کور / تازه خبرونه / فراه: د احصائيې آمر وژل سوى دئ

فراه: د احصائيې آمر وژل سوى دئ

د فراه ولايت د احصائيې آمر د خپل يوه زوى سره د ناپېژاندو وسلوالو له لوري په ډزو وژل سوى دى .
د دې ولايت امنيه قوماندان محمد فقير عسکر ياده پېښه تائيدوي او وايي چي د احصائيې آمر هاشم خان او د هغه زوى د ګلستان ولسوالۍ په بازار کي په يوه هټۍ کي ناست ول چي د ناپېژاندو وسلوالو له لوري ووژل سول .
نوموړى وايي چي د پيښي سره د تړاو په تور يې تر دې دمه څوک نه دي نيولي خو په اړه يې پلټني پيل کړي دي .
د يادوني وړ ده چي تر دې دمه کومي ډلي څه نه دي ويلي .