کور / اسلامي / د روژې نهمه ډالۍ

د روژې نهمه ډالۍ

ګرانو دوستانو ، هیله ده چی د پند او عبرت تیري اته قصې ګټوري واقع سوي وی ، او دا هم د نهمی روژې لپاره نهمه ډالۍ چی په اسلام کی د حوصلې او زغم د اصل په هکله ده [ ن . صمد ]

د علی (رض) حوصله :

د یوې غزا په ترڅ کی یو غښتلی کافر د حضرت علی (رض) سره مخاخ سو او هغه پر علی (رض) باندی ناببره ګوزار وکړ ، خو علی (رض) هم په یوه حمله سره هغه راغوځار کړ او پر ځیګر یې کښېناست او خپله توره یې پر راوکښله او داسی یې ورته وویل : ووایه چی لا اله الا الله محمد رسول الله ( بل خدای نسته بېله الله څخه او محمد د الله رسول دی ) .

که دا ووایې نو له مرګه به خلاص سې . خو کافر په ځواب کی ورته وویل چی قطعأ نه ! حضرت علی (رض) نور هم وپارېد . توره یې پورته کړه چی ګوزار یې پر کاوه دا مهال کافر ناڅاپه د علی (رض) پر مخ ناړی تُف کړې . د دې عمل په کېدو سره علی (رض) د هغه له ځیګره ولاړ سو او ایله یې کړ او داسی یې ورته وویل : ورځه معاف می کړې او نور آزاد یې !

هغه کافر حیران سو چی څنګه یې له حتمی مرګه معاف کړم . نو سمدلاسه یې ورڅخه وپوښتل چی ولی دې د ناړو په تف کولو سره پرېښوولم ؟

حضرت علی (رض) ورته وویل چی ما یقینأ ته وژلې ، خو دا چی پر مخ دې ناړی راتف کړې زما قهر او غوصه دې نوره هم ډیره کړه او سخت دې وپارولم . نو که می په دغسی حالت کی وژلی وای ښایی دوږخ ته تللی وای . ځکه دا وژل به زما د قهر او غوصې نتیجه وای نه د الله په لار کی د جهاد نتیجه . نو ځکه می د دغسی الهی جزا څخه د ژغورنی په خاطر پرېښوولې .

کافر چی دا تقوا او ایمانی جذبه ولیده سخت متعجب سو او ځای پر ځای یې داسی ورته وویل : لا اله الا الله محمد رسول الله ( بل خدای نسته بېله الله څخه او محمد د الله رسول دی ) ، او ما په زور او ګوزار سره ایمان نه راوړﺉ خو دا چی ستا دغه حوصله او زغم می ولید نو اسلام په عمل کی راته ثابت سو او نور به د الله په لار کی ستا ملګرﺉ یم .

نو هغه و چی دغه جابر کافر وروسته صالح مؤمن او د اسلامی امت یو فعال مبارز سو .

هو ، په وچ زور او احساساتو سره دعوت برعکس نتیجه ورکوی خو په حِلم او حوصله سره جوپه جوپه انسانان مسلمانان کیږی او مسلمانان هوډمن کیږی .