کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۰)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۰)

دقریب الرحمن سعید ژباړه
د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۰)
سلطان علاؤالدین خلجیي
تاسو ددې ناول لسمه برخه لولئ…
*****۱۵

کنپل دیوي او دهغې ورندار کولاب دیوي دواړه په خپلو ورځنیو کارونو کې په خپل کور کې مشغولې وې په همدې وخت کې شهزادګۍ کیتهل هم انګړ ته را ننوتله ، هغه د خفګان نه خپل سر ښکته کړې و ، او دیوه ژوندې مړي په څیر خوزیده ، هغې کولاب او کنپل دواړو ته د کتلو پرته نیغه سالون ته ولاړه . دهغې ددې حالت په کتلو سره کنپل او کولاب دواړه ډیرې غمژنې شوې، هغوې هم د کور کار پریښود ، لاسونه یي وچ کړل او سالون ته ور ننوتلې . هغوې وکتل چې هلته په سالون کې شهزادګۍ کیتهل زوړند سر ناسته ده . دواړه دهغې ښي او چپ اړخ ته کیناستلې ، بیا کولاب کیتهل په خپله غیږه کې و نیوله او ورڅخه یي و پوښتل :

خورې ! څه شوې دې چې دومره غمګینه او اندیښمنه یي ؟ دهغې ددې پوښتنې په مقابل کې شهزادګۍ لکه د توپان په څیر را بړک وهل :

کولابې ! زما ورندارې ! کنپل خورې ! زه کیتهل نن د سوزیدونکو ښارونو یوه زخمي لمحه ګرزیدلي یم . زما د ژوند پورې را نښتې بدشګونۍ زما د ارادو په ځواک باندی د بدبختیو په څیر را خپرې شوې دې ، زه چې کله د دهلي دښار شوخې مرغۍ خوښې او خوشحاله وینم نو زما زړه ژاړي او وایم چې ایا په دې نړۍ کې دا غمونه یواځې زما په برخه شوي دي ؟ زما ټول صداقت ، زما ساه درولې ده او زه یي ګونګۍ کړې یم . د اوسپنې د تختې په څیر زما د جذباتو نمایش اوس بې کاره او د سپکوالي ډک دې . زما د ژوند هڅي هسې ناکاره شوي . زما خویندو ! ما شهزادګۍ کیتهل یو وخت د خوږو خوبونو په فضا کې د سپوږمۍ د بحر او بر چکر واهه ، خو اوس داسې بریښې چې بدبختیو زما لمن کلکه کړې ده .

د شهزادګۍ کیتهل ددې خبرو د اوریدو سره سم د کنپل دیوي په سترګو کې اوښکې راغلې ، هغې کیتهل له ځانه سره ر او نغاړله ، په تندي یي ښکل کړه او بیا یي ورته په ډیره مینه وویل .

کیتهل خورجانې ! دا څنګه خبرې کوې ، ته خو زمونږ د سترګو تور او زمونږ دکورنۍ نوې غوړیدلې ګلاب یی . ستا دې خبرو خو مونږ ټول مرګوني کړی یو . وایه له تاسره څه شوی دي ، په ځواب کې کیتهل تر ډیره پورې چپه خوله ناسته وه او بیا یي په هماغه پخوانۍ لهجه باندی په خبرو پیل وکړ.

درني ورندارې او کنپل دیوي خورې ! بس همداسې یی و ګڼئ چې زما په زړه او ځان باندي د پخوانیو بدبختیو لړۍ را خپرې شوي دي . زما د ژوندانه ټول سکون له منځه تللې دې داسې را ته ښکاري چې نن زما تن ، وجود او روح ټول د تیږو په څیر ګرزیدلي دي. دهغې په دې خبره باندي کنپل یو ځل بیا کیتهل دخپله ځان سره را و نغاړله ، او ورڅخه یي وپوښتل :

ته خو د خپل پلار سره د کتلو له پاره هلته ورغلې وې کیداې شې هغه درته څه ویلي وي ؟ دهغې په دې خبره کیتهل را ټوپ کړ او ورته یي وویل چې نه ، ماته مي پلار څه نه دې ویلي . بلکه برعکس ما هغه ته د کمال الدین سره د خپلې میني په اړه هم خبره و کړه، هغه خو زما د خبرې په اوریدو سره ډیر زیات خوشحاله شو او ویی ویل چې که چیرې د کمال الدین په څیر ځوان ستا په را خپلولو باندي راضي شي نو دا خو به زما ډیره نیک بختی وي . ما هغه ته په زندان کې د کمال الدین د میړانی ، شجاعت او بهادرۍ قصې وکړې لیکن دا ټولې خبرې هغه ته له مانه مخته ور ر سیدلې وې . نو په دې خاطر هغه د کمال الدین د ذات او شخصیت څخه ډیر اغیزمن شوې و.

اوس نوکنپل د خوشحالۍ نه په ډکه خوله وویل :

که چیرې ستا پلار تاته اجازه درکړې چې ته د کمال الدین سره خپلوي وکړي او که چیرې ستا پلار ستا مینه دکمال الدین سره منلې ده نو بیا کیتهل خورې ! هغه به کوم غم او خفګان وي چې تا داسې زوروي. د کنپل په دې پوښتنې باندې یو ځل بیا کیتهل کنپل ته په ډیره عجیبه توګه و کتل او ورته یي وویل :

ګوره کنپل ! ما خو پخوا تر دې ، نه تاته او نه کولاب ورندار ته دا خبره کړې وه چې هغه وخت چې کمال الدین د سلطان سره یو ځاې د رتنمبور په لور روانیده نو زه دهغه د کتلو له پاره هلته ورغلم ، هغه وخت هغه هلته په حویلۍ کې ځانته و ځکه کریم الدین ورور لښکر ځاې ته ورغلې و او راجکنور ورور هم د هغه سره یو ځاې تللې و . ما دا موقع غنیمت و ګڼله او د کمال الدین سره دکتلو له پاره هلته ورغلم ، ته پوهیږې ! کله چې ما د کمال الدین سره خبرې کول غوښتل چې هغه څه ځواب را کړ، هغه ما ته تم کونکې ځواب راکړ او را ته یي وویل : کیتهل شهزادګۍ ماته مه را نزدې کیږه . او په را تلونکې کې هم له ماسره د رانژدې کیدو جرأت و نه کړې . زه له تانه کرکه لرم داسې کرکه چې له ماسره یی هیڅ د حل لاره نه شته .

تر دې ځایه د خبرو نه وروسته کیتهل یو ځل بیا تم شوه ، اواز یی ډوب شو، ستوني یي ونښت ، خو بیا یي هم هڅه وکړه او ویی ویل :

کنپل خورې ! او کولاب ورندارې ! زه به هر ذلت ومنم ، خو اوس زه په داسې دوه لارۍ کې ولاړه یم چې زه په هغې کې د کمال الدین کرکه او نفرت نه شم زغملې . زه دهغه د میني پرته د خپل ژوند ساه نه شم سمولې ، دکمال الدین سره د نن ورځې د خبرو څخه ماته دا سې ډاګیزه شوه چې زما د میني ټولې هڅی ناکامی شوي دي . ګوره کنپل خورې ! د کمال الدین سره میني زما د ژوندانه ټولې لارې بندي کړي دي او اوس یي زما د ژوند او مرګ په منځ کې دهغه نفرت زما ټول وجود د وحشت او ویرې سره مخ کړې دې . که چیرې دا نفرت همداسې دوام وکړي نو بیا خو به زه پخپله خپل ژوند ته خاتمه ورکړ م . ځکه ددې نفرتونو په نړۍ کې زه ژوندۍ نه شم پاته کیداې .

کولاب یو ځل بیا کیتهل دخپله ځانه سره را یوځاې کړه اوهغه یي په خوله ښکل کوله او ورته یی وویل: کیتهل خورې ! دا څنګه خبرې کوې ، ته خو په دې نړۍ کې خوږه میوه یي ، د ژوندون د ګلونو څخه یو ګل ، د مندر رڼا او د رنګینو دښتو د ګلونو ډال . بګوان دې نه کړې چې ته خپل ژوند په خپله له منځه یوسې ، مونږ به هیڅکله هم تا همداسې پرې نه ږدو ، ګوره کیتهلې ! مونږ پوهیږو چې ته د کمال الدین سره په مینه کې د اخري پولو څخه هم تیره شوې یي . اوس ستا تر ټولو زیاده غوښتنه داده چې کمال الدین هم له تاسره د همداسې مینې جذبي ډاګیزه کړي ځکه هغه له تاسره د میني په ځآې کرکه او نفرت کوی ، خو ګوره زما خورې واوره !

دا حال به تر ډیره پورې دوام و نه کړی . څنګه چې کمال الدین د رتنمبور له سیمي څخه بیرته ر ا ستون شي او کنپل دهغه پسې وروسته ور و نښلي نو مونږ به ستا له پاره د هغه د زړه څخه د نفرتونو په ویستلو اوپه ځاې یی ستا د میني د ځاې په ځاې کولو کې شپه او ورځ کار وکړو . اومونږ به په دې کار کې ستا ورور کریم الدین هم له ځانه سره ملګرې کړو . زه تا ته ډاډ درکوم چې مونږ څلور واړه به وتوانیږو چې مونږ به د کمال الدین په وجود کې ستا د میني ګلونه را وغوړوو.

کیتهل خورې ! کمال الدین ستا دپخواني کړچار څخه ګیله من دې ، ځکه تا د شاهین په ملاتړ په ډیرو ځایو کې د هغه سپکوالې کړې اوستا هغه خبرې او ستا هغه کړچار تر اوسه دهغه په ذهن کې تازه دې . او ددې اغزي د ویستلو له پاره اړتیا ده . نو کله چې د نفرت او کرکې دا اغزې وویستل شي نو بیا زه تاته ډاډ درکوم چې کمال الدین به له تاسره داسې مینه وکړی د کومې به چې ته امیدا و توقع هم نه لرې .

کله چې کولاب غلې شوه نو کیتهل بې چارګې په ژړغوني اواز سره وویل : د شاهین په لور د غبت کولو لاره هم ماته کمال الدین پرانستې وه . کله چې هغه د جمنا ددریاب په غاړه زما او دکنپل دیوي ځان او عزت خوندي و ساته نو بیا ولې هغه خپل احسان یو شیطان صفته انسان ته ورحواله کړ ، ولې هغه زمونږ څخه غلې دجمنا د دریاب دغاړې بلې لورې ته ولاړ او ددې راز څخه یي پرده پورته نه کړه چې په حقیقت کې زمونږ د پت او عزت د خوندی ساتلو ټول هر څه ده کړي دي . دا شاهین بدبخته نه بلکه کریم الدین او کمال الدین و . که هغه دا راز مونږ ته هملته ډاګیزه کړې و ې نو کولاب ورندارې ! زه به هیڅکله هم د شاهین په لور نه وې ورماته شوې .

زه په بګوان لوړه کوم چې ما په هیڅ وخت او هیڅ لمحه کې د شاهین سره مینه نه ده کړې ، زما په وجود کې دهغه له پاره یواځي او يواځي همدردي وه ، او هغه هم په دې خاطر چې هغه زما او زما د خور کنپل ځان او عزت خوندي کړې دې . هغه د جمنا د دریاب په غاړه دکنپل په شتون کې له ماسره دخپلې میني اظهار کړې و او زه هغه وخت د هغه د احسان لاندې ډوبه شوې وم . ما دهغې ددې څرګندونې په اړه هیڅ خبره هم و نه کړاې شوه . خو وروسته چې کله هغه دکمال الدین څخه ماته وخوړه نو بیا هم په بګوان باندې سوګند چې که څه هم په ښکاره توګه ما د کمال الدین څخه کرکه او نفرت کاوه خو زما زړه ، زما فکر په ډیره ګړندۍ توګه د کمال الدین په لور میلان پیدا کاوه ، او ما دهغه سره د میني کول دخپل ځان له پاره یو شرم او سپکوالي ګاڼه . خو تر اوسه پورې زما د وجود په هیڅ برخه کې د شاهین سره مینه نه ده ځاې په ځاې شوې .

کولاب یو ځل بیا د کیتهل د تسلۍ په خاطر وویل :

بس اوس ته ډاډمنه اوسه ، زما خبره او زما نصیحت په غور سره واوره . زه تا ته ډاډ درکوم بلکه تاته ضمانت درکوم چې کمال الدین یواځي او یواځي همستا دې ، که څه هم په موقته توګه به هغه د کرکې اونفرت ښکارونه کړي وي خو کله چې زه او کنپل هغه و پوهوو . نو یاد ساته چې دهغه په فکر کې چې څومره نفرت او کرکې ځاې نیولې هغه به ټول ترې پریمنځل شي ، اوس نو راځه زمونږ سره یو ځاې شه چې دکور کار تر سره کړو. دهغې وروسته به بیا دخوراک څښاک غم کوو .د کولاب دیوي د خبرو په واسطه کیتهل تر یوه ځایه ډاډمنه شوه اوبیا په خوشحالۍ خوشحالۍ سره دهغوې سره یو ځاې په کارو مشغوله شوه.

*****۱۶

سلطان علاؤالدین د خپل لښکر سره یو ځاې د جهاین د کلا شاوخوا ته رسیدلې و ځکه هلته د سلطان علاؤالدین ورونه هر یو الماس بیګ او نصرت خان د رنتهمبور د راجه همیردیو له اړخه دخپلو فوځونو سره یو ځاې کلابند شوی و . د رنتهمبور راجه د خپل لښکر سره یو ځاې د کلا په غربي برخه کې پړاو کړې و اوخپل ټول لښکر یي یوه ځاې ته را ټول کړې و، کیداې شي چې هغه ته د علاؤالدین د لښکر د راتللو خبر وررسیدلي و، علاؤالدین د رنتهمبور د راجه د لښکر په وړاندې خپل لښکر څه داسې پریوست چې د ښار شمالي دروازه دهغه په واک کې پاته شوه ، ددې کار سره سم د ښار د شمالي دروازې څخه الماس بیګ او نصرت خان دواړه دخپلې برخې دلښکر سره یو ځاې را ووتل او دسلطان علاو الدین په لښکر کې ورګډ شول .

د سلطان علاؤالدین د پړاو کولو سره سم د رنتهمبور راجه همیردیو د جنګ ډول وواهه . همیر دیو په خپل ځاې ډیر ډاډمن و ، ځکه دهغه د لښکر شمیره د سلطان د لښکر څخه بیا هم ډیره زیاته وه . نو په دې خاطر یی په ازاد میدان کې د سلطان د لښکر سره د ټکر کولو هوډ کړې و.

د جنګ دپیلامې دمخه سلطان علاؤالدین الماس بیګ، نصرت خان او کمال الدین راو بلل. کله چې هغوې درې واړه د خپلو آسونو په ځغاست هلته را ورسیدل نو د آسونو څخه پیاده شول او د سلطان دربار ته ورغلل. سلطان علاؤالدین ورته وویل:

زما د سنګر ملګرو! تاسې پوهیږۍ چې د رنتهمبور راجه همیردیو زمونږ سره د ټکر کولو له پاره خپل لښکر منظم کړې دې . په دې کې هیڅ شک نه شته چې همیردیو ته به پر مونږ باندې څه برلاسي ور په برخه وي . خو مونږ په هر قیمت چې کیږي باید همیردیو دهمدې جهاین دکلا تر څنګ د ماتې او ذلت سره مخامخ کړو . د جنګ په دې ډګر کې مونږ باید همیر دیو ته دا ثابته کړو چې له مونږ سره ټکر کول د سمندر سره د ټکر کولو په څیر درانه تمامیږي . علاؤالدین ددې خبرو وروسته لږ څه تم شواو یو ځل بیا یي وویل :

الماس بیګه وروره ! ته دخپل لښکر سره یو ځاې په میسره کې کار پیل کړه . نصرت خانه ! هغه لښکر چې ته یي له ځانه سره لرې نو هغه هملته په میمنه کې په کار واچوه ، زما او دکمال الدین لښکر به دلته په قلب کې کار پیل کړي . که څه هم د کمال الدین عمر لږ دې خو په جنګ کې ډیره ښه تجربه لري او دجنګ په تاکتیکونو ښه پوهیږي ، زه به دهغه مټ و ازمایم او د هغه دلښکر شاته به اوسم . د جنګ په دوران کې که زما د لښکر هرې برخې ته لږڅه کمزورتیا هم احساس شي نو زه به هملته ور رسیږم او په دښمن باندې به خپل وار کوم . ووایاست ! ایا تاسې درې واړه زما په دې پلان باندې کومه نیوکه لرئ؟

کمال الدین ، الماس بیګ او نصرت خان درې واړو د علاؤالدین دا وړاندیز په خوشحالۍ سره و مانه ، ددې وروسته الماس بیګ او نصرت خان د خپلو لښکرو په لور ولاړ ل . دهغوې دتللو وروسته علاؤالدین کمال الدین ته مخ کړ او ورته یي وویل:

کمال الدینه ! ته پوهیږې چې دلته ستا شتون له ماسره د یوه زوې په څیر دې ، نو زویه ! زه په دې جنګ کې تا ته دا موقع برابروم چې ته خپلې وړتیا وی را ډاګیزه کړې ، اندیښنه مه کوه ، زه پوهیږم چې په انفر ادي توګه ، تاته په داسې جنګونو کې ډیر کم وخت په لاس درغلې دې . که څه هم په تیرو وختو کې د ملتان حاکم ظفرخان مرحوم له تا ډیر کار اخستي دې خو هغه کار چې زه یي درسپارم دا دهغوې ټولو څخه ډیر د مسؤلیت نه ډک دې . خو ته به فکر نه کوې زه به دخپل لښکر سره یو ځاې ستا تر شا اوسم . هغه ځواک چې پر تا باندې د فشار د راوړو هڅه وکړي هغه به زه پاش پاش کړم .

د سلطان علاؤالدین په دې خبرو باندې کمال الدین و خندل او بیایي په ډیره عاجزۍ او انکسارۍ سره وویل:

دورنده سلطانه ! که خداې غوښتې وي نو زه کمال الدین به په دې جنګ کې ستا د ارزو ګانو او هیلو مطابق کار وکړم او ددښمن په ځغلولو او ماتولو کې به خپله ټوله انرژي مصرف کړم .

د کمال الدین په دې خبرو باندې سلطان علاؤالدین هم مسکې شو . ددې وروسته سمدستي کمال الدین دلښکر د زړه تر مخه ودرید او سلطان پخپله د خپلې برخې د لښکر سره یو ځاې د هغه تر شا و درید.

د لږ ځنډ وروسته د رنتهمبور راجه همیردیو خپل کار پیل کړ . هغه هم دعلاؤالدین په څیر خپل لښکر په درې برخو وویشه ، او بیایی خپل لښکر ته لکه د وحشي ځناورو په څیر د مخته تللو حکم وکړ. اوبیا د علاؤالدین په لښکر باندي لکه د مچو میږیو په څیر را پریوتل .

درنتهمبور د راجه همیر دیو ددې یرغل څخه داسې معلومیده چې هغوې به ټول د خپلې دغې حملې په واسطه په وینو کې لیت پیت کړي . خو کله چې هغوې خپله حمله پیل کړه نو دجنګ میدان څه بل منظر ورکاوه ،د همیردیو دغه تباه کونکې حمله کمال الدین ، الماس بیګ او نصرت خان په ډیره اسانۍ سره و تمبوله . هغوې چې د همیردیو تر مخه کومه دفاع وکړه په هغې کې یو ډول سکون او ډاډ را نغښتې و . د جهاین د کلا څخه بیرون د جنګ څخه داسې را څرګندیده لکه څنګه چې په فضا او خلا کې د بدلې او انتقام ککړوالې ،د تکبیرونو پابندي ، او د نعرو او چغو یو شور …دې هر څه یو توپان را پورته کړې و . دهمیردیو د یرغل د تمبولو نه لږ څه وروسته د سلطان علاؤالدین لښکر خپله میړانه را ښکاره کړ ه،او دهغې پیلامه پخپله کمال الدین وکړه .

کمال الدین خپل لښکر ددفاعي حالت څخه را وویست اود یرغل په لور یي ورته حکم وکړ . دحکم سره سم کمال الدین په خپله هم د خپل لښکر سره یو ځاې د همیردیو پر لښکر باندي لکه د زمری په څیر و رپریوت. د کمال الدین نه وروسته د میسرې لښکر هم، چې مشري یی د علاؤالدین ورور الماس بیګ کوله په ځوابي حمله لاس پورې کړ . دکمال الدین او الماس بیګ نه وروسته ، دجنګ تجربه لرونکې نصرت خان هم د هغوې څخه شاته پاته نه شو او خپله حمله یي پیل کړه .

دکمال الدینه وروسته د علاءالدین د لښکر د میسرې قومندان ، الماس بیګ ، چې د علاءالدین ورورو هم حرکت پیل کړ . او د جوابي یرغل په واسطه یي د همیردیود لښکر هر څه د پنبې د مالوچو په څیر ډانډس کړل د کمال الدین او الماس بیګ نه وروسته نړۍ کتونکې او په جنګ کې روزل شوي نصرت خان هم د هیچا نه وروسته پاته نه و. هغه هم د دفاع پړو نې له ځانه ایسته و غورځاوه او دهمیردیو په لښکر باندې لکه د توپان په څیر ور پریوت.

دکمال الدین ، نصرت خان او الماس بیګ په جنګجویانه عمل باندې د جنګ ډګر کې د مرګ زهر هرې لورې ته شیندل کیدل او د قاتل او مقتول کشمکش په هرې لورې کې روان و . د وینو دارو او د ځنکدن شورو غوغا هر لورې په سر اخستې و. تر ډیره وخته پورې سخت خونړې جنګ روان ود رنتهمبور راجه همیردیو ګمان کاوه چې دهغه د لښکر شمیره د د علاؤالدین دلښکر د شمیرې څخه زیاته ده نو که چیرې هغه جنګ ته دوام هم ورکړي نو بیا به هم د جنګ پایلې دهغه په خوا وي . د هغه لښکر به وار په وار د علاؤالدین د لښکر هډوکې ور مات کړی او دهغوې په شمیره کې به قدم په قدم کمښت راوړی ،او په دې تر تیب به دهغه په ماتې سره ده ته د سوبې دروازې پرانستل شي . خو په لوح محفوظ کې د قدرت له اړخه څه نور لیکل شوی و .د همیردیو دبیا بیا هڅو سره سره هغه و نه توانید چې کمال الدین ، الماس بیګ او نصرت خان شاته و تمبوی او نه یي دهغوې د لښکرو په شمیره کې کمښت راوستلې شو . د هغه دهیلو پر خلاف د کمال الدین ، الماس بیګ او نصرت خان لښکر و د همیردیو په لښکرو باندې د توپان په څیر د هرې لورې را وختل او هغوې یی تر پښو لاندې کړل .

بیا یونا څاپه د علاؤالدین په لښکرو کې د تکبیر اوازونه پورته شول ، دا هر څه د علاؤالدین په حکم تر سره کیدل . ددې تکبیرونو څخه یي خپلو عسکري قوماندانانو ته کوم خاص پیغام ورکول غوښتل . ددې اوازونو د اوریدلو سره سم کمال الدین ، الماس بیګ او نصرت خان ددښمن پر خلاف په خپلو یرغلونو کې نور هم قوت را ووست . هغوې داسې یوه ځواکمنه او هر اړخیزه حمله وکړه چې دهغې په پایلو کې د رنتهمبور د راجه همیردیو په لښکرو کې سرسامګي را پیدا شوه دهغوې لمړۍ لیکي له منځه ولاړې او بیا د هغوې وروستۍ لیکې د کمال الدین ، الماس بیګ او نصرت خان د لښکرو تر یرغل لاندې راغلې . ددې سختو یرغلونو په پایلو کې د همیردیو لښکرې هرې لورې ته په تیښته مجبورې شوې .

تر لږ څه وخته پورې ، هغه وخت چې کمال الدین ، الماس بیګ او نصرت خان ،د همیردیو په لښکرو باندې خپل فشار ته دوام ورکړ خو کله چې د همیردیو په لښکرو کې افراتفري را پیدا شوه نو دوې دوخت نه په ګټی اخستلو سره د همیردیو د لښکرو عامه وژنه پیل کړه . علاؤالدین هم خپل هغه پاته لښکر چې خوندي ي ساتلي و د یرغل اوحملې له پاره را مخته کړ . خو د همیردیو لښکر دا ټول فشار و نه شو زغملي او خپله ماته یی و منله ، او په تیښته و تښتیدل. سلطان علاؤالدین د خپل ټول لښکر سره یو ځاې د همیردیو دلښکر پسې ان د رنتهمبور تر دیوالو پورې ولاړ. خو همیردیو د خپل لښکر د له منځه تللو وروسته ځان هملته په رنتهمبور کې محاصره کړ .

کله چې علاؤالدین رنتهمبور محاصره کړ نو هغه ته درې نورې سترې سترې ستونزې مخته را غلې . لمړۍ مسله دا وه چې د منګولیایانو یو جنرال چې کیک نومیده د منګولیانو دپخوانیو ماتو د بدلې د اخستو په خاطر دهندوستان په لور را روان شوې و او غوښتل یې چې په هر صورت چې شونی وې د علاؤالدین لښکر مات کړي . علاؤالدین ددې خبر د اوریدو سره سم ملک کافور او کمال الدین د خپلو لښکرو سره یو څاې د رنتهمبورڅخه منګولیانو د مقابلې له پاره هغه لورې ته واستول . تر څنګ یی د دیبالپور حاکم ملک تغلق په لورې هم قاصد واستاوه او ورته یی وویل چې د خپل لښکر سره یو ځاې د کمال الدین او کافور ملک سره یو ځاې شي . دوې درې واړه ځواکونه باید یو ځاې د منګولیانو لاره بنده کړي او هغوې بیرته شاتګ ته مجبور کړي . دسلطان علاؤالدین دحکم د اوریدو سره سم ملک کافور او کمال الدین د خپلو لښکرو سره یو ځاې د رنتهمبور څخه د منګولیانو د ځپلو له پاره هغه لورې ته وخوزیدل .

د سلطان علاؤالدین له پاره دویمه ستره ستونزه چې راولاړه شوه چې د «اود» او بدایو» حکمران امیر عمر او منګوخان چې د علاؤالدین خورین و د بغاوت او سرکشۍ بیرغ پورته کړ . هغوې دواړو ډیر ښه لښکر دخپله ځانه سره درلوداو د سلطان د احکامو یی هیځ پرواه نه کوله . دهمدوې دواړو د بغاوت په پایلو کې په اود او بدایو کې حالات ډیر کړ کیچن شوې و.

طبیعی ده چې د علاؤالدین له پاره دا حالات د اندیښنې وړ و ، ځکه له یوې خوا هغه د یو ستر لښکر سره یو ځاې د رنتهمبور ښارګوټی محاصره کړې و . او د بله اړخه یی د منګولیانو د ځپلو له پاره یو لښکر د ملک کافور او کمال الدین تر قومندې لاندې هغه لورې ته استولې و ، اوس نو که هغه د رنتهمبور محاصره پریښوده او د اود او بدایو په لور خوزیده نو د شا له اړخه به د رنتهمبور را جه همیر دیو د کلا څخه را وته او دهغوې تر شا به یی خپل یرغل کاوه او ددوې لښکر ته یی پوره زیان ور رسولې شو .

دې حالاتو ته په کتلو سره هغه د اود او بدایو د امیرانو په نامه څو فرمانونه د تیز تلونکو قاصدانو په لاسو ور ولیږل او دهغه ځاې امرانو ته یی حکم وکړ چې سمدستی دې دا بغاوت او سرکشی له منځه یوسي . ددې سیمې امرانو د سلطان حکم په ځاې کړ او دخپلو ځواکونو په واسطه یې دا بغاوت و ځپاوه . عمر او منګو خان دواړه یی لاس تړلی د سلطان مخې ته راوړل او دهغوې ملګري او عسکریی هملته له منځه یوړل . کله چې دا دواړه باغیان (عمر او منګوخان ) په رنتهمبور کې د سلطان مخې ته راوړل شول نو سلطان تر هر څه لمړۍ د هغو دواړو څخه سترګې وویستلې او بیا د ډیرو کړاونو ورکولو وروسته ووژل او په دې توګه یی د اود او بدایو بغاوت پاې ته ورساوه .

دریمه ستونزه چې سلطان ته را ولاړه شوې وه هغه داوه چې په دهلی کې یوه کس د بغاوت بیرغ پورته کړې و ، دغه سړې چې حاجې مولا نو میده او د سلطان علاؤالدین د کاکا سلطان جلال الدین خلجی په وخت کې د دهلي ښاروال و او کله به هم چې سلطان علاؤالدین ددهلی څخه بیرون ووت نو په خپل ځاې به یی ددهلی د انتظام له پاره خپل کوټوال علاء الملک ټاکه . خو دا ځل علاؤالدین خپل کوټوال علاء الملک له خپله ځانه سره د رنتهمبور په لور یوړ او دا په دې خاطر چې کوټوال علاءالملک علاؤالدین د نوي مذهب د پیلامې څخه منه کړې و نو دهمغه وخته راهیسې هغه په علاءالملک باندې خپلې سترګې ښخې کړې وې او بې شانه باور یی پرې کاوه او د پخوا څخه یی زیات دروند او محترم ګاڼه . په دې خاطر به یی ډیر وخت علاءالملک له خپله ځانه سره یوځاې او بل یوړ .

د رنتهمبور د محاصرې په وخت کې علاء الملک د سلطان تر څنګ و نو دهغه په نه موجودیت په دهلی کې دوه کسان د کوټوالانو په څیر ټاکل شوی و . یو کس پخپله ددهلی په ښار کې ټاکل شوې و چې بایزید نومیده اوبل کس ددهلی د کلا له پاره ټاکل شوې و چې ایاز نومیده .

د بغاوت د بیرغ د پورته کولو نه وروسته حاجې مولاد ماسپښین په وخت کې چې خلکو په خپلو خپلو کورنو کې ارام کاوه په بازار کې په فتنې اوفساد لاس پورې کړ . حاجې مولا تر ټولو دمخه د دهلی د ښار د کوټوال بایزید کورته ورغې او هغه ته یی وویل چې د سلطان علاؤالدین یو پیغام یی ورته له ځانه سره راوړې دې . بایزید ددې خبرې سره سم دکوره را ووت خو حاجی مولا د هغه د کتلو سره سم خپلو ملګرو ته اشاره وکړه ، هغوې په بایزید باندې حمله وکړه او دهغه جسم یی ټوټې ټوټې کړ .

دبایزید د وژلو وروسته حاجې مولا خلکو ته د ښودانې په خاطر وویل چې بایزید یې د سلطان علاؤالدین په حکم له تیغه تیر کړ . ددی پیښې نه سمدستي وروسته حاجی مولا د ښار په شاهی دروازې باندې خپل ساتونکې و ټاکل او تر څنګ یی د خپلې ډلې څه خاص ځوانان له ځانه سره واخستل او ددهلی د کلا د کوټوال ایاز په لور ور وخوزید . هغه ته یی هم دا پیغام ورکړ چې د سلطان علاؤالدین پیغام یی ورته له ځانه سره راړې دې . خو ایاز د حاجي مولا د ارادو څخه لا د پخوا څخه ښه خبر و نو په دې خاطر یې دروازې بندې کړې او خپل ځان یی محصور کړ . حاجی مولا د دهلي د ښار د اوسیدونکو څخه یو ښه لښکر جوړ کړ او یو کس یی چې علوې یی ورته وایه د سلطان علاؤالدین په شاهې تخت یی کیناوه . دغه علوی نومې وګړې د سلطان شمس الدین التمش د ځوځاک څخه و او په عامه توګه ورته خلکو شا هنشا وایه . د علوي دپه تخت کیناستو نه وروسته حاجی مولا د ښار دخلکو څخه د علوې له پاره بیعت اخستل پیل کړل .

پرلپسې لري …