهېږې چې هه يوه لويه كڅوړه لري؟

وړوكي تور كب وويل:

– هو، په دې پوهېږم.

يوه كب وويل:

– بيا هم ځې؟

وړوكي تور كب ځواب وركړ:

– هو، هرومرو ځم!

ژر ټول كبان خبر شول چې يو وړوكى پرديس تور كب له ليرې راغلى او غواړي چې د سيند وروستۍ برخه پيدا كړي.

كبانو دا خبره هم واورېده چې وړوكى پرديس كب له سقاوك څخه هم نه ډارېږي. ځينو كوچنيو كبانو غوښتل چې له وړوكي تور كب سره يو ځاى شي؛ خو د مشرانو له ويرې يې څه نه شواى ويلاى.

ځينو بيا وويل:

– كه سقاوك مارغه نه واى، موږ درسره تلو؛ خو د سقاوك له كڅوړې څخه ډېر ويرېږو.

د سيند پر غاړه يو كوچنى كلى و چې ښځو او نجونو يې د سيند په اوبو كې كالي وينځل. تور كب څو شېبې تم شو او د دوى خبرو ته يې غوږ ونيو. څو شېبې يې د ماشومانو ځغاستو ته وكتل او بيا روان شو. ولاړ، ولاړ… ولاړ تر هغو چې شپه شوه. د يوې كوچنۍ ډبرې لاندې ويده شو. نيمه شپه وه چې وېښ شو او سپوږمۍ ته يې وكتل. د سپوږمۍ سپينو وړانګو په اوبو كې د ده ټول شااوخوا ځايونه روښانه كړي و.

سپوږمۍ په وړوكي تور كب ډېره ګرانه وه. تور كب په خپل كور كې ډېره هيله درلوده چې يوه شپه له سپوږمى سره خبرې وكړي؛ خو مور به يې نه پرېښود. په دا شپه وړوكي توركب پاڅېد او سپوږمۍ ته يې وويل:

– سلام، سپينې سپوږمۍ!

سپوږمۍ ځواب وركړ:

– وړوكيه كبه، سلام! دلته څه كوې؟

تور كب وويل:

– د دنيا په سيل راوتلى يم.

سپوږمۍ وويل:

– دنيا ډېره لويه ده، ته كله په ټوله نړۍ كې ګرزيدلى شې؟

كب وويل:

– درېغه تر سهاره درسره پاتې واى؛ خو د تورې وريځې يوه لويه څپه راروانه ده او زما مخه نيسي.

كب وويل:

– ښكلې سپوږمۍ! ستا وړانګې مې ډېرې خوښېږي، درېغه تل پر ما خورې واى.

سپوږمۍ وويل:

– ګرانه كبه! زه په خپله وړانګې نه لرم – يوازې د لمر وړانګې ځمكې ته غبرګوم. رښتيا ځينې كسان غواړي چې له ځمكې څخه والوزي او راشي دلته؟

تور كب ځواب وركړ:

– دا كار نه شي كېداى.

سپوږمۍ وويل:

– دروند كار دى؛ خو كه انسان وغواړي…

توره وريځ راورسېده او د سپوږمۍ خبره يې غوڅه كړه. بيا د تيارې لمن خوره شوه او وړوكى تور كب يوازې پاتې شو. كب څو شېبې تيارې ته ځير او بيا د يوې لويې ډبرې څنګ ته ويده شو.

سهار وختي څو كوچني – كوچني كبان په وړوكي تور كب راټول شول، تور كب د دوى په غږ له خوبه راويښ شو او كبانو ته يې وكتل.

– ورځ په خير!

تور كب دا كوچني كبان وپېژندل او وې ويل:

– ورځ په خير! ستړي مه شي، تاسو هم راغلئ؟

يوه كوچني كب وويل:

– هو؛ خو تر اوسه هم وېرېږو.

يوه بل وويل:

– سقاوك مارغه ډېر خطرناك دى!

تور كب وويل:

– ډېر فكر مه كوئ. ويره په كار نه ده.

يو ناڅاپه د كبانو شااوخوا اوبه وخوځېدې او يو تور شى راښكاره شو. يوه شېبه وروسته ټول ځاى تياره شو او په كبانو باندې د تېښتې لار وتړل شوه. وړوكى تور كب وپوهېد چې د سقاوك مارغه په كڅوړه كې ايسار شوى دي.

وړوكي تور كب وويل:

– ملګرو! موږ د سقاوك مارغه په كڅوړه كې ايسار شوي يو؛ خو د تېښتې لاره شته…

ځينو كوچنيو كبانو وژړل:

– د تېښتې لاره نشته، دا ته وې چې موږ دې وغولولو!…

يو بل:

-تباه شوو، اوس به ټول وخوري!

ناڅاپه يوه ويروونكې خندا واورېدل شوه. دا د همدې مارغه د خندا غږ و چې ويل يې:

– څه ښه كوچني – كوچني كبان! ها ها ها … څومره ښكلي ! ها ها ها…

كوچنيو كبانو په زاريو پيل وكړ:

– جناب …!… موږ تا ته ډېر احترام لرو! ستا په ستاينه كې مو ډېرې خبرې اورېدلي دي . كه دا خپله مښوكه لږ پرانيزې چې موږ لاړ شو، تل به دعاوې كوو او …

مارغه وويل:

– زه سمدلاسه تاسې نه خورم. په زيرمه كې څو كبان لرم، د كڅوړې بيخ ته وګورئ….

رښتيا هم چې د كڅوړې په بيخ كې څو كبان پراته وو.

دا وخت يوه كوچني كب وويل:

– جناب.. . بښنه غواړم!… موږ ملامت نه يو، دغه تور كب وغولولو…

وړوكي تور كب وويل:

– ډارنو! زارۍ مه كوئ، دغه ځيرك مارغه هېڅ زړه سوى نه لري.

كوچنيو كبانو وويل:

– ته په خپله خبره نه پوهېږې. اوس به ووينې چې څنګه به موږ پرېږدي او تا به خوري!

مارغه وويل:

– سمه ده، تاسو په يوه شرط پرېږدم!

كوچنيو كبانو وويل:

– په كوم شرط جناب …!

مارغه وويل:

– دغه بيشرمه كب ووژنئ او ځانته خپلواكي وګټئ!

وړوكي تور كب لږ شاته وخوځېد او كوچينو كبانو ته يې وويل:

– دا خبره مه منئ! دغه ځيرك مارغه د بې اتفاقۍ تخم شيندي او موږ په خپلو كې سره جنګوي. زه يو پلان لرم…

كوچينو كبانو چې د خپل خلاصون په فكر كې ډوب وو، سمدلاسه او پرته له دې چې موضوع ښه وڅېړي، په تور كب يرغل وكړ. وړوكى كب لږ نور هم په شا وخوځېد او ورو يې وويل:

– ډارنو! مه غولېږئ، تاسو د تېښتې لار نه لري او ما هم نه شي وژلاى.

كوچنيو كبانو ويل: ستا مرګ روا دى! موږ خپلواكي غواړو!

وړوكي تور كب وويل:

– هوښيار واوسئ! ستاسو خلاصون زما په مرګ پورې اړه نه لري. مه غولېږئ!…

كوچينو كبانو وويل:

– ته غواړې چې ځان وژغورې!

تور كب وويل:

– يه، غوږ ونيسئ چې تاسو پخپل پلان خبر كړم. زه به ځان د مړو كبانو په مينځ كې مړ واچوم او وبه ګورو چې مارغه تاسو پرېږدي او كه يه؟ او كه زما خبره ونه منئ، ټول په دې توره وژنم او يا كڅوړه لږ څيروم او تښتم…

يوه كوچني كب وويل:

– بس كړه نو! چټيات مه وايه.. هـ. اهـ .. او هو …

تور كب ژړېدونكي كب ته وويل:

– د مور نازوليه بيا ولې راتلې؟!…

تور كب خپله توره راوخيسته او ټولو كوچنيو كبانو ته يې وښوده. كوچنيو كبانو له ويرې د وړوكي تور كب خبره ومنله او يوه فرضي جګړه پيل شوه. تور كب ووژل شو! او نورو مارغه ته وويل:

– جنابه!… هغه بېشرمه كب ووژل شو….

مارغه وخندل او وې ويل:

– شاباسې! اوس به د دې خدمت په بدله كې ټول ژوندي تېر كړم، چې زما د خېټې خوند هم ووينئ!

د سترګو په رپ كې ټول كوچني كبان د مارغه تر ستوني تېر شول؛ خو وړوكي تور كب په يوه ګزار د مارغه كڅوړه سورى كړه او د باندې يې ټوپ كړل. مارغه له ډېره درده چيغې كړې او سر يې اوبو ته وركښته كړ؛ خو وړوكي تور كب د وخته تښتېدلى و.

وړوكى تور كب ولاړ… ولاړ … ولاړ، تر څو چې غرمه شوه. دلته نو سيند له درې څخه راوتلى او په يوه اواره سيمه كې روان و او اوبه يې هم ډېرې زياتې شوې وې. وړوكى كب په خوښۍ پر مخ روان و او د اوبو تل ته يې كتل، ناڅاپه متوجه شو چې د اوبو تل نه ښكاري. ښۍ خواته لاړ، كيڼې خواته لاړ، هره خوا اوبه وې، هومره اوبه وې چې وړوكي تور كب پكې ورك شوى و! وړوكى تور كب په ډېره خوښۍ هره خوا كتل، كه ګوري چې يو لوى او اوږد خوځېدونكى د ده پر لور روان دى. تور كب پوه شو چې له اره ماهى (اره لرونكي كب) سره مخامخ شوى دى. بيړه يې وكړه او د اوبو له مينځ څخه د اوبو سر ته وتښتېد، څو شېبې وروسته بېرته د اوبو مينځ ته لاړ او له زرګونو زره كبانو سره مخامخ شو. له يوه څخه يې پوښتنه وكړه:

– ملګريه! زه پرديس يم، له ليرې څخه راغلى يم، دا كوم ځاى دى؟

كب خپلو نورو ملګرو ته ناره كړه او وې ويل:

– دغه دى يو بل…

او وړوكى تور كب ته يې وويل:

– ملګريه سيند ته په خير راغلې!

يوه بل كب وويل:

– ټولې ويالې او خوړونه سيند ته راتوئېږي؛ خو ځينې – ځينې ولاړو خوسا اوبو ته هم ورځي.

يوه بل كب وويل:

– هر كله دې چې وغوښتل، كولاى شې چې زموږ په ډله ګډ شې.

وړوكى تور كب چې ډېر خوشاله شوى و، وويل:

– اول به لږ وګرځم بيا به ستاسو په ډله درګډ شم. دا ځلې چې تاسې د كب نيوونكي سړي جال تښتوي، زه به هم درسره وم.

يوه كب وويل:

– دا كار به هرو مرو كېږي. اوس ولاړ شه او وګرځه. كه د اوبو سر ته وختې پام كوه چې كب خوړونكى دې ونه خوري. په دې ورځو كې موږ هره ورځ څلور – پنځه كبان له لاسه وركوو.

دا وخت وړوكى تور كب د كبانو له سترې ډلې څخه بيل شو او د اوبو سر ته وخوت. د اوبو پر مخ د لمر تودې وړانګې خورې وې. تور كب چې د لمر له تودوخې څخه خوند اخيست، ورو – ورو لامبو وهله او له ځانه سره يې ويل: (مرګ، همدا اوس كولاى شي چې ما ته راورسېږي، خو زه بايد د ژوند تر پايه له مرګ سره وجنګېږم؛ خو كه كله ناڅاپه له مرګ سره مخامخ شوم- چې هرومرو كېدونكې يم – پروا نه لري. مهمه دا ده چې زما ژوند يا مرګ به د نورو په ژوند كې څه اغيزه ولري…)

ناڅاپه كب خوړونكى راورسېد او وړوكى تور كب يې په منګولو كې پورته كړ. كب د كب خوړونكى په اوږده مښوكه كې ايسار و او ځان يې نه شواى خلاصولاى. كب خوړونكى د تور كب ملا ټېنګه نيولې وه، تور كب له ځانه سره فكر كاوه چې درېغه كب خوړونكي ژوندى تير كړى واى چې د هغه د خېټې په اوبو كې لږ تر لږه د څو شېبو له پاره ژوندى پاتې شوى واى؛ نو ځكه يې كب خوړونكي ته وويل:

– ولې ما ژوندى نه تېروې؟ زه د كبانو له هغې ډلې څخه يم چې غوښه يې تر مړينې وروسته په زهرو بدلېږي.

كب خوړونكي وويل:

– اى چالاكه! غواړې چې ما وغولوې؟

تور كب له هوا نه هلته ښكته وچه ځمكه وليده او وبېريد. كه وچې ځمكې ته ورسېدو، هرو مرو مرم؛ ځكه يې وويل:

– ښه، ته ما خپلو بچيانو ته وړې؛ خو كه په ځنډ ورسېدو ټوله غوښه به مې زهر شي، په خپلو بچيانو دې زړه وسوزه.

كب خوړونكي وويل:

– سمه ده، تا به په خپله وخورم او د خپلو بچيانو له پاره به بل كب ونيسم… ما نه شې غولولاى.

ناڅاپه وړوكى تور كب بېسده شو او سترګې يې پټې شوې. كب خوړونكي له ځانه سره فكر وكړ: لكه چې مړ شو. اوس يې زه هم نه شم خوړلاى، څومره ښه ښكلى او نازك كب مې له لاسه وركړ او د ځان د ډاډ له پاره يې وويل: اى.. هى وړوكيه! تر اوسه لا يو څه ژوندى يې، زه دې خورم!…

د كب خوړونكى خبرې لا پاى ته نه وه رسيدلې چې وړوكي تور كب د ده له مښوكې څخه ټوپ كړل. تور كب د برېښنا په شان كښته روان و، كب خوړونكى چې ښه پوره غولېدلى و، هم ورپسې و. وړوكى تور كب اوبو ته ورنژدې شوى و چې بيا د كب خوړونكي په منګولو كې ايسار شو او سمدلاسه د هغه خېټې ته لاړ. د كب خوړونكي په تپه تياره خېټه كې تور كب د ژړا غږ واروېد، هلته يو كوچنى كب و چې ژړل يې او ادې – ادې نارې يې وهلې. تور كب ورته وويل:

– كوچينه! مه ژاړه او چاره وكړه.

كوچني كب وويل:

– ته … هـ .. څوك يې؟.. زه.. زه دلته… ايسار …. يم او … لږ ځنډ … وروسته .. هـ… هــ… وروسته مرم… ادې .. هـ… ادې.. او هو .. هـ!…

وړوكى تور كب وويل:

– بس كړه بابا، ټول كبان دې وشرمول! زه غواړم چې كب خوړونكي ووژنم او كبان د ده له شر څخه خلاص كړم؛ خو اول بايد تا خلاص كړم چې رسوايي به جوړه كړې.

كوچني كب وويل:

– ته په خپله همدا اوس مرې، ته څنګه كب خوړونكى وژلاى شې؟

وړوكي تور كب خپله توره ورښكاره كړ او وې ويل:

– اوس به يې خېټه وڅيرم. غوږ ونيسه. زه به د كب خوړونكي په خېټه كې منډې وكړم چې دى وتخنېږي، هركله يې چې له خندا نه خوله خلاصه شوه ته په بېړه ترې ټوپ كړه.

كوچني كب وويل:

– نو ته به بيا څه كوې؟

وړوكي تور كب وويل:

– زما غم مه خوره. زه تر څو چې دغه بدجنسه ونه وژنم آرام نه كېنم.

دا وخت وړوكى تور كب د كب خوړونكى په خېټه كې منډې پيل كړې او هغه يې وخنداوه. كوچني كب چې ځان ځغستلو ته برابر كړى و، په بيړه د كب خوړونكى له خېټې څخه خولې او له هغه ځاى څخه بهر ته ټوپ كړ. څو شېبې وروسته د كب خوړونكي سر ګنكس شو او نارې يې پيل كړې. وزرونه يې له الوتلو څخه پاته شول، مخ په اوبو راځوړند شو او شړپ په اوبو كې ولوېد؛ خو وړوكى تور كب معلوم نه شو او تر نن پورې ورك شو…).

دا وخت زاړه كب خپله كېسه خلاصه كړه او خپلو دوولس زره بچيانو او لمسيانو ته يې وويل:

– د خوب وخت دى، ځئ بچيانو ويده شئ.

يوه لمسي وويل:

– بابا! هغه كوچنى كب څنګه شو؟

زاړه كب وويل:

– دا كيسه دې وي سبا ته. اوس د خوب وخت دى، شپه په خير!

د زاړه كب يوولس زره نه سوه نه نوي بچيان او لمسيان ولاړل او ويده شول. زوړ كب هم ويده شو؛ خو يو كوچنى سور كب تر سهاره پورې وېښ پاتې شو؛ ځكه چې د سيند په فكر كې ډوب شوى و…

پاى