کور / تازه خبرونه / د خپلواکۍ د ۹۱مي کالیزي په مناسبت د طالبانو پیغام

د خپلواکۍ د ۹۱مي کالیزي په مناسبت د طالبانو پیغام

لر او بر ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۱مي کالیزي په مناسبت د مبارکۍ پیغام رارسېدلی چی متن یې په لاندی ډول دی :
له انګریزي ښکیلاکه دخپلواکۍ دیونویمې کلیزې په مناسبت
داسلامي امارت درهبري شوری دمبارکۍ پیغام
دروان ۱۳۸۹ هجري لمریز کال دزمري اته ویشتمه ،له انګریزي ښکیلاکه دګران هیواد افغانستان دخپلواکۍ له ۹۱ یمې کلیزې سره سمون خوري له دې ورځې څخه پوره ۹۱ کاله وړاندې د۱۲۹۸ هجري لمریز کال داسد دمیاشتې په اته ویشتمې نیټې نړیوال انګریزي ښکیلاک ترهغه وروسته دافغان سرلوړي اولس خپلواکي اوځمکنۍ بشپړتیاپه رسمیت وپيژنده،چې تقریبا له یوې پیړۍ څخه په راپيل شویو پټو او ښکاره دسیسه بازیو ، مداخلو او مخامخ پوځي یرغلونو یې له هراړخیزې ماتې او شرمندګۍ پرته هیڅ هم ترلاسه نکړل .
دافغانستان داسلامي امارت رهبري شورا ددغې سترې ورځې درارسیدو په مناسبت دهیواد په لراوبر کې ټول مؤمن اولس،دحق دلارې مجاهدینو او داسلام او خپلواکۍ په مینه دمتاثره شویو وګړو،شهیدانو ،معلولینو او زندانیانو کورنیو ته دزړه له اخلاصه مبارکي وایي .
د۱۲۹۸ هجري لمریز کال داسد ۲۸ اته ویشتمه وياړلې ورځ دافغانستان او حتی نړۍ په تاریخ کې کومه عادي ورځ نه وه ،انګریزي استعمارچې د ۱۷ مې میلادي پیړۍ له پيله یې دختیځ هند او بنګال په لراوبرکې خپل استثماري جال ویړکړی او ددوو پیړیو په تیریدو سره یې نږدې ټوله سیمه ترستوني تیره کړې وه د۱۹ میلادي پیړۍ په لومړیو کې یې له څولسیزو پټو دسیسو او لاسوهنو وروسته ،دافغاني واکمنانو خپل منځني رقابتونو له امله په افغانستان دمخامخ تیري جرأت وکړ ،داداسې مهال وو چې زمونږهیواد که له یوې خوا دداخلي سیاسي بحران له ځوره كړیده له بلې خواپه شمالي ګاونډ کې دروسي ښکیلاک پوځي پرمختګ هم روان وو چې دمنځنۍ اسیا دهیوادونو غوندې یې افغانستان هم دنظامي یرغل له ګواښ سره مخامخ کړای وو.
خو له دې ټولو ناخوالو سره سره افغان اولس دهرځل غوندې بیا خپل ایماني شهامت او فطري عزم وښود، زماني شرایطواو مادي وسائلونابرابرۍ ته له پاملرنې پرته یوازې د الهي نصرت په بركت سره دانګریزي یرغل مقابلې ته ودریدل او نږدې داتیا کلونو په اوږدو کې یې دبې پایه قربانیو او فداکاریوپه برکت دانګریزانو ټول دسائس او پوځي یرغلونه بې اغیزې کړل چې په نتیجه کې یې نه یوازې په افغانستان بلکې په درسته سیمه اونړۍ دانګریزي ښکیلاک دواکمنۍ خوب بې تعبیره شو .
لکه څنګه چې تاریخ شاهددی په افغانستان دغه اوږد ناروا تاړاک نه لومړنۍ وه او نه هم وروستنی ؛ تردې وړاندې هم افغان مومن اولس دنړیوالو فرعوني زبرځواکونونارواتجاوز ونه ،نه وو زغملی اوتردې وروسته به یې هم ونه زغمي ،خوپه دې اړوند یوه خبره چې باید دنړیوالو او سیمه ایزو ستروسیاسي لوبغاړو توجه یې جلب کړې وای او درس یې ترې اخیستی وای په دې ډول تاړاکونو کې دافغانانو ازمایل شوی عقیدوي متانت ،او دخپلواکۍ ساتنې روحیه ده چې تل یې دیرغلګروشیطاني پلانونه نامراده کړیدي ،مګرپه تاسف سره مونږ وینو چې اوس هم دامریکایي امپریالیزم په مشرۍ دنړۍ یوشمیر غولیدلي هیوادونه له څو کلونو راهیسې هڅه کوي په افغان اولس هغه څه ومني چې په تیرتاریخ کې چانه دې پرې منلي .
هیواد وال شاهددي چې له نهو کلونو راهیسې هیواد دنړیوال سرزوري ښکیلاک تریرغل لاندې دی او په مقابل کې یې مؤمن اولس په تش لاس دمقابلې میدان ته راوړاندې شوی دی .
دزمري داته ویشتمې نیټې رارسیدل که له یوې خواددې هیواد او اولس داشغال په اړه ، دافغانستان اوسنیو غلیمانو (نړیوالو یرغلګرو) ته له سره دفکر کولو او ډیرڅه زده کولو موقع ورکوي له بلې خوا په وسلوال جهاد بوخت افغان اولس ته هم وریادوي چې څنګه یې نیکونو دانګریزي ښکیلاک په وړاندې نه ستړې کیدونکي مبارزه وکړه اوپه پای کې له مغرورویرغلګرو دهیواد دخپلواکی ترلاسه کړه .
مونږ اوسنیو شرایطوته په پام سره که له یوې خوا دافغانستان په اوسنيویرغلګرو له هیواد څخه دژرترژره وتلو غږ کوو له بلې خوا خپل مؤمن اولس ته ډاډ ورکوو چې لرې نه ده چې دلوی او متعال خدای په نصرت او دمؤمن اولس دقربانیو په برکت اوسني اشغالګر هم ددوئ داسلافو انګریزانو غوندې په ټیټو سترګو دافغانستان پریښودلو او ددې هیوادخپلواکۍ ته په احترام مجبور شي ،خوتردې هدفه مو یوازې په الهي نصرت باور ،مخلصانه جهاد او خپل منځي اتحاد او وروولي رسولای شي . ان شاءالله تعالی وماذالک علی الله بعزیز
والسلام
داسلامي امارت رهبري شوری