کور / تازه خبرونه / اتلس فيصده امريکايان وايي ولسمشر يې مسلمان دئ

اتلس فيصده امريکايان وايي ولسمشر يې مسلمان دئ

د امريکا د ولسمشر باراک اوباما په باب ترسره سوې سروې وايي چي ١٨ % امريکايان په دې نظر دي چي ولسمشر يې مسلمان دئ. په داسي حال کي چي په ٢٠٠٩ کال ١١% فيصده په دې نظر ول.
ترسره سوې تازه سروې وايي د ولسمشر اوباما پر مسلمانۍ د معتقدينو شمېر تر ديموکراتانو د هغه په مخالف ګوند جمهوري غوښتونکو کي ډېر دئ.
د باراک اوباما په باب دغه سروې وروسته له هغه ترسره سوه چي نوموړي د نيويارک په منهاتن کي د يوه اسلامي مرکز او مسجد جوړولو ته اجازه ورکړه او همدا راز يې په تيره اونۍ په سپينه ماڼۍ کي د کابينې غړيو ته روژه مات ورکړ.