کور / کیسه / د فکر چينه

د فکر چينه

لمر وتو ته لا څو شېبې پاته وې چي مورکۍ دميېږ دڅرولو لپاره دخوب څخه پاڅولم زه هم دنورو ورځو په څېر کښېناستلم مورمي نن هم دسرې وزې شيدې په کوچينۍ چاينکه کي راته راوړې مامي هم تر پزي ځان په موړ کئ او بيا نو دتور غره په لور باندي رهي سولم ټولي وزې او ميږي مي چابکي چابکي بيايم.

پسرلی دنړۍ په نيژدې سيموکي پر ګلانو سپور معلوميږي دهرشنه واښه دخولې څخه پسرلنۍ نغمې راوزي غرونه زرغونو ونو په خپلو پاڼو داسي پوښلي دي لکه دلمړۍ شپې ناوي چي دسپينو پرځای زرغونه کالي اغوستي وي شا او خوا ځايونو کي دهر ډول مارغانو رېزونه تر غوږو کيږي نری نری باد په خپل پوښهاري سره دونو پاڼي نوري هم ښکلي،کوي ماهم لمړی خپل تولکه/شپېلکه خولې کي واچوله او دښه زوره مي پکي نارې او زمزمې ټينګولې

په شپېلکي مي ښه ځان ستړی کړی يوګړی مي ديو تور کاڼي تر شاه ډډه ووهله اوس نو لمر داسمان پر منځ نېغ پر ما برابر دی خو ښه خبره دا وه چي زه ديوې وني سيوري ته پناه وم کني دپسرلي لمر خو زه ايشولم.

خو بياهم حلق مي په ډېري شپېلۍ وهلو سره ونښتېځل سو خوله مي ډېره ستړې سوه او تندي نوره دشپېلۍ وهلو طريکه راڅخه بدله کړه

په دغه ځای کي په شنو وښوکي يو شين نری چينار پرمځکه ټومبلی و او تر لاندي داوبو يوه تکه شنه او زرغونه چينه پرته وه چي رڼي او به يې لکه مرغلري داسي ځليږي او ګړنګيږي زه ډېر تږی سوی وم دستي مي پر چينې غاړه کښېښوده او به مي خولې ته لانه وې نيژدې سوي چي ديو بد شکله سړي خوندي شي سايه مي په اوبو کي ترسترګو سوه تنده مي په ويري واوښته تر شامي مخ پرې راواړه وه که ګورم دنيمه سپين ږيري پر تکو شنو سترګو لويو غاښونو لکه دغټ غوايي ښکرونه په ږيري ببر مخ غټه خوله لکه دزړې خوني کړکۍ داسي بده بلا غوندي شئ دی چي ماخو څه کوې چي زما ټول خاندان به هم په ټول ژوندنه وي ليدلی زه پر خپل ځای لکه ټک وهلی موږی ودرېدم نه حرکت کولی سم نه خبري کولی سم.

لکه تالانده يا برېښنا په وهم جن ږغ سره يې راته وويل:سړی په عقل پسي تلی سي خو عقل په سړي پسي نه سي تلای موږ تاته نه درتلو ته خپله زموږ ميهمان سوې په کټ کټ يې وخندل ويې ويل وچيښه اوبيانودرځه خپلي ميلميستياته دي زه هم نور په څه نه پوهېږم بدرنګه سړی مخکي سو او زه په پسې سولم څو قدمه چي ولاړم ببر سري سړي راږغ کړل زما نوم (هی هی) دی ته دي خپلي سترګي پټي کړه او زما په اوږوکي سپورسه زه هم ډېر تر اغيزي لاندي راغلی وم څه مي ونه ويل د(هی هی) په خيرن او ناولي څټ کي سپور سوم ما لا دخيرن هی هی په لويو ويښتانوکي ګوتي نه وې ټينګي کړي چي ويې ويل کښته سه کله چي راکښته سوم دهی هی په صلاح سره مي خپلي سترګي خلاصي کړې.

اوس زه هغه ځای نه وينم چي ما پکښي ميږي او وزې څرولې نه چينه سته نه مي مالونه او نه دپسرلي موسم دی هري خواته دنابلدو غوندي کسانو څېرې په سترګو وينم هی هي راته وويل:درځه چي زموږ پاچاه ته غوښتی يې چي دامي واورېده فکر مي وکړی چي دا پاچاه به يې بيا دچا په رنګ يې

بده بلا مخکي او زه ورپسې سولم دادی يوې غټي کلاته يې راوستلم څارن پالان او خدمت ګاران يې دو مره ډېر دي لکه دژمي مېږيان چي په خپل غارکي نه ځايږي.ليري مي يو تخت او کُرسۍ تر سترګو سوه چي يوه ښکلې نازکه جنۍ يې په منځ کي ناسته ده دا زموږ دکلي ګلالۍ نه وه چي ديدن ته به يې زه غوړېدلم ما خوبه داسي ويل چي يوازي په دې نړۍ کي ګلالۍ غوندي ښکلا پيدا سوېده:

دا تر هر چا ښايسته ده توري زلفي توري غټي سترګي، سره شونډان دومره ښکلا خدای ورکړې ده چي ستاينه هرڅومره پرې لږده بد شکله هی هی ورږغ کړل دادی بي بي هغه هلک هغې هم راږغ کړل ځوانه ستړی مه سې

احمد………….ته ستړې مه سې

ځوانه زما درې شرطونه دي کچيري تا پوره کړل زه به ستاسره واده وکړم

ددې خبر په اورېدو زما نوره هم ددې ښکلي سره مينه پيدا سوه ورغبرګه مي کړه سمه ده بي بي خو زه کله پوهېږم چي ستا به څرنګه شرطونه وي

بي بي وويل: اول داچي زما يوه کوچينۍ خورده چي ديبانو اسم باندي ويلی دی هغه دشپېلۍ په ږغولو سره پر سد راځي. دويم داچي داسي طوطي به راته راولې چي په بشپړه توګه په خبرو باندي وپوهيږي

او دریم داچي دانسانانو څخه به یوه کوچنۍ ماشومه چي په خبرو کولو لانه پوهيږي ماته راولې ددې دريو شرطونو په اداءکولو سره بياته زما دژوندلمړنی مېړه يې.

احمد دځان سره وايي اوه!

خدايه داخو شاپېرۍ ده چي داسي ښايسته ده ا و بل يې زما څخه دادم زادي جنۍ غوښت هم وکړی

دا به څنګه سي.

شاپېرۍ ږغ کړل څه سوچ کوې

هيڅ نه

که مي وکړای سوه ستامُهيمتوبونه(شرطونه) به پوره کړم

زه نو اوس په دې هڅه کي يم چي څرنګه ددې خور دمسمونېدو (بېهوښۍ) څخه په هوښ کي راولم.

تر شپې تېرولو وروسته دشاپېرۍ دخورځای ته راغلم.

پرشونډو مي شپېلۍ کښېښوده او خدای ته مي دوعاوکړه

شپېلۍ مي وږغوله ومي ږغوله دخدای په برکت سره تر يوساعت وروسته دشاپېرۍ خور په هوښ کي راغله او خبري يې وکړې اوس نو زما زړه بيدارسو دشاپېرۍ هغه دوه نور شرطونه مي هم پوره کړل

شاپېرۍ دخپلي کړي ژمني سربېره زما سره واده وکړی او س زه هغه مخکنۍ احمد نه يم دخيال څخه پر کمبله نه کښېنم دښاپېرويو په ښارکي ګرځم هره شپه او ورځ مي په عيش او عشرت راباندي تيريږي.

بوډۍ او نازولې مورمي چي زه يې دزړه په وينو رالوی کړی وم ماهېره کړې ده:

وختونو دي تېريږي دشاپېرۍ څخه مي زوی وزېږېدی دانو زما لپاره داختر ورځ ده هغه خوشحالۍ مو جوړي کړې چي چا به خوب هم نه وي ليدلي

يوه ورځ دشاپېرۍ سره يوځای دسيندغاړي ته تللی وم او ماشوم او ښکلی زوی مي راسره دی دسهارڅخه تر ماپښين پوري مو چکري ووهلې دماپښين دلمانځه وخت راغی بي بي راته وويل مسلمانه لمونځ وکړه ماويل خير په توان مي نه دی اوس او به هم ډېري سړي ته هسي نه چي نارغ نه سم

بيابي بي راته وويل:لمړی چي دلته راغلې خپل عبادت دي په پوره توګه اداء کوی او اوس کهالي کوې؟

ماوويل پرېږده په دې خبرو پسي سرمه ګرځوه

لږه شېبه وروسته زما ماشوم زوی دسيند ترغاړه په پرتو خټو کي ځان ککړ کړی ما چي وکتی دستي مي اوبوته کش کړی پر مخ مې اوبه واچولې زوی مي خپل په خټوککړ لاس زما پرمخ هم کښېښود

ما هم دمخ پرېولو په خاطر دسيند څخه يوه لپه اوبه پرمخ وشندلې او څه اوبه مي په لپه کي خولې ته هم واچولې ځکه چي تږی سوی وم کله مي تر او بو څښلو وروسته سترګي خلاصي کړې چي شاته مي وکتل نه زوی سته نه مورسته هغه غرمه ده هغه چينه ده هغه چيناردی هغه زما ميږي دي او زه هغه پخوانی غريب احمد يم خو اوس پوه سولم چي غرور يوازي خدای لره ښايي بنده لره نه ولي چي هغه (فکرجنه چينه)ده اوزه يم

۱۳۸۹/۵/۲۶