کور / شعر / پړه

پړه

محمديوسف خدمتګار مزدورزوی
افسوس افسوس ستا په ژوندون پښتونه


تا نه د پلار نيکه تايخ هير دی


اور مې بليږي په لړمون پښتونه


خپل حقيقت درځنې تريخ هير دی
 



افسوس افسوس د غم نارې وهمه


په هديرو باندې مې لوبې وشوې


چې پښتون پاڅيږي سورې وهمه


دود او جرګو باندې مې لوبې وشوې


ژوند مې توپان شولو څپې وهمه


ديرو حجرو باندې مې لوبې وشوې
 



په اور دې وسومه بيلتون پښتونه


د پښتونوالې درنه بيخ هير دی
 



پښتونه پاڅيږه دنيا وګوره


د اسمان ستورو کې ژوندون لټوي


سر کړه راپورته شاوخوا وګوره


هر څوک د خپل منزل مضمون لټوي


خپل وړاندې وروسته په رښتيا وګوره


د ژوند غوښتنې دې بدلون لټوي



په ټينګ ايمان وکړه پاڅون پښتونه


رسم رواج درنه خپل سيخ هير دی



حال ته دې ګوره لر او بر پښتونه


څو به د پلار نيکه په نوم وياړې


شه د سيالانو برابر پښتونه


که اوچت ژوند او اوچت نوم غواړئ


د وياړ په خوا کې کړه ځان نر پښتونه


که ننګ عزت او د پت نوم غواړئ



يو کړه پخپلو کې پښتون پښتونه


تانه دښمن خپل مخامخ هير دی



ستا غيرتي ولس احتياج د نورو


ته ورور وژلو ته پښتو وايې


ستا خزانې باج او خراج د نورو


ته خوشو لاپو ته پښتو وايې


ته استعمال شوې په مزاج د نورو


دښمن به ورونو ته تر څو وايې



بندې کړه لارې د بيلتون پښتونه


تا نه د پلار ژوندون راسخ هير دی



ستا سرحدونه له امو او جيحون


تا د عمان خليج کې امن راووست


ستا رواجونه د جوګو د قانون


په هندوستان کې به دې امن راووست


اوس ولې ته شوې ډلې ډلې زبون


تا به د جنګ ميدان کې امن راووست



وکړه يووالی پيوستون پښتونه


تا نه تګلوری مخامخ هير دی



تا دې بچي ټول نوکران تربيه کړل


د پرمنتګ کاروان نه پاتې شولې


تا دې نالوستي خپل ځوانان تربيه کړل


د وړاندې تګ کاروان نه پاتې شولې


تا په جنت کې شيطانان تريبه کړل
د مدنيت کاروان نه پاتې شولې


وکړه د نوي ژوند تړون پښتونه
ستا خدمتګار نه ستا پاسخ هير دی