کور / کیسه / زهرجنه روژه

زهرجنه روژه

دا د ژوند د کيسو څخه يوه رښتنې او حقيقي کيسه ده


سږنۍ هغه روژه نه وه چي ما دمور پلار، او دکورنيو دنورو غړو سره تېروله

ددې مبارکي مياشتي راتلو زماڅخه خوښي تښتولې وه يوازي راسره زما دغمونو يادونه پاته و

دروژه ماتي پر ځای مي دسترګو اوښکي خوړلې او پېشمنی خو مي هغه سي هم دبېلتون سره و

اوس نو زه په هغه ځای کي وم چي خپلوان مي ډېر راڅخه ليري و

دپردېسي روژې پېشمنی،او روژه ماتی يو ملګري راته چمتو کوی خو زما کله دومره طالع وه چي زه دي ډوډۍ وخورم او يادي اوزګار سم.

دهر پېشمني،او روژه ماتي خوراک مي په ناستي او ولاړي کاوه کله نا کله مي دماښام ډوډۍ دشپې په دريو بجو خوړله ورځ تر بلي مي رنګ دومره ژړوالی اخيستی لکه کوچينۍ مڼه چي دوني پر ښاخ ناجوړې سي

بالاخره روغتيا پوهان مي په علاج هم نه پوهېدل ما به له ځان سره ويل چي دا روژه ده هرومرو دانسان پر وجود باندي څه ناڅه اغيزه کوي په دې اوسېدن ځای کي نوروملګرو مي هره ورځ دروغتيا پوښتنه راڅخه کوله خو مابه مي ځواب په نورو خبروکي تېراوه

دې پردېسۍ او ليري والي دومره تر خپلي اغيزي لاندي راوستی وم چي اوښکو مي په مخ او ګرېوان کي کوڅې جوړولې زه نه پوهېدم چي ولي مي ژړل او ما نه سوای کړای چي خپلي اوښکي او ژړېدونکي سترګي دخندا سره اليشي کړم.

دې غمونو خندا زما دشونډو څخه داسي ورکه کړه چي پر خندونکي خبرو مي دخندا پر ځای ژړا راتله اوس ملګري محمدي غمکش راته وايي زه په رښتيا هم دغمونو ګوډی وم په هيڅ ډول مي نه سوای کړای چي لږه مسکا ځاتنه اختياره کړم

سهار چي به لمر خپل جلونه پر اسمان وتړل زه به بيا لکه دبيديا مسافر چي مزل ته چمتو کيږي راپاڅېدلی وم ژړېدونکي او تکي سرې سترګي به ددېوال تر سايې لاندي ناست يا پروت وم ملګرو مي راته ويل(( اخر ولي داسي سولې لېونی سوی يې که اعصابي يې)))

خو مامي دزړه په کوګل کي هغه راز چي زه يې وژلم او ژوندی کولم بې له خدايه بل چاته نه ښکاره کوی دروژې دېر شپې مي پرله پسې دالله په دربارکي عبادتونه کول ترهر لمونځ وروسته مي يوازي دچاودېدلي زړه دهيلي دپوره کېدو دوعاوي کولې په دې مهالو کي مي شعر ليکلو ته هم مخه کړه کله به شاعر سوم کله لېونی او کله به مي اوښکي خوړلې.

خومادخپلو دوستانو څخه دليري والي په سبب دېغت نه کاوه زما دې مسافر ژوند ته دباغ حرم هغه بدرۍ راکوچېدلې وه چي دسپين،مخ تورو سترګو او سرو شونډانو دکتلو پرځای يې يوازي ما ږغ اورېدی.

داهغه د خدای پيدا وه چي خپل ژوند يې ماته په مينه کي رابخښلی و او زه دخپلي زمانې هغه مين وم چي سرو کارمي دعبادت دوعاو او دخوږژبي نوريې دخبرو سره و

نوريه هغه نجلۍ وه چي ميني يې زما پر ټول وجود داغونه جوړ کړي وه ما نوريه نه ليدل هغې يوازي دتليفون پر ليکه خبري کولې راسره

هغه وخت دهلک او نجلۍ تر منځ په تليفون کي خبري ښه نه وې خو زمااو دنوريې تر مابين اړيکه داسي نه وه چي کېدای سي خلکو پکي شک کړی وای

دهر پيشمني کولو ته مي نوريه په زوره اړيستله خوهغې به تل ماته دميني ګواښونه کول چي زه ستايم او ته زما يې آن داچي ډوډۍ به يې هم نه خوړله دروژې مبارکه مياشت دومره راته شنه سوه چي دېرش ورځي يې راته دېرش کاله سول

دسهارلمونځ کولو ته به زه نوريې دتليفون دلاري پاڅولم او تر لمانځه وروسته به زمااو ددې خبرو تر غرمې پوري وخت اخيستی ټوله ورځ اوشپه مو داوزګارتوب پرمهال خبري کولې يو تر بله دومره سره ګران وچي يوه ورځ نوريې ماته په ټوکو کي وويل چي زه يې مېړه ته ورکړم تر دې خبري وروسته زه بېسده سوم تر يوساعت پوري مي خبري نه سوې کولی

نوريې ته مي ډاډ ورکړی و چي تر کوچيني اختر وروسته زه او ته کوزده سره کوو دا کوچينی ااختر وچي راتلو ته مو سترګي سپيني سوې اوس نو زه هغه پخوانی سړی نه وم هيچا نه درنګ پېژندم او نه يې دخبرو دنوريې سره مي هره شپه او ورځ دومره اوښکي تويولې چي دبدن غړي مي اوچېدو ته نيژدې سو ي و

ما او نوريې تر خپل منځ داسي ژمنه او قسم کړی و چي دبل چا سره به نه ته او نه زه واده کوم.تل مدام مو تر خپلو مابينځو دواده دکولو خبري کولې او دې به ويل کچيري زه او ته واده سره وکوو زه شپه او ورځ ستاخدمت کوم او کچيري ته زما نه سوې نو زه به خپل ځان مړ کړم دروژې مبارکي شپې او ورځي مو دخيال په نړۍ کي تېرولې دکوزدې لپاره مو نوي نوي تصميمونه نيول دا و چي روژه هم په غمګينو خيالو کي راباندي تېره سوه

داختر په سهارنوريې راته وويل: زه ځم خپل دماما کورته په تليفون کي مي اجازه ورکړه

او داخو زما دژوند ملګرې ده څلور پينځه ورځي تيري سوې په دې وخت کي زما دکورنۍ ځني غړي هم په ما خبر دي زه او نوريه په جلا جلا ولايت کي يو دسفر لپاره مي چمتوالی ونيوی هلته چي ولاړم تر څو ورځو ورسته هم نوريې ونه سو کړای چي زماسره وويني له يوې خوا اختر دی او له بلي خوا دنوريې دوی داسي کورنۍ وه چي دباندي پرېښېدو ته يې هيڅ اجازه نه ورکوله

اوس نوزه خپل ولايت ته بيرته راستون سولم په دې ترڅ کي ډېري ورځي تيري سوې دادی يوه ورځ دنوريې په شمېرې باندي زما تليفون ته زنګ راغلی

ماورته وويل:سلام زماميني ستړې مه سې دمقابل لوري څخه راته د نامرده په نوم باندي ږغ وسو ويې ويل تا ماته دوه ورځي صبر نه سو کولی ته به په راتلونکي کي زماسره څنګه ژوند کوې ماوويل خير څه دي راته ووايه

نوريې وويل ته زموږ ولايت ته راغلې څوشپې دي ماته انتظار نه سو کولی ته څنګه زما دژوند ملګری يې؟

خو اخر تر دې مابين مو ډېري ګيلې سره وکړې

اوس نو زما او دنوريې دميني دوه کاله پوره سول خو لا مو هم سره ليدلي نه دي

تر ډېرو خبرو خبرو وروسته مو هره ورځ يو تربله شخړې کولې کله مي ددې تليفون ته ځواب نه ورکوی او کله به دې زما تليفون ته ځواب نه راکوی

په زړو کي هم هغسي سره ګران و خو لفظي غوصې مو ورځ تر بلي ډېرېدلې يوه ورځ مي غوښتل چي نوريه وضوروم نو ورته ومي ويل

آه نوريې ما خو کوزده وکړه هغې هم راغبرګه کړه او ويې ويل ښه دي وکړه تا هروخت زما مينه پوسخند ګڼله تا زما سره مينه نه کوله تا په ماټوکي کولې

تليفون يې قطعه کړی

زه خپل په خبرو ډېر پښېمانه سوم هرڅه هڅه مي وکړه خو تليفون ته يې ځواب رانه کړی

تر مازديګره داسي ګرځېدم لکه ازاد طوطي چي په کفس کي بنديوان کړې تر هغه نورهم خوابدی او غمګين سولم هيڅ مي زړه ته تسلي نه سوه ورکولی

داو چي په همدې مازديګر هغه جنۍ چي زما دګراني نوريې ميني زما ديني،او دونيا يي خور ګرځولې وه او زما او دنوريې په ماشوم خياله او دردونکي داستان هم خبره وه په ډېري چالاکۍ سره يې پر تليفون راته وويل: راسه اوس يې نو جنازه يوسه ما ويل څه هله ژر ووایه څه خبره ده هيڅ خبره نه ده نوريې زهر وخوړل ځوانيمرګه سوه

ددې خبر په اورېدو زما په سترګو توره شپه راغله

اوس نه مړ يم نه ژوندی او يمه سمدم لېونی

هلمند لښکرګاه

۱۳۸۹/۵/۱۸