کور / شعر / پښتو

پښتو


وايي اغيار چي د غضب ژبه ده


ګرانه پښتو چي د ادب ژبه ده


ماته د امن ملايکه ښکاري


د انساني غوره مذهب ژبه ده


اوس يي بلبلي په باغو کي وايي


د ترنم او د طرب ژبه ده


پخوا د پوهي په نصاب کي نه وه


نن د پوهني او مکتب ژبه ده


ددې هيواد د تاريخي وګړو


د لوی ټبر او لوی نصب ژبه ده


اغيار دي ښه پوه شي چي مرګ نه لري


دا د غرغښت دا د شنسب ژبه ده


زه يي د ټولو ژبو مور ګڼمه


هم د عجم هم د عرب ژبه ده


پښتو غيرت ، خدای غيرتي سرتېره


په دې دليل واية د رب ژبه ده