کور / تازه خبرونه / جان کيري په بېړه کابل ته ستون سو

جان کيري په بېړه کابل ته ستون سو

د امريکا جمهوري رياست ته پخوانى کانديد جانکيري او د مشرانو جرګې غړى جان کيري د پاکستان له سفر څخه بيرته کابل ته ګرځېدلى دئ.
نوموړى درې ورځي دمخه هم کابل ته تللى وو او له ولسمشر کرزي سره يې د افغانستان پر امنيتي ستونزو او له اداري فساد د مخنيوي په باب خبري کړي وې.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي جان کيري د پاکستان له سفر څخه ځکه بيرته کابل ته ستون سوئ چي پر ولسمشر کرزي د هغه فرمان د بدلون په هکله فشار راوړي چي له کابل څخه د ده تر ستنېدو وروسته يې د شخصي امنيتي کمپنيو د لغوه کولو په باب صادر کړ.
حامد کرزي نيژدې يوه مياشت دمخه پر شخصي امنيتي کمپنيو نيوکه وکړه او دوې ورځي دمخه يې د يوه فرمان له مخي حکم وکړ، چي ټولي کورنۍ او بهرنۍ شخصي امنيتي کمپنۍ دي په څلورو مياشتو کي خپل کارونه ختم کړي.
امريکا ظاهراً د دې فرمان ملاتړ وکړ، خو وايي دا وخت ډېر لنډ دئ او دوى به ستونزي جوړي کړي.
په افغانستان کي د بهرنيو موسساتو، سفارتونو او د اکمالاتي کاروانونو امنيتي چاري د حکومتي ځواکونو پر ځاى شخصي امنيتي کمپنۍ تامينوي، چي له دې لاري په ميليونونو ډالره ګټه ترلاسه کوي او له افغان وزيرانو څخه نيولې، تر واليانو، قومندانانو او د ولسمشر کرزي تر وروڼو پوري ټول په شريکان دي.