کور / تازه خبرونه / زابل: رئيس له مېرمني سره يوځاى وژل سوى دئ

زابل: رئيس له مېرمني سره يوځاى وژل سوى دئ

ناپېژاندو وسلوالو تېره شپه د زابل ولايت د قومونو او قبايلوچارو رئېس دخپلي مېرمني سره يو ځاى په ډزو وواژه .
د دې ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار ياده پېښه تائيدوي او وايي چي د قومونو او قبايلو چارو رئېس عطاء جان او دهغه مېرمن تېره شپه د دې ولايت د شاه جوى ولسوالۍ د پاسنو په کلي هغه وخت ووژل سول چي يې کور ته يې د شپې مهال طالبان ور واوښتل او پر هغوى يې ډزي وکړې .
نوموړي همدا ډول وويل چي په دې بريد کي د هغه د کورنۍ يو بل غړى هم ژوبل سوى دئ . نوموړى وايي چي هغه د کوم چا سره دښمني نه درلوده او په وينا يې چي طالبانو د حکومت سره د کارکولو په تور وژلى دئ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .