کور / سياسي / د دوو قومونو ترمنځ شخړه؛ د کورنۍ جګړې پيل

د دوو قومونو ترمنځ شخړه؛ د کورنۍ جګړې پيل

د کوچيانو او هزارګاو تر منځ وروستۍ جګړې او جوړجاړي يو ځل بيا د خلکو په ذهنونو کې د اويايمې لسيزې انځورونه تازه کړل، د خلکو زړونه يې ودربول او آن ځينو کسانو خو د خپلو خواخوږو په ياد چې په تېر کې په بې رحمانه ظلمونو په شهادت رسيدلي ول، اوښکې هم تويې کړې، زه په دې نه غږېږم چې د كوچيانو او هزارنګان تر منځ په جګړه كې كوم لورى ظالم او كومه خوا مظلومه واقع شوه، داټولو ته جوته ده او په دې برخه كې ډېرې ليكنې هم شوې دي. زما موخه داده چې ولې ددې قومونو ترمنځ جګړه و غځېده؟ د بهسودو د جګړې اصلي لامل څه و او بيا ولې مهار نه شوه؟ ددې ټولو تر شا د چا لاس دى؟ او… ؟

 په دې ډول په لسګونو پوښتنې د هر افغان په ذهن كې خطور كوي. خو را به شو دې ته چې په بهسودو كې د هزارګانو او كوچيانو په شخړه كې چې كله د افغان ولسمشر دويم مرستيال د يوه قوم په څنګ كې ودريد او تر هغه چې د هزارګانو په ګټه يې پرېكړه نه وه كړې؛ خپل اعتصاب ته يې دوام وركړ او يو ځل بيا چې ددې قومونو تر منځ د روان كال د اسد په ۲۲ مه نېټه د يوې ورځې لپاره جګړه ونښته؛ په دې ورځ د پېښې په سيمه كې د ولسمشر دويم مرستيال كريم خليلي يو ځل بيا را ښكاره شو او آن داسې هم ويل كېږي چې ددې عالي جناب د ساتندويانو له خوا ځينې هزارګان مسلح كړل شول، لاسي بمونه يې وركړل، د سون توكو د پيداكولو موقع يې وركړه او بلاخره يې پر كوچيانو يرغل وكړ چې پايلې يې ټولو ته معلومې دي.

 دا هغه څه دي چې موږ د حقيقت وروستيو پوړيو ته رسوي او هغو ګنګوسو ته د واقعيت جامه ور اغوندي چې ويل کيدل(( له کله نه چې ډېوډ پتريوس د ښاغلي سټنلي مکرسټال ځاى ناستى شوى له هغې ورځې څخه امريکا د پيتريوس په زريعه خپل (c ) پلان تطبيقوي او پيتريوس د خپلې دندې له پيل راهيسې په پرلپسې ډول له ښاغلي کريم خليلي، محمد محقق، جنرال دوستم او نورو هغو کسانو سره چې پېتريوس کولاى شي خپلو موخو ته ورسوي ليده کاته تر سره کوي )).

 د امريکا د (c ) پلان يوه مهمه برخه د قومونو تر منځ اختلاف او هغوى جګړې ته هڅول دي چې په ترڅ کې يې د امريکا مخالفين په جګړه کې ښکېل او بوخت کېږي او امريکا د خير په غونډۍ ددوى ننداره کوي او خپلې موخې ترلاسه کوي چې په پايله کې يې د امريکا د پوځ د مړينې کچه هم را ټيټېږي او داسې نور څه.

 په دې کتنو کې به خامخا پيتريوس دې کسان ته ويلي وي چې تاسو د تاريخ په اوږدو کې کړيدلي ياست، تاسو خپل غږ پورته کړئ او حق مو تر لاسه کړئ، په اغلب ګمان سره داسې به هم ورته ويل شوي وي چې پښتون اوس په جګړه کې ښکيل دى او موږ له تاسو سره يو. ځکه چې امريکا خپلو موخو ته د رسيدو په خاطر هغوى ته د زړه خبره نه کوي، له بلې لارې هدف ته ځان پرې رسوي.

 هزاره او ځينو نورو قومونو موږ ته د تاريخ په اوږدو کې امتحان را کړى چې ددې خاورې هويت، عزت او ملي وحدت ورته بې مانا دي، خپلې ګټې پر ملي ګټو غوره بولي او ددې پر ځاى چې خپلې راتلونکي ته متوجه شي د ډم ډول ته په پټو سترګو ګډېږي.

 زه ددې قومونو تر منځ وروستۍ شخړه چې د اسد په (٢٢ ) مه را منځ ته شوه د تېرو خونړيو کورنيو جګړو په څېر يو بل عملي ګام بولم، تاسو به ووينئ چې په راتلونکي کې به له دې بل شوي اور څخه د تيلو بوى را پورته شي او داسې شغلې به ترې را پورته شي چې تم کول به يې بيا ناشوني وي، ځکه چې ددې شخړې د حل لاره معلومه نه شوه، ولسمشر کرزي ددې ستونزې د حل په موخه د يوه کمزوري کس تر مشرۍ لاندې تش په نامه پلاوى وټاکه، داسې يو کس چې په خپله برخه ( کرکټ ) کې يې د لسو کسو تر منځ جوړجاړى يوکال وغځيد او د اوارولو لاره يې نشواى ورته پيدا کولاى.

 موږ ګورو هغه کسان چې په دې پوهېږي چې دې اور ته له بهره پکه وهل کېږي يعنې د پوهې خاوندان دي د هغوى په ذهن کې هم د مقابل لوري لپاره کرکې ځاى نيولى، مانا داچې ددې چار په تر سره کولو سره د کورنۍ جګړې لپاره له هر لوري ذهنيتونه اماده دي او دا ځل که داسې شخړه رامنځته شي نو ټول قومونه او رهبران به د اويايمې لسيزې دريځونه يو ځل بيا خپل کړي… !

 په پاى کې زه ددې لويې ستونزې يوازينى حل په دې کې وينم چې ولسمشر کرزى بايد دغه مسئله له خپل ولس سره شريکه او په زغرده ورته ووايي چې په دې بدمرغئ کې د بهرنيانو په ځانګړې توګه د امريکا لاس دى، ددې تر څنګ ولسمشر بايد د يوه داسې کس تر مشرۍ لاندې چې په ټول ولس کې محبوبيت ولري؛ يو پياوړى کمسيون ددې ستونزو د حل لپاره جوړ کړي.

په دې سره به مو هم د پرديو شومو اهدافو ته نه ويلى وي، هم به مو ولس د ورورولۍ او ښيرازۍ پر لور بولى وي او هم به خپله افغان ولسمشر د شا شجاع له لقب څخه ځان ساتلى وي.

 ٢٧\ ٥\ ٨٩