کور / تازه خبرونه / په ننګرهار کی امریکایی ضد مظاهره وسوه

په ننګرهار کی امریکایی ضد مظاهره وسوه

اسوشیټیډ پریس لیکی چی ګڼ شمیر کسانو د سره رود په ولسوالۍ کی د امریکا او ناټو پر ضد مظاره وکړه چی علت یې د بهرنیو پوځیانو لخوا د یو پلار او د هغه د زوی شهید کول وو . مظاهره چیانو وویل چی هغوی دواړه ملکی کسان وو خو امریکایی خاص ځواکونه د شپې کور ته ورواوښتل او دواړه یې شهیدان کړل ، مګر امریکایان وایی چی هغوی زموږ د جاسوسي راپور له مخی طالبانو ته بمونه جوړول .
مظاهره چیانو د امریکا او ناټو پر ضد شعارونه ورکول او د جلال آباد او تورخم لویه لار یې د ترافیکو په مخ بنده کړې وه .

خبر زیاتوی چی طالبان تیره شپه د زابل ولایت د سرحدی او قبایلی چارو د ریًس عطا جان کجروال کورته ورواوښتل او هغه یې د خپلی میرمنی سره وواژه . دا پیښه د شاه جوی په ولسوالي کی رامنځته سوه .