کور / راپور / په هند کښې افغان زده کوونکو د خپلواکۍ ورځ ولمانځله

په هند کښې افغان زده کوونکو د خپلواکۍ ورځ ولمانځله

نن (د اګست ۱۹مه) د هند په ميسور ښار کې د افغان زده کوونکو له خوا د هيواد د خپلواکۍ يو نوېيمه کاليزه د قران کريم په ختم او خيرات ولمانځل شوه.

په دغو مراسمو کې چې مازيګر مهال د همدې ښار د مسليم هاسټل په جومات کې جوړ شوي و، د ميسور ټولو افغان زده کوونکو ګډون کړى و.

تر روژه ماتې مخکې د قران شريف ختم وشو، ورپسې د ماښام لمونځ ادا شو.

تر لمانځه وروسته افغان او د دې ليليې هندي زده کوونکو هغه روژه ماتى په ګډه وخوړى چې د افغان زده کوونکو له خوا برابر شوى و.

تر روژه ماتې وروسته د قران کريم د ختم دعا وشوه، او همدارنګه د لوى خداى په دربار کې د افغانستان د ابادۍ لپاره د دعا لاسونه پورته شول.

د دې تر څنګ په ميسور کې د افغان زده کوونکو د ټولنې د روانو چارو په اړه خبرې وشوې.

زده کوونکو وپتيله چې په نژدې راتلونکې کې د دې ټولنې له خوا يوه چاپي خپرونه پيلوي، تر څو د استعدادونو په غوړولو کې مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده چې له نژدې څلورو کلنو راهيسې د افغان زده کوونکو له خوا په ميسور کې د هيواد د خپلواکۍ ورځ لمانځل کيږي.




يادونه:

هغه زده کوونکي چې غواړي په ميسور کې زده کړه وکړي د مرستې لپاره دې دلته د افغان زده کوونکو ټولنې له مشر قيس بارکزي سره اړيکه ټينګه کړي:

00919964942040