کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پر خلاف یي … (۳۲ مه او اخري برخه )

عثماني امپراطوري او پر خلاف یي … (۳۲ مه او اخري برخه )

دقریب الرحمن سعید ژباړه
عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۳۲ مه او اخري برخه )
مکمل غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې ناول .
زمونږ د هیواد ګوډ تیمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول اخري برخه لولئ :
پرلپسې ۵۸

سریان په منډه خپل کور ته راغله ، ډیره خوشحاله وه ، په ټوپونو ټوپونو هغه ځاې ته راغله چیرې یي چې مور او ورندار ریونا ناستې وې ، دهغې په دغې حال باندې ریونا او مور یي قیرات دواړه حیرانې وې ، په رانژدې کیدو سره سریان بیا بیا د خپلې مور قیرات او ورندار ریونا سره تر غاړه شوه ، اویي ویل:

مورجانې ! او خورجانې ! ما تاسي دواړو ته یو زیرې را وړې دې ، او هغه دا چې نن ماښام به علي پاشا او سلطان محمد د بروصې ښار ته را ننوځي ، هغوې دکرمیان دحاکم بغاوت او سرکشي ځپلې ده د کرمیان لښکر یي له منځه وړي او پخپله دکرمیان حاکم یي وژلې دې ، ددې د مخه سلطان محمداو ورورمي علي پاشا د دینس بحري بیړۍ باندې حمله کړي وه او د هغې ملاحان یي له منځه یوړل او بیړۍ د ترکي د بیړیو سره یو ځاې کړه . اوس مي واوریدل چې د ماښام تر مخه سلطان محمد او ورور مي علي پاشا د لښکرو سره یو ځاې د بروصې ښار ته را ننوځي ، مورجانې !د بروصې خلک د سلطان محمد او زما د ورور علي پاشا د ښه راغلاست له پاره ځانونه چمتو کوي . په بازارونو او محلاتو باندې ښایسته ښایسته محرابونه جوړیږي . مورجانې ! زه تا ته نه شم ویلاې چې زه څومره خوشحاله یم .

علي پاشا د راتلو په زیري باندې ریونا لکه د ګل د غوټۍ په څیر و غوړیده ، د خپله ځایه پورته شوه او خپلې مور قیرات ته یی وکتل او ورته یي وویل :

مورجانې ! مونږته هم دکور کار ژر ختمول په کار دي تر څو د ښه راغلاست کونکو په لیکو کي و دریږو.

قیرات د ریونا وړاندیز و مانه . درې واړو یو ځاې دکور کار ژر ژر خلاص کړ اوبیا هغه لورې ته ولاړې چیرې چې دښار نورې ښځې دخپل لښکر د ښه راغلاست او استقبال له پاره راټولې شوي وې .

ماسپښین نا وخته کله چې سلطان محمد اوعلي پاشا د خپلو لښکرو سره ښارته را ننوتل نو دبروصې ښار د ناوې په شان جوړ شوي و او ښکلي نغمي او تراني په کي غږیدې .داسي بريښیده لکه د بروصې د ښار څخه چې د خوشحالیو یو ستر ابشار را خوټیدلې وي . نجونو ډولکي او دیلارونه و هل اودخپلو لښکریانو استقبال یی کاوه ، لښکر چې دهرې کوڅې او هرې لوې لارې څخه تیریده نو دګلونو پاڼي به پرې را وریدې .

کله چې علي پاشا او سلطان محمد دخپلو لښکرو تر مخه د بازار د سترې کوڅې تر منځه تیریدل نو یو ناڅاپه پرې د ګلونو تیز باران پیل شو ، داسې باران و لکه چا چې ډکې ټوکرۍ راوستي وي او راوروي یي . کله چې علي پاشا او سلطان محمد وکتل چې دګلونو په شیندلو کې د نورو بې شمیره نجونو تر منځ دسلطان محمد ښځه او د علي پاشا ښځّه هم شاملي دي . هغوې ډیرې زیاتي خوشحاله وې ، دهغوې پر کتلو دعلي پاشا او سلطان محمد په سترګو کې هم دخوشحالۍ نښې راپه ځلیدو شوې . اوبیا هغوې د خپلو لښکرو سره مخته ولاړل . لږه شیبه مخته سلطان محمد خپل لښکر ته د لاس په اشارې سره د دریدو حکم وکړ او پخپله یي خپل آس هم ودراوه ، علي پاشا هم د سلطان محمد په لور د کتلو سره سم خپل آس تم کړ . بیا سلطان محمد علي پاشا ته وویل :

علي پاشا وروره ! د بروصې ښار ته په راننوتلو زه یو ځل بیا دا اقرار کوم چې نه یواځي لښکر بلکه مونږ دواړه ورورنه هم د ډیرې ستړتیا احساس کوو . زه خو وایم چې لښکر ته به اجازه ورکړ و چې خپلو خپلو کورونو ته ولاړ شي . او مونږ دواړه به هم د خپلو کورونو په لور مخه کړو.

علي پاشا د سلطان محمد وړاندیز ومانه ، سلطان لښکر ته دخپلو خپلو کورنو په لور د ورتللو اجازه ورکړه ،او علي پاشا او سلطان محمد هم د خپلو کورونو په لور روان شول.

***** ۵۹

علي پاشا خپل آس په ځِغاسته کړ او خپلې حویلۍ ته راغې ، که ګورې چې د حویلۍ په لویه دروازه کې ورته ریونا د استقبال له پاره ولاړه ده . علي پاشا د ریونا د لیدلو سره سم د خپل آس څخه را ښکته شو ، ریونا ورمنډه کړه او مخته ورغله، دهغې پر مخ خوشحالي او په سترګو کي یي خوښۍ نڅا کوله ، د علي پاشا د اس واګي یی و نیولې او په ډیره مینه یي د علي پاشا په لور کتل او بیا یي په ډیر محبت سره هغه ته وویل :

اې زما حبیبه ! زه تا ته ستا د بریاو ، کامرانیو ، په اړه مبارکي وایم . را ځه دننه را شه ، هلته په انګړ کې مور او خور دواړه ستا په انتظار ولاړ دي . که څه هم هغوې ما ته ویلي و چې دلته به له ماسره یو ځاې ستا استقبال ته دریږي خو بیا هغوې زه ځانته پریښووم . کیداې شي چې هغوې ما او تاته د لږ څه ویلو له پاره موقع برابره کړی وي ، را ځه چې هغوې هلته په انګړ کې په ډیره بې صبرۍ سره انتظار کوي .

علي پاشا خندان د ریونا سره را روان و . کله چې دوې دواړه انګړ ته را ننوتل هلته یي ورته مور قیرات او خور سریان دواړه منتظرې وې ، هغوې یو ناڅاپه ورمنډې کړې او د علي پاشا سره غاړې وتې ، قیرات د علي پاشا په ښکلولو نه مړیده . تر دې وخته پورې ریونا د علي پاشا اس په اخور تړلې و ، زین یې ترې را ښکته کړې و او واښه او دانه یی ورته اچولی وه .

ددې وروسته څلور واړه هلته میلمستون ته ورغلل ، او د ریونا ، قیرات و سریان په اصرار باندي علي پاشا هغوې ته د تیرو جنګونو او پیښو تفصیل واوراوه .

****۶۰

سلطان محمداو علي پاشا تر څو اونیو پورې هملته په بروصه کې پاته شول ، او په خپل فوځ کي يي نوي ځوانان را شامل کړل . دهغوې له پاره یي ښه روزنه ورکړه . په دې وختوکې د نایکوپولس په چار چاپیر کې دصلیبیانو تازه لښکر ې مخ په راټولیدو وي . او اوس دمناسب وخت له پاره منتظر و چې د عثماني سلطنت په زمکو باندې برید وکړي . په دې وخت کې سلطان محمد اوعلي پاشا هم خپل لښکر بیرته و غځاوه او شمیره یي تر یولک او شل زرو پورې ورسوله ، همغومره چې سلطان بایزید یلدرم به له ځانه سره لرل.

یوه ورځ سلطان محمد اوعلي پاشا خپل لښکر له ځانه سره واخست ا و د بروصې دښاره ووتل . دهغوې موخې د نایکوپولس ښار ته نزدې د صلیبانو سره ټکر کول و . د نایکوپولس ښار وال به په پرلپسې توګه سلطان محمد دصلیبیانو د خوزښتونو څخه خبراوه ، هغه اصرار کاوه چې همدا اوس د صلیبیانو د ځواکونو سره باید ټکر وشي او که نه ددوې څخه به بیا داسې ځواک جوړ شی چې بیا به ورسره ټکر کول ناشونې وي ، سلطان محمد اوعلي پاشا ددې پیغام د اوریدو سره سم دنایکوپولس دښار په لور مخه کړه .

کله چې لښکر د ښاره ووت . نو دسلطنت اراکین د سلطان محمد سره یو ځاې و، سلطان محمد اوعلي پاشا دخپلو اسونو د سپریدو په ځاې دهغوې سره همداسې پیدل ر وان و . په دې وخت کې یو ناڅاپه د دې هجوم څخه برهان الدین را ووت . او په اشارې سره یې سلطان محمداو علي پاشا ته د دریدو وویل . هغوې دواړو چې کله د برهان الدین اشاره وکتله سمدستي و دریدل. برهان الدین را مخته شو او په یو لاس یی د سلطان محمد او په بل یي د علي پاشا د اسونو واګي په خپلو لاسو کې واخستي .او بیا یي دواړو ته وویل :

داسلامي امت سترو زامنو! زما دقوم او ولس ځان ځارونکو! په خپلو آسونو کینئ ، دهغې وروسته بیا چې زه تاسې ته څه ویل غواړم و به یی وایم . خو ما ته به په ځواب کې دا نه وایي چې ته زمونږ سره ولي پیدل راون یی. زما زامنو! هغه څه چې زه یي درته وایم په هغې عمل وکړئ ، دخداې د لارې مجاهدینو ! مجاهد پر خپل آس سپور ښه ښکاریږي . زما زامنو! په یاد ساتئ چې الله ته دوه سترګي ډیرې ارزښتناکې دې ، یوهغه سترګی چې د الله د ویرې څخه اوښکي تویوي .او بل د مجاهد سترګي چې د اسلامي مملکت او اسلامي امت د پولو څارنه کوي . زما سترو زامنو! تاسې دواړه زمونږ څخه ډیر ستر او د عزت څښتنان یاست . په خپلو آسونو سپاره شئ، تر څو هغه څه چې زما په زړه دي تاسو ته وویلي شم.

علي پاشا او سلطان محمد ورته په ځواب کې څه و نه شو ویلاې ، یوبل ته یي سره وکتل او بیا په خپلو آسونو سپاره شول . برهان الدین دهغوې دواړو د اسونو واګي په خپلو لاسو کې و نیولې ،او بیا یي دواړو ته وویل :

سلطان محمد او علي پاشا زامنو! تاسې دواړو د اسلامي امت زامن ، دهغوې ویاړ او افتخار یاست . ددې تر مخه تاسې دواړو یو ځاې د ولس دشپې تیارې مو د سهار په رڼاو باندې بدلې کړې . زامنو ! لکه څنګه چې تیمور لنګ پر مونږ یرغل وکړ او مونږ ته یې زیان او رسوایي را ورسوله ،او عثماني سلطنت یي ټول سره ولړزاوه ، خو تاسو دواړو په ډیره ښه توګه د عثماني سلطنت عزت پر ځاې کړ . زامنو ! اوس دادي یو ځل بیا د صلیبیانو لخوا د جنګ تنور ګرمیږي ، نو زامنو ! زه او دغه څومره خلک چې دلته ولاړ دی ټول د خداې څخه غواړې چې تاسې دواړه دخوشحالیونه ډکې پهخوانۍ قصې په څیر نوې بریاوې ، خوشحالۍ ، د عظمت او بري داستانونه ، حکایتونه ، مونږ ته را وړئ ، زامنو ! دخپل لښکر سره یو ځاې کوچ وکړئ ، خو کله چې ددښمن سره ټکر کوئ نو زما یوه خبره به په یادلرئ چې دالله نوم به په یاد لرئ او دهمغه څخه کومک وغواړئ ،اوبیا پر دښمن باندې ورپریوځئ ، زه هیله لرم چې که چیرې تاسې همداسې وکړئ نو قدوس خداې به تاسې ته په هغه میدانو کې هم بریاوې در په برخه کړي .

ددې خبرې سره برهان الدین هغوې دواړو ته دهغوې داسونو واګی ورکړې . علي پاشا او سلطان محمد یو بل ته وکتل او بیا یي خپل آسونو و ځغلول اودخپلو لښکرو سره یو ځاې د نایکوپولس په لور روان شول.

کله چې سلطان محمد اوعلي پاشا د نایکوپولس دښار په شاوخوا کې د صلیبیانو د لښکر مخې ته ورغلل اوهملته یی پړاو وکړ نو صلیبیانو علي پاشا او سلطان محمد ته څه نظر و نه کړ او نه یې ورته کوم خاص اهمیت ورکړ . ځکه هغوې فکر کاوه چې د عثمانیانو ځواک د تیمورلنګ سره د ټکر وروسته مفلوج شوي دي او اوس چې دغه لښکر دهغوې مخې ته راغلي دهغوې حوصلې اوولولي بلکل مړاوې شوې دې نو په ډیره اسانۍ سره به ورته ماتې ورکړي . کیداې شي د صلیبیانو لښکر ته به تر اوسه پورې دا څرګنده شوي نه وه چې همدي علي پاشا او سلطان محمد د دینس بحري بیړۍ باندي ولکه کړي ، روسی او اروپایی متحده لښکر یی له منځه وړې ، او بیا يي دکرمیان بغاوت ځپلې او دکرمیان حاکم یی هم وژلې دې . او که هغوې ته دا خبر رسیدلې هم وي نوبیا به یي هم د خپلې زیاتې شمیرې په غرور سره سلطان محمد او علي پاشا ته دومره اهمیت نه وی ورکړې . نو په دې اساس کله چې سلطان محمد اوعلي پاشا هلته ورسیدل اوخپل پړاو یی درست کړنو صلیبانود جنګ ډول وواهه.

څرنګه چې ددښمن په صفونو کې دجنګ ډول وهل پیل شونو سلطان محمداو علي پاشا هم دخپلو صفونو منظم کول پیل کړل . او بیا دخپلو خپلو فوځونو تر مخ و دریدل ، هغوې ددې جنګ له پاره پلان په لاره کي جوړ کړي و . کله چې د جنګ ډول وهل کیده نو علي پاشا دخپل فوځ تر مخه ولاړ د اسمان په لور یي سر پورته کړ ، په دې وخت کې دهغه په سترګو کي اوښکي راټولیدې اولاندې لکه د لعلو ددانو په څیر را غورزیږی. هغه په ډیره انکسارۍ او عاجزۍ سره خپل رب ته لاس پورته کړ او ویي ویل :

اې دکائیناتو د هر شي پیداکونکییه! یواځې ستا ذات ددې وړ دې چې کومک او بسپنه ترې وغوښتل شي . یواځي ستا ذات ددې وړ دي چې بندګي يی وشی او د اړتیاو به وخت کې ورڅخه مرسته و غوښتل شی . اې زمونږ پالونکیه ! زه اوزما ملګرې دواړه ستا ډیر عاجز بندګان یو ، او یواځي ستا د ذات په مرسته به ستا د مقدس نوم د تقدیس په خاطر ستا څخه د کومک او نصرت هیله کوم .

تر دې ځاېه د ویلو وروسته علي پاشا لږ څه ځنډ شو او مخته یی وکتل . ځکه چې صلیبیانو خپل لښکر دلارو دتوروالي پورې او دتورو وریځو په څیر را خپور کړې و او مخکي را روان و . د سترګو په لید سره سم صلیبیان د سلطان محمد او علي پاشا په لښکر باندې لکه د مچ او میږیو په څیر را توې شول .

خو په دې اړخ کي سلطا ن محمد او علي پاشا هم درنګ و نه کړ ، هغه وخت چې ددښمن لښکر ددوې لورې ته را روان و دوې هم د تکبیر د غږ نغمی پیل کړې او پر دښمن باندې و ر غورځیدل . او ډیر ژر یي ددښمن ټولې ولولې او جوش له منځه یوړه . د لږشیبه جنګ وروسته علي پاشا او سلطان محمد دصلیبیانو لمړي صفونه مات کړي او او ددښمن په لاشونو باندې په تیریدو سره ددویمو صفونو او مرکزي برخي ته ورسیدل.

صلیبیان چې د جنګ دپیلامي څخه دمخه ډیر په جوش او ولولي کي و او په دې ډاډمن وول چې دسلطان بایزیدیلدرم د نیولو وروسته او د تیمورلنګ په لاسو دعثماني ترکانو د ماتې وروسته به اوس عثماني لښکر ته ماتی ورکوي او دخپلو تیرو ماتو او تیښتو بدل به اخلي ، خو اوس ټوله معامله بل منګه شوه ، دهغوې د لمړیو صفونو د ماتولو وروسته ، سلطان محمد او علي پاشا دهغوې په وروستیو صفونو باندی ورغلي و او دا داسي زهري او له منځه وړونکي ځپونکي حمله وه چې د صلیبیانو هیڅ یوې برخې ددې توان نه درلود چې د ځان نه یي دفع کړي ، په پایلو کې د نائکوپولس دښاره بیرون د سلطان محمد او علي پاشا په لاسو صلیبیانو یو ځل بیا ډیره سخته او ذلیله ماته وخوړه او دجنګ د ډګر څخه په تیښته شول. سلطان او علي پاشا دهغوې په تعقیب پسې روان شول . همدا راز د نايکوپولس ښاروال ته هم سلطان محمد ځواب ور ولیږه چې د خپلې برخي د فوځ سره یو ځاې دې د ښاره را ووځي او ددښمن په پړاو دې ولکه وکړی .

سلطان محمد او علي پاشا تر ډیره پورې د هغوې پسې وروسته ولاړل خوکله چې هغوې دا احساس کړه چې دښمن دومره ځپل شوی دي چې د څو راتلونکو کلونو پورې بیا د راپاڅیدو توان نه لري ، نو بیرته راستانه شول اوهغه ځاې ته راغلل چې جنګ په کې شوي و. تر دې وخته پورې د نایکوپولس ښاروال د دښمن دپړاو ټول شیان راټول کړي و او هر شې یي جدا جدا ایښې و ،کله چې سلطان بیرته را ورسید نو د نایکوپولس ښاروال ورته تعظیم وکړ او دهغې په دغه ستر ه فتحه یي ورته مبارکي ورکړه او دخپله اړخه یي ورته د فرمانبردارۍ ډاډ ورکړ. تر اوسه پورې لا دا خبرې رواني وې چې د لرې څخه یو څو آسپ سواره په داسې حال کې را څرګند شول چې خپل آسونه یي ددوې لورې ته را ځغلول . سلطان ، علي پاشا او دنایکوپولس ښاروال ټول حیران شول ، سپاره را لنډ شول ، دخپلو آسونو څخه را ښکته شول ، سلطان او علي پاشا پوه شول چې دا دهغوې مخبران دي ، هغوې مخته را وړاندی شول ، سلطان محمد اوعلي پاشا ته یی تعظیم وکړ او ورته یي وویل:

درونده سلطانه ! یو ډیر بد خبر مو درته راوړي دي . او هغه داچې ستا محترم پلار ددې دنیا څخه ولاړ . ستا ورور موسې اوستا میرنۍ مور ډسپنا دهغه لاش را خستي او د سمرقند څخه یي بروصې ته ر اوړي

دا خبر د سلطان او علي پاشا دواړو له پاره لکه د برق د جټکې په څیر را وغورزید. ددرې واړو سرونه ښکته و ، د ټولو په سترګو کې اوښکې وې ، په دې وخت کې علي پاشا ښاروال ته وویل :

درونده ! هغه څه چې ددښمن د پړاو څخه تر لاسه شوي دي هغه درې برخې کړه یوه برخه یي ته د خپل لښکر له پاره چې هلته په ښار کې دي یوسه او پاته دوه برخې یې ما او سلطان محمد ته حواله کړه ، مونږ همدا اوس د بروصې په لور کوچ کوو .

د سلطان محمد حالت ډیر خراب و ، علي پاشا د ښاروال سره یوځاي شو او د غنیمت د مالونوڅخه یې یوه برخه هغه ته اودهغه لښکر ته ور حواله کړه اوپاته یی دخپل او سلطان د لښکر سره یو ځاې راواخسته او دبروصي په لور یي حرکت وکړ.

دا اتفاقي خبره وه چې کله چې سلطان اوعلي پاشا د بروصې ښار ته را نژدې شوي و نو دهمغه ورځي په سهار دسلطان بایزید یلدرم مړې دهغه زوي موسي او ښځې ډسپنا هم بروصې ته راورساوه . او کله چې د ماښام په وخت کې سلطان او علي پاشا د بروصې ښار ته څیرمه را غلل نو په هماغه وخت کې د سلطان بایزیدیلدرم جنازه د ښخولو له پاره د بروصې د ښاره بیرون را وړل کیده . سلطان محمد او علي پاشا چې په کوم ځاې کې غوښتل سلطان بایزید خاورو ته وسپارې نو خپل لښکر یی دهماغه ځایه لږ څه شاته پریښود.

د سلطان بایزید دجنازی پسې یو عالم خلک را روان وو، ژړا او انګولاوی وي ، ښځو په کوکو کوکو او چیغو ژړل ،داسې بریښیده لکه ټوله بروصه چې د سلطان دجنازي پسې وروسته راغلي وي ،

سلطان محمد او علي پاشا د خپل لښکر دتم کولو نه وروسته د جنازي په تدفین او تکفین کې شامل شول.. کله چې د جنازی لمونځ ادا کیده نو سلطا ن چې په لمړی صف کې ولاړ و تر شاوکتل چې تر هغه ځایه چې یي د سترګو دید کیده د خلکو سرونه ښکاریدل . کله چې د جنازی لمونځ ادا کړل شو او دتدفین کار پای ته ورسید، نو محترم برهان الدین دسلطان محمد خواته راغې ، اود سلطان سره غاړی وت. اودکوچنیانو په څیر دواړو وژړل . دبرهان الدین دسترګو څخه دومره اوبه ولاړې چې ږیر ه یې پرې لمده شوه . او بیا یي د سلطان محمد په شا لاس راښکود او ورته یي وویل:

محمد زویه ! دا څومره خلک چې دلته راټول شوي دوې ته او خپل لښکر ته دې خپلو کورنو ته د تګ اجازه ورکړه . دهغه په دې خبره باندې سلطان سمدستي عمل وکړ او خلکو ته یي خپلو خپلو کورنو ته دتللو اجازه ورکړه . دسلطان محمد اوعلي پاشا د لښکر یانو پرته نور ټول خلک خپلو کورنو ته ولاړل . خوبیا هم د قبر تر څنګ څوکسه ښځي ولاړي وې . په دې ښځو کې ډسپنا ، د ولیعهد محمد ښځه ، اودعلي پاشا ښځه ریونا شاملي وې .

ددې وروسته برهان الدین د سلطان بایزیدیلدرم د قبر خواته کیناست ، سلطان محمد او علي پاشا یي شاته ولاړ و ، برهان الدین تر یوه وخت پورې په ډیره عجیبه توګه په قبر باندې لاس راښکود ، شاته ولاړو هر یو علي پاشا او سلطان محمد دا درک کړه چې برهان الدین په سلګیو سلګیو ژاړي ، په خپله سلطان محمد اوعلي پاشا هم ژړل ،او خپلې اوښکې یي په خپلو لمنو پاکولې ، په دې وخت کې برهان الدین د قبر دپاسه لاس راښکود ، ژړل یی او ویل یي :

بایزیده ! زما زویه ! ته دخپل قوم ددښمنانو له پاره دشګو او صرصر سیلاب وې ، تر هغو چې ته ژوندې وې نو زه د افسانو دښار په څیر هوډمن وم ،… برهان الدین په سلګیو سلګیو ژړل او یو ناڅابه دقبر دپاسه ور و غوړید. علي پاشا ور مخته شو ، هغه یې د لاسو او مټانو څخه و نیو ، را پورته یي کړ او په ژړانده اواز یي ورته وویل :

زه پوهیږم چې بایزید ستا څومره عزت کاوه او څومره مینه یی درسره کوله . خو بیا هم زمونږ درونده مشره ! زه او سلطان محمد به تا دژوند په دې ډګر کې یواځي پرینږدو .

کله چې علي پاشا چپ شو نو سلطان محمد را مخته شو د برهان الدین تر مخه و درید ، او دهغه سره داسې ور غاړیوت لکه دپیړیو پیړیو راهیسی یي چې یوبل نه وي کتلې ، بیا سلطان محمد دبرهاالدین په اوږه باندې لکه د کوچنیانو په څیر خپل سر کیښود او په ژړا یی پیل وکړ.

برهان الدین صیب ! که چیرې زما پلار ستا زوي و نو زه خو ستا لمسي یم ، زه به دومره بدبخته انسان نه یم چې تا په تکلیف او ستونزوکې پریږدم .لکه څنګه چې د قدوس خداې وروسته زما پلار، ستا ملاتړي و نو په همدې توګه به که خداې کول زه هم ستا له پاره ثابت شم .

دسلطان محمد او علي پاشا په خبرو باندې برهان الدین تر یوه حده پورې را جوړ شو ،خپلې سترګې یي وچې کړې اوبیا یي سلطان محمد اوعلي پاشا ته وکتل او ورته یي وویل :

زما ځواني د بایزیدیلدرم کوچنيتوب ، اوزما زړښت د بایزید د ځوانۍ سره یو ځاې ولاړ ، په ښکاره توګه خوما باید دهغه دمخه د نړۍ څخه سترګي پټی کړې واې خو مقدر داسې راغې چې بایزید زما څخه د مخه ولاړ شي . خداې دې هغه په اخرت کې هم بریالي او سر لوړې کړې .

بیا درې واړو دد عا له پاره لاسونه پورته کړل ، تر ډیره پورې یې دعاوی وکړی اوبیا برهان الدین علي پاشا او سلطان محمد ته وویل :

زما زامنو! راځئ چې اوس دښار په لور ولاړ شو. هلته به خلک زمونږ انتظار کوي . په دې خبره ټول د ښار په لور را روان شول ، لږ څه مخته برهان الدین ودرید ځکه چې د بروصې دښار په لور په لاره د لارې په غاړه ملکه ډسپنا ، د سلطان محمد ښځه او دعلي پاشا ښځه ریونا ولاړې وې . درې واړو په سلګیو سلګیو ژړل . لپي لپي اوښکي یی د سترګو را رواني وې . برهان الدین راغې او بیا بیا یي ددرې واړو په سرونو لاس را ښکود، تسلي یی ورکړه ، اوبیا یی ټول له ځانه سره د بروصې دښار په لور را روان کړل. لمر هم خپله هغه اخري ساه اخسته او د غروب او ډوبیدو په لور راوان و . تیاره هر ه شیبه فضا په خپله غیږ کې را نغښتله ، دماښام تور رنګي لاسو په فضا کي دتیارو سیورو دخپرولو کار پیل کړي و .د بروصې دښار دجوماتونو نه د ماښام اذانونه را پورته شول او د ستر خداې دنوم په اخستلو سره یې ټوله فضا او چاپیریال په خپله غیږه کې را نیولي و.

د سلطان بایزید یلدرم د مړیني په اساس د بروصې ښار ته د راننوتونکو ټولو لویو لارو په سر ژړیدونکي سترګي ، غم وهلي او په درد ککړ حال هرې لورې ته خپور و او ټول ښار په غم او ویر کي ډوب شوي و.

 

 دژباړې پاې . د(۱۳۸۸ شمسي کال دعقرب میاشت )

قریب الرحمن سعید

د استاد قریب الرحمن سعید نورې لیکنې او پښتو ژباړي:

اسلامي سیات .(مولانا ګوهر الرحمن«رح» ) (چاپ شوی)
اسلامي ریاست .( مولانا ابوالاعلي مودودي «رح»)(د چاپ لاندې)
خلافت او ملوکیت . .( مولانا ابوالاعلي مودودي «رح»)(چاپ شوی)
پرده . .( مولانا ابوالاعلي مودودي «رح»)(چاپ شوی)
د حدیثو د انکار نه د قران تر انکاره پورې . (مولانا عبدالسلام رستمي «رح»)(چاپ شوی)
دنبوت پائ. (مولانا عبدالسلام رستمي «رح»)(د چاپ لاندې)
دصلاح الدین یوبي ریښتنې پیښې (دایمان پلورونکو داستان ) ( التمش ) (د چاپ لاندې)
د رسول الله (ص) د انقلاب حکمت .(سید اسعد ګیلاني «رح»)(چاپ شوی)
یو شمیر نورې کوچنۍ رسالې (په اردو او پښتوژبو) چې نومونه یې زما په لیکنو کې کتلائ شئ.
د بایزید یلدرم تاریخي په زړه پورې ناول .
دسلطان علاو الدین خلجي په زړه پورې ناول .
دسولې کاروان (همدا اوس دلاس لاندې دې )…
زیات شمیر پښتو مضامین او دانګلیسې او د اردو ژبو څخه ژباړل شوې او هم په انګلیسي ژبه سیاسې شننې ، مقالې او لیکنې چې په پښتو او نګلیسي ژبو ورځپاڼو او یو شمیر اونیزو او میاشتنیزو کې خپاره شوې دي.( په خواشینۍ سره چې ریکارډ یې له ژباړن سره نشته .)
 

قریب الرحمن سعید

د ۱۳۸۸ لمریز هجري کال د عقرب میاشت .

۲۰۰۹ زیږدیز کال دنومبر میاشت .