کور / کتاب / د ارينزي دوه نوي كتابونه چاپ شول

د ارينزي دوه نوي كتابونه چاپ شول

احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.


په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال كې د ارينزي دوه نوي كتابونه د الازهر خپرندويه ټولنې له خوا خپاره شوي دي چې دلته به په لنډه توګه معرفي شي:


۱- نښه


نښه د ارينزي د هغه لنډو كيسو ټولګه ده چې د ۱۳۵۷ هـ ش- ۱۳۸۸هـ ش كلونو تر مينځ ليكل شوې دي. دا كتاب په ۳۴۰ مخونو كې يوه تخنيكي سريزه (د استاد رهنورد زرياب ليكنه) او ۳۶ لنډې كيسې لري. د كتاب د كيسو سرليكونه داسې دي:


ژوند، ربړينه پيشو، د زيارت جرګه، كسات، كليوالي ښوونځى، سپين ټوكر، شليدلي تارونه، ارمان، ډوډۍ، كور، سرې جنډې، سېل قاتل، خپل كلى خپل كور، سرې وينې او سره زر، پرديسي، كلابند ښار، قفس، اوښكې، ژرنده ګړى، تندر،تورخال،كمكى غل، نوې ګړۍ، اور، فراري، نښه، واورينك، پيرزوينه، د وينو پور، هديره او مارغه زرين.


زه د ښاغلي ارينزى د اثارو د يوه لوستونكي په توګه ځان ته دا حق نه وركوم چې د كتاب په محتوياتو او منځپانګه څه وليكم. هيله ده چې د لنډو كيسو ښاغلي كره كتونكي به د كتاب پر محتوا او د كيسو په فني مسايلو مقالې وليكي او په مطبوعاتو كې به يې خپرې كړي.


۲- د وردګو د واده دود اوبدلې.


(د وردګو د واده دود او بدلې) كتاب له دوو سريزو سره ۴۵۵ مخه دى. د كتاب دواړه سريزې ليكوال پخپله ليكلي او د كتاب په هكله يې د خپلو لومړنيو هڅو او موخو يادونه پكې كړې ده.


د دې كتاب په پيل كې د پښتنو په قبيلوي ژوند كې د ښځې په موضوع بحث شوى. بيا په دې موضوع رڼا اچول شوې چې(د ښادۍ بدلې) يا د پښتنو پيغلو او ښځو د زړه اواز كله، چېرته او څنګه مينځ ته راغلې دي؟


له دې وروسته په وردګو كې دود له پيله تر پايه څېړل شوى او د ښادۍ په سوونو بدلې ور سره يو ځاى راغلي دي. د دې كتاب د بېلا بيلو برخو سرليكونه دا دي:


ښځه په قبيلوي ژوند كې، د ښادۍ بدلې كله او چېرته مينځ ته راغلې دي؟ د ښادۍ په بدلو كې تاريخي پېښې او تاريخي نښې، د ښادۍ بدلې د ښځو د محروميت ازانګې، د ښادۍ په بدلو كې په ناوړه دودونو انتقاد، د ښادۍ د بدلو جوړښت او ډولونه، د ښادۍ د بدلو ځانګړي ډولونه ،چيغې يا انگۍ، ښځې د ښادۍ د بدلو جوړونكي، په وردګو كې د واده دود، د پښتنو وردګو اوسني ودونه د پخوانيو آريايانو د ودونو لړۍ، رويباري، ناسته، د خسر په كور كې د زوم لومړۍ شپه، ستن، پښه خلاصي، عيدي، ناويدود، د سرخلاصول، د نكريزو شپه، د ناوې وړل، دخسر كورته د ناوې رسول، نكاح، د ناوې د سرخلاصول، پښه وازي، د سرواره تګ، باكره ښځه، د ناوې عادي ژوند، په وردګو كې غيرمعمولي ودونه لكه د ټوپك ويشتل، يو بر بل مبارك كول، تېښته، تېښتول، بونډۍ، د بدو ښځه، دسراړول، كونډه اوغيابي واده.


له دې وروسته په كتاب كې د خوست د پښتنو هندوانو او سكانو واده راغلى، بيا د ناوې د لومړني ماشوم، په زيږيدنه خبرې شوې او بيا د وردګو او نورو پښتنو د واده په هكله يا د ښادي بدلې راغلې چې شمېر يې پنځه سوو ته رسي.


دا كتاب له رواياتو څخه مخامخ ليكل شوى؛ خو ۳۴ اخځونه هم لري. د كتاب متن او بدلې د پښتنو ښځو د قبيلوي حقوقي دريځ او واده په هكله ډېر په زړه پورې دى. هيله ده چې ښاغلي لوستونكي په دې كتاب هم كره كتنې وليكې او كتاب د بيا ځلې خپرېدو له پاره لا هم بشپړ كړي.