کور / تازه خبرونه / د سعودي پاچا د نړۍ په لسو محبوبو واکمنانو کي شامل سو

د سعودي پاچا د نړۍ په لسو محبوبو واکمنانو کي شامل سو

د سعودي پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزيز نوم د نړۍ د لسو هيوادونو په محبوبو مشرانو کي شامل سوئ دئ.
د نيوزويک مجلې په خپله تازه ګڼه کي ويلي چي ملک عبدالله د نړۍ په هغو لسو مشرانو کي يو دئ، چي ولس يې زيات اعتماد پر لري او په نړۍ واله کچه له محبوبيت څخه برخمن دئ.
مجله وايي له ٢٠٠٥ کال راهيسي چي ملک عبدالله د سعودي د حکومت چاري پر غاړه اخيستي په دې هيواد کي يې د پرمختګ، د ښځو د تعليم او هغوى ته د کار ورکولو او په نورو عام المنفعه خدماتو او د نړۍ او سيمي د امنيت په لاره کي يې ډېري هڅي کړي دي.
دې مجلې د برتانيې نوى صدراعظم ډيويډ کامرون، د فرانسې ولسمشر نيکولاى سرکوزى او ملک عبدالله د نړۍ درې محبوب ترين مشران بللي دي.
په پاتي کسانو کي د چين، آيرلنډ او سنګاپور لومړي وزيران، د برازيل، جنوبي کوريا، ليبيا، مغولستان، الجزاير او مالډيو ولسمشران هغه کسان بلل سوي چي د خپلو ولسونو پر زړونو باندي حکومت کوي.