کور / سپورټي / افغان کرکټ اتل ملي ټېم کابل ته راورسیدئ

افغان کرکټ اتل ملي ټېم کابل ته راورسیدئ

د افغانستان ملي لوبډله نن سهار ۷:۰۰ بجې د کابل هوائي ډګر ته راوسیدله، د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي لومړی د کابل د کرکټ لوبغالي ته وېوړل شو او له لوبغالي څخه زیات لوبغاړي خپلو کورونو ته ولاړل او ځینې لا په کابل کې پاتې دي.د لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی او ویډیو څیړونکی داود بابر او ۱۳ د ملي لوبډلې لوبغاړي کابل ته راورسیدل، د کابل په هوائې ډګر کې د کرکټ بورډ د مسؤلینو لخوا د ګلانو په ګیډیو ټول لوبغاړي بدرګه شول.


د ملي لوبډلې څخه روزونکې کبیر خان او راشد لطیف او لوبغاړی نور علي ځدران په لندن کې پاتې شوي چې ډیر ژر به خپلو کورونو ته راستانه شي، د ملي لوبډلې فیزیو عظیم ملک له لوبغاړو څخه په دوبۍ کې بېل شوی او هغه هم اوس خپل کور پاکستان ته رسیدلئ دئ.


نن په کابل کې د خپلواکې ورځ د ارګ په ماڼۍ کې د دولت چارواکو لمانځله لارې ټولې بندې وې، د ملي لوبډلې لپاره په کرکټ بورډ کې د دمې لپاره ترتیبات نیول شوي و خو د کرکټ بورډ دفتر د ارګ شاته دی نو لارې یې ټولې تړلې وې، په زیاتو لارو یې موټرو او پیاده خلکو ته هم د تللو ایجازه نه ورکوله نو د ملي لوبډلې لوبغاړو ته امنیتي کړیو هم ایجازه ورنکړه چې کرکټ بورډ ته د دمې لپاره لاړ شي، همدا لامل و چې لوبغاړي ټول د کابل لوبغالي ته وېوړل شول.


د افغانستان کرکټ بورډ د کورنیو رسنیو لپاره هم په کرکټ بورډ کې د خبري ناستې چارې برابرې کړې وې خو له بده مرغه د کرکټ بورډ مسؤلینو، د ملي لوبډلې لوبغاړو او د رسنیو خبریالانو ته امنیتي چارواکو ایجازه ورنکړه چې د کرکټ بورډ دفتر ته ولاړ شي خپله خبري غونډه سرته ورسوي او لوبغاړي ارام وکړي.کرکټ بورډ په دې اړه ډیر خواشيني ښائي چې د افغانستان اتلان په دې شکل امنیتي ارګانونه لمانځي، لوبغاړو هم دمه ونکړه او ستړي ستومانه خپلو کورونو ته روان شول.





 افغانستان د انټرکانټینټل جام په سياليو کښې د ۷ هیوادونو په کتار لومړی مقام وګټئ.


 افغان کرکټ اتل ملي ټېم کابل ته راورسیدئملي لوبډله د سکاټلینډ هیواد ته د لویو وچو یا د انټرکانټینټل د سیالیو ۵ څلور ورځینۍ سیالۍ ته  له سکاټلینده سره په ۴ د اګست له هیواده په سفر تللې و. افغان ملي لوبډلې ارزښتناکه څلور ورځینۍ سیالي د سکاټلینډ له هیواد په ۲۲۹ منډو وګټله او افغان ملي لوبډلې په سکاټلینډ کې دوه یوه ورځینۍ سیالۍ هم  د همدې هیواد سره درلودي چې یوه سکاټلینډ اوبله د افغانستان هیواد وګټله او سره مساوي اعلان شوي.

تبصره نسته

  1. Oh Allah, whom belongs all Glory and Grandeur.
    Oh Allah The Omnipoienient , The supreme. The greatest, The highest.
    We ask your Glory and power, and victory for the Mujahideen in your cause particularly in Afghanistan…

  2. har kala rashi ,, khoday na mo baryali ghowaro

  3. Dear Afghanistan Cricket Team.
    Congratulation your mach wining we are happy from your,s bravery besucess in every scope of your life

    Mohammad Tahir Arafatzai Jalalabad Province

  4. دکرکت ملي لوبډلي مبارک مو شه!

    یو ځل بیا مو د افغانانو شمله هسکه وساتله او ګران هیواد ته مو افتخار وګاټه. تل بریالي هوسی.

  5. Hello to all afghans brother and sister
    i am one of Afghan brave student from Abdul wakil high school 10 class and GCep program member
    First of all i am very happy from all cricket players of our country that they are trying alot and i hope that they will try more inshallah in the future too
    Thanks alot
    Zainullah khan 0796877095