کور / راپور / جان کيري، جنرال پټريس او ورسره پلاوي کندهار ته راوسېدل

جان کيري، جنرال پټريس او ورسره پلاوي کندهار ته راوسېدل

د امريکا ديموکرات سناتور جان کيري ، په افغانستان کي د امريکا سفير ايکن بيري ، جنرال پټريس او ورسره پلاوي نن کندهار ولايت ته راورسېدل . دغه پلاوي په ننني سفر کي د کندهار له والي پوهنوال توريالي ويسا او نورو دولتي مقاماتو سره ليدلي او د کندهار پر روان امنيتي وضعيت يې خبري ورسره کړي دي. د ولايت مقام څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي چي د کندهار والي د امريکا د متحده ايالاتو له مرستو څخه مننه وکړه او د کندهار دپاره يې له سناتور جان کيري څخه د ٢٠ ميګاواټه اضافي برېښنا د برابرولو غوښتنه وکړه.


خبر پاڼه وايي د کندهار د معارف، د اقتصاد، د علماوو د شورا او د برېښنا رئيس هم له راغلي پلاوي سره وليدل او د هغوى څخه د ښووني او روزني، اقتصاد، امنيت او د برېښنا د برابرولو غوښتنه وکړه.